To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,579
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځايونه

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځايونه

 لیکنه: شکېبانادري، د نړۍ اووه حیرانوونکي ځايونه

 

وروستۍ برخه

لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې موږ په تېرو لیکنو کې د نړۍ د اوو حیرانونکو ځایونو په اړه معلومات وړاندې کړل لکه، د چین دېوال، تاج محل، د پېټرا ښار او داسې نور، خو په دې لیکنې کې د مسېح د مجسمې په اړه چې د نړۍ له اوو حیرانونکو ځایونو څخه یو دی او زموږ د لیکنې وروستۍ برخه ده، تاسو ته معلومات وړاندې کوو، هیله ده چې زموږ دا لیکنه ستاسو په معلوماتو کې د زیاتوالي لامل شي!

 

د مسېح مجسمه چې د برازیل هېواد  په ریوډوژانیرو ښار د کورکوواډو غره پر سر موقعیت لري، د دې مجسمې د جوړولو لپاره بېلابېلې نظریې وړاندې شوي، خو پر دې یې پرېکړه وکړه چې دا مجسمه باید د درېدو په حالت کې جوړه شي، په همدې حالت جوړه شوه او لاسونه یې خلاص نیولي دي، مسیحیان په دې اند دي چې دغې مجسمې ځکه لاس خلاص نیولي چې غواړي ټول خلک په خپله غېږ کې ونیسي، د دغې مجسمې د جوړولو کار چې په  1920کال کې پیل شو، یوولس کاله وروسته یې د جوړولو کار پای ته ورسېد.

د مسیح د مجسمې لوړوالی تر 39.6 مېټرو پورې او اوږدوالی یې تر 28 مېټرو پورې رسېږي، دا مجسمه  635 ټونه وزن لري او د برازیل هېواد تر ټولو مشهوره نښه همدا مجسمه ده.

دا مجسمه د نړۍ په پینځو لویو مجسمو کې شمېرل کېږي، د دې مجسمې د جوړولو لګښت چې تر 250 زرو ډالرو پورې رسېږي او دا لګښت د برازیل د کاټولیکو ټولنې له خوا ورکړل شوی و.

 د دې مجسمې د جوړولو کار په 1231 کال کې خلاص شو او دا مجسمه د اکټوبر په دوولسمه نېټه په رسمي توګه پرانستل شوه.

دا مجسمه ټوټې ټوټې جوړه شوې ده  او له بشپړېدو څخه وروسته غره ته یوړل شوه او هلته یې دا ټوټې سره یو ځای کړې او یوه بشپړه مجسمه یې ترې جوړه کړه.

د دې مجسمې ښي لاس د سوېل لور ته او چپ لاس یې د شمال لور اشاره کړې ده.

دا مجسمه د جولای میاشتې په اوومه نېټه د نړۍ په اوو حیرانونکو ځایونو کې وشمېرل شوه

 

لیکنه: شکېبانادري.

Related Articles

د مسلک او اړتیا له مخې د مطالعې ارزښت

کله چې د مطالعې نوم اورو نو ذهن کې مو یوازې ناولونه، لنډې کیسې، سیاسي کتابونه او ارواپوهنې کتابونه راځي او فکر کوو همدې کتابونو لوستلو ته مطالعه وایي. ما دا خبره ځکه وکړه چې دا څووم ځل دی د طب د برخې محصل ملګري په لاس کله د ناولونو، کله د خوبونو د تعبیرونو کتابونه او یا سیاسي کتابونه ګورم. دټولنیزو او ادبي کتابونو مطالعه کول او یا ذوق مطابق د بل هر...

د ذکام نښې او ګټې!

لیکنه: شکېبا نادري د ذکام نښې او ګټې! ذکام هغه ناروغي ده چې د سړې هوا او یا د موسمونو د بدلون له امله رامنځته کېږي. په اوسني موسم یعنې ژمي کې ډېری کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو ذکام هغه یوازینۍ ناروغي ده چې د انسانانو لپاره ډېرې ګټې لري چې موږ په نننۍ لیکنې کې پرې خبرې کوو. د ذکام د ګټو ترڅنګ موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د ذکام د نښو په اړه هم...

په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري په روژه کې څنګه د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟   دا ښکاره خبره ده چې د روژې نیول اسانه کار نه دی، خو روژه د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بنا ده، چې د اللهﷻ لخوا په مسلمانو فرض شوې او ټول مسلمانان یې پر نیولو مکلف دی. د روژې او روژه نیوونکې د اجر او ثواب په اړه ډېر ایتونه او احادیث نازل شوي دي او ټول مسلمان یې...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...