د ام روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 02, 2021
4 years ago
3,810 views
د ام روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

ام یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پیدا کېږي. ددې مېوې د ودې اصلي ځايونه ګرمې سیمې دي، چې د ام ونې پکې ښه وده او تکثر کوي. لکه د نورو ټولو مېوو "ام" هم خپلې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

د ام روغتيايي ګټې

د اوړي په را رسېدو سره په بازار کې د ام خرڅلاو هم پیلېږي. دې مېوې ته په انګلېسي ژبه کې "Mango" وايي. یو له خوندور مېوو څخه ده، چې د ښه خوند ترڅنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. ځينې عمده ګټې یې عبارت دي له:

 

د لوړ غذايي ارزښت لرونکې مېوه ده

د کومې مېوې چې غذايي ارزښت لوړ وي، هومره د انسان روغتيا ته زیاته ګټه رسوي. د "۲۵۵ ګرامه" ام غذايي ارزښت په دې ډول ښودل شوی:

  • ۱۰۵ کالوري
  • د بدن د ورځنۍ اړتيا ۷۶ سلنه ويټامين سي C
  • پنځه ويشت سلنه ويټامين ای A
  • یوولس سلنه ويټامين بي.شپږ او ځينې نور بي. ويټامينونه
  • نهه سلنه سالم فایبر
  • نهه سلنه میس
  • اووه سلنه پوتاشیم
  • څلور سلنه مګنېزیم

 

د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي 

په پورتنۍ برخه کې د امونو غذايي ارزښت ته په کتو ویلای شو، ام زموږ او ستاسو د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي. په ځانګړې توګه د سي او ای ويټامينونه او کاروتنوئيدونه چې د بدن د ایمني سیسټم په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لوبوي. 

 

د سرطان مخنیوی کوي

وروستۍ ترسره شوې څېړنې ښيي، چې په امونو کې موجود انتي اکسیدانونه د ګردو، کولمو او د وینې سرطان د مخنيوی په برخه کې د پام وړ رول لوبوی. ددې ترکیباتو له جملې چې پر سرطان له اخته کېدو څخه مو ژغوري د کرستین، ایزوکرستین، استراگالین، فیستین، اسید گالیک او متیل‌گالات نومونه د یادولو وړ دي.

 

د وینې غوړ کموي 

که تاسو یا مو د کورنۍ کوم بل غړی د وینې غوړ "کلسټرول" ولري، نو په غذايي رژيم کې مو ام مه هېروئ. په دې مېوه کې موجود فایبر، پکتین او ویټامین سي ـ C ددې سبب کېږي، چې د وینې غوړ مو راکم شي.

 

د پوستکي صفايي 

ام کولای شي ستاسو د بدن پر پوستکي د شته سوریو د بندښت مخه ونیسي او هم پرې جوړ شوي بخار له منځه وړي. نو که د پوستکي ښکلا مو پکار وي، د ام خوړل مه هېروئ.

 

د سترګو روغتيا مو تضمينوي

په ويټامينونو کې A ويټامين د انسان د سترګو روغتيا ته ډېره ګټه رسوي. "ام" ويټامين ای ته د انسان د ورځنۍ اړتيا ۲۵ سلنه برابروي. په دې توګه مو د سترګو روغتيا تضمينېږي او د سترګو وچېدلو او شب کورۍ څخه مخنیوی کوي.

 

جنسي پیاوړتيا رامنځته کوي

د جنسي قوې د پیاوړتيا لپاره ويټامين E ډېر ګټور دي. پر دې اساس "ام" د ويټامین E یوه ښه منبع ده، چې کولای شي د جنسي پیاوړتيا سبب شي. که تاسو هره ورځ په مناسبه اندازه ام وخورئ، نو جنسي میل مو ډېرېږي.

Related Articles

Apr 12, 2021
2,372 views

د جنایت ملکه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ادبي نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپل قلمي قوت ښودلی. یو له دې مېرمنو اګاتا کریسټي ده. ددې لیکنې تر پایه به د نوموړې په اړه لا ډېر معلومات حاصل کړئ.    پېژندنه د نړۍ په ښځينه لیکوالو کې د نوموړې په څېر ډېرې کمې مېرمنې...

Sep 24, 2021
2,705 views

د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

ليکنه ـ رياض مقامزی کله چې هم په نړۍ کې لویې پېښې وشي، لوی بدلونونه رامنځته شي، په هېوادونو کې جګړې وي او یا هم غیر تصوري سیاسي بدلونونه رامنځته شي. ورسره سم د نړېوالې ټولنې غوښتنې اورو/لولو. تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول سازمان دی...

Apr 06, 2024
1,605 views

روژه (لنډه کیسه)

روژهلنډه کیسهلیکوال: رفیع الله ایثارـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یتیم ماشوم له کور څخه راووت، سوړ اسویلی یې وویست، د ژوند بار ورته ډېر دروند ښکاریده، د روژې لومړی سهار و او دې ماشوم ته د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې وه، د کار او پیسو ګټلو هېڅ ح...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,440 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,830 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...