To start downloading books

Please sign in or create an account.

د باچا خبرې

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژندل شي او ځینې مهمې ویناوې یې هم چمتو شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پایه د باچاخان مهمې ویناوې ولولئ او یو څه به ترې زده کړئ.  

پېژندنه

د نوموړي خپل نوم عبدالغفار خان و؛ خو د ښه شخصیت له کبله یې په ولس کې د "باچاخان" په نوم شهرت درلود او د "فخر افغان" لقب یې هم ترلاسه کړی دی. باچاخان په "۱۸۹۰ز" کال کې زېږېدلی. اصلا د کوزې پښتونخوا د چارسدې له اتمانزو کلي سره تعلق لري، چې له ګڼو سیاسي او ټولنیزو مبارزو وروسته د "۱۹۸۸ز" کال د جنورۍ په شلمه نېټه یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. له وصیت سره سم یې جنازه له پېښور څخه جلال آباد ته راوړل شوه او همدلته خاورو ته وسپارل شو.  باچاخان په افغانانو/پښتنو کې د عدم تشدد د فلسفې سرلاری و. ددې فلسفې موخه دا ده، چې مبارزې لپاره دې د زور، جبر، جنګ او ټوپک پر ځای له خبرو، قلم او نورو هغو لارو چارو څخه ګټه واخيستل شي، چې تاوتریخوالی نه رامنځته کوي. باچاخان په شعوري توګه د پښتنو/افغانانو د پوهولو هڅه کوله. نوموړي د زده کړو د اهمیت په اړه هم خورا ښه نظر درلود او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم طرفدار و. هغه پوهېده چې هر تغییر باید له ځانه پیل شي؛ نو ځکه خو یې خپل اولادونه (نجونې/هلکان) ښوونځي کې شامل کړل ترڅو نور پښتانه هم ترې تقلید وکړي. همدارنګه ازاد ښوونځي هم جوړ کړل. دا داسې وخت و، چې ښوونځی د کفر ځای ګڼل کېده؛ مګر باچاخان دا خطر ومانه. ځکه چې هغه پوهېده پرته له تعلیمه به پښتانه تل له پرمختګ څخه بې برخې پاتې شي.  دی شتمن/خان و او د نوموړي شاوخوا پښتنو خانانو به کار کول شرم باله. خو باچاخان ددې فکر خلاف و، نو ځکه خو یې خپله د عادي وګړو په څېر کار کاوه؛ ترڅو نور خانان هم کار کولو ته وهڅېږي. هغه د عمل سړی و او هر کار یې په عمل کې ثابتوه.  همدارنګه د خدایي خدمتګارانو خوځښت یې رامنځته کړ. تر څو د تعلیم، ټولنیز بدلون او عدم تشدد لپاره په پوره قوت او مینې کار وکړي. باچاخان په بېلابېلو برخو کې مبارزې وکړې او نږدې ټول عمر یې په مبارزه کې تېره کړه ترڅو پښتانه د نوې نړۍ پر رموزو او د بریا پر لارو چارو وپوهوي. د پښتنو اتفاق/اتحاد، باسواده کېدل، پرمختګ او د نړۍ له نورو قومونو سره یې سيال کېدل لویې هیلې وې. روح یې ښاد یاد یې تلپاتې!  

د باچا خبرې

  • زما په څېر پښتون یا مسلمان ته د د عدم تشدد د فلسفې پلي کول د حیرانتیا خبره نده. دا خو څوارلس سوه کاله پخوا محمد ص تل په مکه کې تطبیق کړې.
  • اسلام په رښتیني معنا د عمل، باور، عقیدې او مینې نوم دی.
  • هغه راز چې انسان خوشحاله ساتي، د نورو لپاره کار کول دي. (له نورو سره مرسته) 
  • جنګ د انساني فکر د ناکامۍ لوی ثبوت دی.
  • ښځه او نارینه لکه د ګاډۍ دوه ټيرونه، بې له یو بله تګ نه شي کولی.
  • که د یوې ټولنې متمدنوالی معلوموئ؛ نو دې ته وګورئ چې له ښځو سره څه ډول چلند کوي.
  • ما مې مېرمنې ته ويلي وو، که زه تر تا مخکې مړ شوم او ته ځوانه وې؛ نو حتما بل واده وکړه.
  • مړه ملتونه خپل اتلان په مړینه او ژوندي یې په ژوندوني ستايي.
  • په کورنیو کارونو کې ښځې او سړیان په برابره توګه وروزئ. د کورنۍ پر وړاندې دواړه برابر مسول او شریک دي.
  • زه خدایي خدمتګار یم او له انسان سره تبعیض راته ګناه ښکاري.
Related Articles

د سنځلې روغتيايي ګټې!

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي  ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي  نوم یې  Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه  (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې ، ایران ، قزاقستان  ، روسیې ، چین ، جاپان او شمالي امریکه کې پیداکیږي.  سنځلې دپسرلي په مو سم کې ژی...

د زړه د حملې نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   یو له هغو جدي ستونزو څخه چې کولای شي د ناڅاپي مړينې سبب وګرځي "د زړه حمله" ده. موږ هڅه کړې ده، چې پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړو، ترڅو په ژر اقدام سره له خواشینوونکې پایلې څخه وژغورل شئ.  د زړه حمله څه ته وايي؟ زړه د بدن هغه جز دی، چې د انسان ټول وجود ته وینه پمپ کوي. کله چې زړه ته په ور تېر شوي رګ کې کومه ستونزه پېښ...

د او.هینري لنډ ژوند لیک

 لیکنه ـ ریاض مقامزی   کله چې په نړېوالو ادبیاتو کې د لنډو کیسو نوم اورو؛ نو ورسره سم د او.هینري نوم هم د یادولو وړ ګرځي. پدې لیکنه کې به تاسو د نوموړي د ژوند او فن په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پېژندنه او.هنري "O. Henery" امريکايی لیکوال دی، چې په "۱۸۶۲ز" کال کې یې د امریکا په ګرینزپور په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ددې لیکوال خپل...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...