ګابريل ګارسيا څوک و!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 15, 2021
4 years ago
1,941 views
ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.

 

د مارکېز لنډ ژوندلیک

ددې ستر لیکوال بشپړ نوم ګابریل ګارسیا مارکېز "Gabrirel Garcia Marquez" دی. نوموړی د "۱۹۲۷ز" کال د مارچ په شپږمه نېټه د کولمبیا په "اراکاتا" ښار کې زېږېدلی. 

ښاغلی مصطفی صفا یې په اړه لیکي: "نړېوال لیکوالان او کره کتونکي د ګابریل لیکنو او آثارو ته د کوډګر یا جادویي ریالېزم اصطلاح کاروي. دغه اصطلاح هغو آثارو ته کارول کېږي، چې ریالیستیک تمایلات، خیال، وهم او جادويي عناصر یو بل ته ځای پرېږدي او پخپلو کې سره داسې اوبدل کېږي، چې خورا خیالي پېښې هم پکې طبیعي بڼه پیدا کوي."

ددې چارې ګڼ عوامل کېدای شي. مګر د مارکېز په آثارو کې یې یو عامل د دېوانو، پیریانو او ارواګانو هغه کیسې هم دی، چې نوموړي له خپلې انا او ابا څخه په ماشومتوب کې اورېدولې وې. دا چې لیکوال خورا تېز ذهن لري، نو مارکېز هم د خپلې ټولنې ناخوالې تجربه کړې او یا یې ولیدلې، بیا یې پخپلو آثارو کې انعکاس ورکړ.

که څه هم مارکېز په بوګاتا پوهنتون کې حقوق لوستي و؛ خو نوموړي له ورځپاڼو سره د ژورنالیست په توګه دنده ترسره کوله، چې له برکته یې ګڼ شمېر هېوادونه ولیدل. مګر دا باید هېره نه کړو، چې هغه ته خدای د لیکوالۍ بې ساری استعداد ورکړی و. نوموړي په لومړيو کې لنډې کیسې لیکلې خو وروسته یې بیا ځانګړي آثار هم خپاره کړل. ځینې مهم آثار یې عبارت دي له: بدمرغه ساعت، د پاڼې توپان، ډګروال ته لیک نه راځي، د ماشومانو وطن، جنرال په زرو خوشحالیو کې، کله چې زه خوښ وم او ... مګر تر ټول مهم اثر چې دی یې نړۍ ته وروپېژنده "سل کاله یوازېتوب" نومېږي. هېره دې نه وي، چې پر همدې اثر یې د نوبل جایزه هم ګټلې ده.

ګابریل له ګڼو ګټورو ادبي او ژورنالیستيکو فعالیتونو وروسته د "۲۰۱۴ز" کال اپریل پر اوولسمه نېټه ومړ.

 

د مارکېز ځينې غوره جملې

  • پر حقیقت سترګې پټول، حقیقت نه شي بدلولای.
  • ژوند هغه نه دی، چې تېر شوی دی. ژوند هغه دی چې زموږ په یاد پاتې دی.
  • رښتینی افسوس او ارمان هغه وخت کوئ، چې پوه شئ د خپل عمر په اندازه مو ژوند نه دی کړی. 
  • یو شمېر نورو ته دومره وفادار وي، چې له ځان سره خیانت کوي.
  • باید وړې پرېکړې په مغزو او لویې په زړه وشي.
  • ځینې وخت انسان فکر کوي، چې ماتې یې خوړلې؛ خو اصلا یې ارزښت له بریا ډېر وي.
  • هېڅوک هم د اوښکو تویولو ارزښت نه لري او څوک یې چې لري هغه مو د اوښکو تويېدو لامل نه ګرځي. 

 

تاسو د مارکېز له ژوند او ویناوو څه زده کړل؟ کومه وینا مو خوښه شوه؟

Related Articles

Jun 10, 2023
1,270 views

انجینری وظیفو انټرویو

د  انجینرۍ وظیفو ود تقریري امتحان(انترویو ) او ځوابونه .(لومړۍ برخه ) د نور برخو لپاره زموږ پاڼه وڅاري.  1. لومړۍ پوښتنه . د کوږوالي مومنټ (BM)  او عرضي قوه(SF)  څه شی ؟ځواب : هغه قوه چې د یو د جسم د غزیدو په طرف عمود عمل کوي عرضي قوه بلل کیږي .د بی...

Jul 07, 2024
4,837 views

اسلامی هجری قمری کال

نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لومړۍ ورځ ده! د هجري قمري کال په اړه يو څو خبرې:د هجري قمري کال پیل مدینې منورې ته د رسول اللهﷺ د هجرت نه کیږي.د دې تاريخ  بنسټ له 622م کال څخه، عمر فاروق رضی الله عنه کيښود.د دې کال اعتماد د سپوږمۍ په حرکت باندې دی چې زیات ش...

Nov 22, 2020
5,909 views

د کولمو د سرطان نښې

د هرې ناروغۍ ځينې نښې نښانې وي، چې له موږ سره مرسته کوي تر څو زر تر زره د خپلې ناروغۍ علاج وکړو. د نوي عصر یو له خطرناکو ناروغيو څخه سرطان دی. دا ناروغي په دې پورې تړلې ده، چې د بدن په کومه برخه حمله کوي. مختلف ډولونه لري، چې ډېر پېژندل شوی ډول یې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...