د عدالت نړېواله محکمه

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 04, 2021
4 years ago
1,985 views
د عدالت نړېواله محکمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ځينو مهمو مسایلو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، یا دا چې هره خوا به خپله بریا غواړي، نو نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه حقوقي او نور بین المللي قضایه مسایل څېړي د "عدالت" نړېواله محکمه ده. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د یادې محکمې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

د عدالت نړېواله محکمه

ددې محکمې رسمي نوم "International Court of justice" دی، چې په پښتو کې یې (د عدالت نړېواله محکمه) بللای شو. دا محکمه د نیدرلینډ هېواد په "لاهه" ښار کې موقعیت لري، چې په "۱۹۴۵ز" کال کې تأسیس شوې ده.

اساسي موخه یې همدا ده، چې په نړېواله کچه حقوقي او قضایه مسایل وڅېړي. په ځانګړې توګه د هېوادونو ترمنځ موجود قانوني اختلافات او کړکېچونه همدې محکمې ته سپارل کېږي، چې دوی له هر اړخیزې څېړنې وروسته پرېکړه کوي.

همدارنګه دا محکمه د نړېوالو ادارو (مؤسسو)، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو عمومي جرګې (اسیمبلۍ) حقوقي پوښتونو ته د ځواب ورکوونکې مرجع په توګه پېژندل کېږي. 

 

ددې محکمې اړوند نور مهم ټکي

  • دا محکمه ۱۵ غړي لري، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا له خوا ټاکل کېږي.
  • اوسنی مشر یې عبدالقوي یوسف نومېږي.
  • ددې دیوان رسمي ژبې انګلېسي او فرانسوي دي.
  • ددې محکمې لومړنۍ ناسته له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د "۱۹۴۶ز" کال په اپرېل میاشت کې ترسره شوه.
  • هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړيتوب لري کولای شي خپل مسایل یادې محکمې ته راجع کړي؛ خو که کوم هېواد یې غړیتوب و نه لري، کولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په همغږۍ خپل حقوقي مسایل دې محکمې ته وړاندې کړي.
  • ددې محکمې ټول غړي د حقوقي او قضایوي مسایلو پوهان وي، چې په هممهاله توګه له یوه هېواد څخه دوه تنه نه شي ټاکل کېدای.
  • روسیه، فرانسه، امریکا او بریتانیا هغه هېوادونه دي، چې ددې محکمې له تأسیس څخه تر اوسه پورې همېشه یې یو غړی پکې وي. 
  • د غړي د لرې کولو صلاحیت د محکمې نور غړي لري، چې د رایه اچونې له لارې پرېکړه کېږي.
  • که څه هم د یادې محکمې بودیجه د ملګرو ملتونو له لورې ورکول کېږي. خو د دعوې په صورت کې اکثراً دخیل هېوادونه اړ وي، چې د خپلې قضیې د څېړلو مصارف ورکړي.

Related Articles

May 30, 2021
2,335 views

سپاهیان گمنام

سپاهیان گمنام مصطفی عمرزی در جاده ي ميوند، واقع در ميانه ي كابل قديم، آبده اي به نام «سپاهي گمنام»، قرار دارد. سپاهی یا شايد سپاهیانی كه گمنام از ميان رفته اند، با اين آبده، گرامي داشته مي شوند. اگر از فاجعه ي 7 ثور بدين سو به افغان هایی بیاندیشیم...

Dec 15, 2020
6,162 views

د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

شلمه او يوويشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ او اوج پېړۍ ده. په دې موده کې د ټکنالوژۍ دنیا د سترو او حيرانوونکو بدلونونو شاهده وه. یو له دې لاسته راوړنو د ګرځنده موبایلونو او انټرنيټ پيدا کېدل دي. موږ د ورځنيو چارو د ښه سمبالښت او چټکۍ لپاره اړ یو، چې ل...

Aug 09, 2020
14,719 views

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په هم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,978 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,188 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...