د مرچو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 07, 2021
4 years ago
2,581 views
د مرچو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

که څه هم ډېری خلک "مرچ" د تریخوالي له امله نه شي خوړلای او یا یې نه خوښوي؛ مګر بیا هم ځينې خلک له مرچو سره ځانګړې مینه لري او تل یې په لېوالتیا خوري. شاید اکثریت خلک فکر وکړي، چې مرچ به کومه خاصه فایده نه لري؛ خو دا نظریه ناسمه ده. ځکه چې مرچ که څه هم تریخ خوند لري او خوړونکي یې د خولې د سوځېدو احساس کوي؛ مګر بیا هم له ګڼو روغتيايي ګټو څخه ډک دی، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

د مرچو روغتيايي ګټې

وړاندې له دې چې د مرچو پر نورو روغتيايي ګټو وغږېږو، لومړی به پوه شو، چې په مرچو کې کوم مواد شتون لري. د "سل ګرامه" مرچو غذايي ارزښت په دې ډول ښودل شوی دی.

  • کالوري: ۴۰
  • غوړ: ۰،۴ ګرامه
  • قند: ۵ ګرامه
  • کاربوهایډرايټ: ۹ ګرامه
  • فایبر: ۱،۵ ګرامه
  • پروټين: ۱،۹ ګرامه
  • ويټامينونه او ...

دا ټول هغه مواد، چې زموږ بدن ورته تر یوه بریده اړتیا لري؛ نو د لومړنۍ ګټې په توګه یې همدا مواد د یادولو وړ دي.

 

دویم| د ويښتانو او پوستکي لپاره ګټور دي

په مرچو کې موجود ويټامین سي C، اي E او B6 ددې سبب کېږي، چې پر پوستکي موجود داغونه له منځه یوسي. همدارنګه ددې ترڅنګ د پوستکي د پیاوړتيا او ښکلا سبب هم کېږي.

بل پلو همدا او نور مواد ددې سبب کېږي، چې ويښتانو ته پیاوړتیا ور وبخښي او د ښه والي سبب یې شي. نو که غواړئ ښه ویښتان او صفا پوستکی ولرئ، پخپل غذايي رژيم کې مرچو ته حتما ځای ورکړئ.

 

درېيم| د وزن کمښت

که تاسو د ډېر وزن (چاغوالي) ستونزه لرئ، مه وارخطا کېږئ. له ورزش سره ـ سره مرچ هم خورئ. دا ترموژنيک غذايي ماده په بدن کې د حرارت د ايجاد او د میتابولېزم د پروسې د چټکتيا سبب کېږي. د همدې پروسې په پایله کې د بدن غوړ ختمېږي او د وزن د کمېدو سبب کېږي. له دې سره ـ سره په مرچو کې موجود کپسایسین هم د وزن په کمولو کې مرستندوی تمامېږي.

 

څلورم| د زکام او ستوني درملنه کوي

بتاکاروتان، ويټامين سي او ای هغه مواد دي، چې د بدن دفاعي ځواک ته توان وربخښي ترڅو د زکام پر وړاندې مقابله وکړي او همدارنګه د ستوني درد د ښه کېدو باعث هم کېږي. نو که غواړئ ژمی له زکام او ستوني درد پرته تېر کړئ، مرچ حتما کاروئ.

 

پنځم| د شکر ضد دي

مرچ له پورتنیو روغتيايي ګټو ترڅنګ تاسو د شکر له خطرناکې ناروغۍ څخه هم ژغورلای شي. کپسایسین، ويټامين سي او کاروتنوئیدونه هغه مواد دي، چې په بدن کې د انسولینو د تنظیم سبب کېږي. په دې توګه تاسو د شکر له خطر څخه ژغورل کېدای شئ.

 

شپږم| د معدې د زخم مخنیوی کوي 

د عام تصور خلاف مرچ په معده کې د زخم جوړېدو مخنیوی کوي. مرچ په معده کې د هغو باکتریاوو د له منځه تللو سبب کېږي، چې د انسانو په معده کې زخم جوړوي. همدارنګه د معدې لپاره نورې روغتيايي ګټې هم لري. ددې ترڅنګ دا ګټې هم باید هېر نه کړو.

  • د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي.
  • د وینې فشار عادي ساتي.
  • د حمل په وخت کې د میندو د بدن ایمني سیسټم پیاوړی کوي.
  • د روماتېزم ضد دي.
  • د سر دردۍ د ختمېدو سبب ګرځي.
  • د سرطان مخنیوی کوي.

 

مه هېروئ!

د مرچو دا روغتيايي ګټې هېڅکله په دې معنا نه دي، چې تاسو دې له اندازې ډېر مرچ وخورئ. که تاسو همېشه ډېر مرچ خورئ؛ ممکن د روغتيايي ګټو پر ځای له بې شمېره روغتيايي ستونزو سره مخ شئ؛ نو هڅه وکړئ، چې پخپل غذايي رژيم کې په مناسبه اندازه مرچو ته هم ځای ورکړئ.

Related Articles

May 07, 2021
5,556 views

(Depression) ډيپريشن

ليکنه: جاوېد چوهدري ژباړه: ظاهر عمار دا شپږ کاله پخوانۍ خبره ده، ما يوه متوسطه کمپنۍ چلوله. موږ به امريکايي کمپنيو ته د (آئی ټي سلوشن) په برخه کې خدمات وړاندې کول. زموږ في آئی ټي سلوشن به د لس پنځلس ډالرو په بيه وو خو د ګاهکانو شمېر مو هومره ډېر و...

Jan 05, 2023
5,482 views

د کتابونو پېژندل  

د کتابونو پېژندل   په دې لړ کې، غواړم چې د کتابونو بېلګي وڅیړم، د پوهنتون کتابونه په څو بېلګو وېشل کېږي، د کتابونو د بېلګو پیژندل او له هغو څخه ګټه تر لاسه کول،  د ګټې پورته کوونې کړنلاره په ګټه وره بڼه ستاسو په وړاندې ، وړاندې کوم، :دکتابونو بېلګې...

Mar 24, 2022
1,857 views

له موبايل څخه د استفادې پر مهال دا ټکي پام کې ونيسئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی   موبايل، کمپيوټر، ټبليټ او ورته نور برېښنايي وسایل زموږ د ژوند جدي اړتیاوې ګرځيدلي، چې پرته له دې وسایلو زموږ او ستاسو په چارو کې خنډ او ځنډ منځته راځي. تر دې خواشينوونکې لا دا ده، چې ددې شیانو کارول زموږ رواني او جسمي روغتيا نن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,727 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,141 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,023 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...