د نظر له ورکولو وېره داسې ختمه کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 03, 2021
4 years ago
3,186 views
د نظر له ورکولو وېره داسې ختمه کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

خبرې کول او نظر ورکول زموږ د ژوند خورا مهم اړخ تشکليوي. ناپلیون بوناپارټ د کلمو (خبرو) د ارزښت په اړه وايي: "موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو."

په هر حال؛ کله چې تاسو و نه شئ کولای خپل نظریات، هیلې او غوښتنې نورو ته واورئ؛ نو څه فکر کوئ ترلاسه کول به یې سخته نه وي؟ هو! ډېره سخته به وي. کوشش وکړئ د خپلو افکارو، نظریاتو او هیلو په اړه نورو ته ووایئ ترڅو ترلاسه کول یې هم اسانه شي.

مګر له دې ټولو ګټو سره ـ سره بیا هم ځينې خلک نه شي کولای وغږېږي او خپلو ملګرو، کورنۍ، ټولګیوالو او نورو خلکو ته خپل نظریات بیان کړي. موږ همدې ستونزې ته په پام دا لیکنه چمتو کړې، ترڅو هغه کسان چې یاده ستونزه لري، وکولای شي په هر ځای کې ډاډه وغږېږي.

 

د نظر له ورکولو وېره څه ډول حالت دی؟

انسانان د ټولنيز موجود په توګه غواړي منلی شخص اوسي، احترام یې وشي او خلک یې خبرو او نظر ته درنښت ولري؛ مګر کله ناکله دا چاره له ننګونو سره مخ وي. په دې معنا چې یوه ډله انسانان د نظر ورکولو وېرې پر ستونزې اخته وي. دا ډول خلک ډېر عالي نظریات لري، یا یې نظریات عالي هم نه وي؛ خو همېشه غواړي نظر ورکړي؛ مګر یوه نا اشنا وېره ددې کار مخه نیسي. همدې حالت ته "د نظر ورکولو وېره" ویل کېږي. 

 

ولې له نظر ورکولو وېرېږو؟

تاسو به هم داسې خلک لیدلي وي، چې خورا ښه نظریات لري؛ مګر هېڅکله په عامو مجلسونو کې خپل فکر او نظر نه شي بیانولی. د نظر له ورکړې وېره بېلابېل عوامل لري. چې عمده یې عبارت دي له: 

  • رواني ستونزې
  • سخت دريځه کورنۍ، چې خپلو ماشومانو ته د خبرو اجازه نه ورکوي
  • په ځينو مهمو خبرو کې د اشتباه (غلط نظر) تجریه
  • تر فشار لاندې چاپیریال کې ژوند
  • په ماشومتوب کې د رټل کېدو خاطره
  • کله چې پر ماشومانو او یا لویانو د نظر ورکولو پر مهال ملنډې ووهل شي
  • اظطراب او ...

 

څه وکړو؟ 

ددې ستونزې د حل لپاره روانپوهان (ارواپوهان) د بېلابېلو تګلارو وړاندیز کوي؛ خو وړاندې له دې چې پر دې حللارو پوه شئ، باید هڅه وکړئ چې تاسو نورو ته ددې ستونزې پیدا کولو لامل نه شئ. یعنې هېڅکله له خپلو ماشومانو د نظر ورکولو حق مه اخلئ، هېڅوک د خبرو او نظر ورکولو پر مهال مه رشخندوئ، همدارنګه د چا پر غلطیو مه خاندئ او په دې توګه نورو ته د ستونزو له پیدا کولو ځان وژغورئ. خو که بیع هم داسې څوک پېژنئ چې یاده ستونزه لري، دا لارښوونې ورسره حتما شریکې کړئ.

 

لومړی| ډاډ ورکړئ/پیدا کړئ!

که تاسو داسې څوک پېژنئ چې د نظر ورکولو له وېرې ځورېږي؛ نو تر ټولو ښه کس تاسو یئ چې ورسره مرسته وکړئ. هڅه وکړئ د خبرو او مجلس پر مهال هغه ډېر وغږوئ او د نظر ستاینه یې وکړئ. په دې توګه تاسو یو کس له یوې ډېر ځورونکې ستونزې خلاصولای شئ. 

خو که تاسو خپله دا ستونزه لرئ، څه باید وکړئ؟ خپله وېره ختمه کړئ. ځان ته د ډاډ ورکولو عالي تګلاره دا ده، چې د ژوند هغه شېبې مو ذهن ته راوړې چې تاسو ستایل شوي یئ. یا داسې خبرې په کوم چې تاسو ته خلک غوږ وو او ستاسو له خبرو یې خوند اخیست او ستاسو نظر یې ستایلی وي.

 

دویم| پیل وکړئ!

ځينې خلک بیا ډېره ستونزه نه لري؛ یوازې د خبرو پیلولو په وخت کې زړه نا زړه وي او پیل نه شي کولای. ددې ډول خلکو لپاره یوازې همدا ووایم، چې په خبرو پیل وکړئ. باوري یم پیل وکړئ په دې معنا، چې تاسو تر ټولو عالي نظر ورکوئ. د هر کار پیل د کار نیمایي (۵۰%) بشپړېدا په معنا ده.

 

درېیم| له قضاوت مه وېرېږئ!

یوه ډله خلک پیل هم کولای شي؛ خو یواځينۍ وېره یې دا وي، چې خلک به یې نظر نقد کړي او د ښو ـ بدو قضاوت به وکړي. که تاسو دا فکر لرئ؛ نو تر ټولو ښه لاره دا ده، چې ځانته ووایئ. د هېچا قضاوت مهم نه دی. یوازې او یوازې زما وړتیا او نظر مهم دي. په دې توګه تاسو کولای شئ د ستونزې له دې دایرې ووځئ.

له دې ټولو سره ـ سره دا لارښوونې مو هم مرسته کولای شي:

  • تل د خپلو شخصي بریاوو او لاسته راوړنو په اړه فکر کوئ.
  • خپل ښه (مثبت) عادتونه مه هېروئ.
  • خپلې بدې خاطرې هېرې کړئ. په ځانګړې توګه هغه بدې خاطرې چې تاسو د نظر ورکولو پر مهال درلودلي دي.
  • مه هېروئ! ټول خلک له قضاوت کولو وېرېږي او یوازې هغوی بریالي کېږي، چې پر دې وهم برلاسي شي.

Related Articles

Jan 13, 2021
2,522 views

بلاخره فارغ شوم!

شکر ربه!بلاخره فارغ شوم!فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول،او د لازیاتو مسؤلیتونو پیل!د دنیا هره خوشحالۍ یوه ګرانه او قیمتي مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کیږي. د ژوند پیل او د لا نورو ګړندیو ګامونو اخېستلو لپاره، نن راته لاره هواره شوه، او د کابل...

Jan 31, 2021
1,724 views

کریب نیبیولا

۶۵۰۰ نورې کاله لیرې چینایی ساینس پوهانو په توروس نومی سیمه کي  یو روښانه روستورې ولیده چي د ورځي په جریان کي ۳ اونیو لپاره څرګند وو.دا میلمه ستوری په اصل کي د سوپر نووا چاودني له امله لمینځه تللی دې او  یو کریب نومي نیبیولا ته  یی ژوند ورکړ.دا نیبیول...

Jan 22, 2022
2,249 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,196 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...