د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 15, 2020
5 years ago
6,162 views
د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

شلمه او يوويشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ او اوج پېړۍ ده. په دې موده کې د ټکنالوژۍ دنیا د سترو او حيرانوونکو بدلونونو شاهده وه. یو له دې لاسته راوړنو د ګرځنده موبایلونو او انټرنيټ پيدا کېدل دي.
 موږ د ورځنيو چارو د ښه سمبالښت او چټکۍ لپاره اړ یو، چې له موبایل او انټرنيټ څخه ګټه واخلو. مګر دغه ګټه بې زیانه هم نه ده. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو. 

 ۱ ـ په موبایل کې غږېدل کم کړئ!

څېړنو ښودلې ده، چې که تاسو په موبایل کې له دوو دقیقو ډېر غږېږئ ستاسو ماغزه د موبایل د شعاوو تر تأثير لاندې راځي، که څه هم دغه شعاع ډېره لږه ده، مګر تکرار یې ستاسو حافظې ته یو جدي خطر پيدا کولای شي. 

 ۲ـ ماشومان له موبایل څخه لرې وساتئ!

په هېڅ وجه خپل ماشوم ته ځانګړی ګرځنده موبایل مه اخلئ. ځکه چې د ماشومانو ماغزه د ودې په حال کې وي او ډېر ژر د موبایل د خطرناکو څپو تر تأثير لاندې راتللای شي، چې ډېر هېښوونکی دي. نو له اړتيا پرته هېڅکله ماشومانو ته موبایل هم مه ورکوئ! 

 ۳ ـ موبایل مو د پتلون جېب کې مه ګرځوئ!

که تاسو په کور او یا دفتر کې یئ، نو غوره خبره ده، چې موبایل بېخي له جېبه لرې کړئ. پر مېز او یا کوم بل ځای کې کېږدئ. خو که په سفر کې یئ او مجبور یئ چې موبایل له ځان سره وګرځوئ نو بیا د پتلون جېب پر ځای کوم بل ځای وټاکئ. ځکه چې د بدن ښکتنۍ برخه نسبت برنۍ ته د موبایل ضرري شعاوې ژر جذبوي. څېړنو ښودلې ده، هغو خلکو چې د پتلون په جېب کې یې موبایل ګرځاوه، ۳۰% سپرمونه یې کم شوي وو. په همدې اساس ويلای شو، دا کړنه کولای شي تاسو د بې اولادۍ له ستونزې سره مخ کړي.

 ۴ ـ پرېږدئ، چئ لومړی اړيکه ټينګه شي

کله چې تاسو کومې شمېرې ته زنګ وهئ غوږ ته یې مه وړئ. پرېږدئ، چې لومړی زنګ تېر شي او مقابل کس یې اوکی کړي، له هغه وروسته موبایل خپل غوږ ته نږدې کړئ. 
 که همداسې وکړئ تاسو له کموو شعاګانو سره مخ کېږئ، چې په دې توګه د خطرناکو شعاوو خطر کمېږی.

 ۵ ـ موبایل له ځانه لرې وساتئ

که ويده کېږي نو غوره ده، چې موبایل له خپل ځانه لرې کړئ. ددې ګټه دا ده، چې د الکترومقناطیس له څپو لرې پاتې کېږئ. که تاسو په مسلسله توګه د الکترومقناطیس د قوي څپو تر تأثير لاندې راشئ نو ډېر ژر به د اظطراب، بې خوبۍ، د سترګو سوځېدل، اسټریس او ګڼو نورو روغتيايی ستونزو سره لاس و ګرېوان اوسئ. 

 ۶ ـ موټر او ګرځنده موبایل

دا چې ګاډی چار چاپېره له فلز څخه احاطه شوی دی نو الکترو مقناطیسي څپې په کې تر هر بل ځای ډېر چټک وي او بدن زیانمنوي. کله چې په موټر کې یئ کوښښ وکړئ موبایل بند وساتئ. 
 همدارنګه په موټر کې د اوږدې مودې لپاره د موبایل کارول مو زړۀ بدوالي، ګنګسيت او سردرد ته لاره هوارولای شي.

 په ټوله کې زموږ وړانديز دا دی، چې د موبایل کارول بېخي کم کړئ. همدارنګه په موبایل کې غږېدل له هر څه ډېر خطرناک وي. کوښښ وکړئ د زنګ پر ځای له پيغامونو څخه ګټه واخلئ. خپلې ستونزې د میسج له لارې هم حل کولای شئ. 

Related Articles

May 31, 2022
2,232 views

یوه جمله!!!

حکایت دی، چې یوې جوړې ته خدای له واده یوولس کاله وروسته زوی ورکړ. د دوی په کور کې چی بل کوچینی نه و، هلک بېخي ډېر نازېده. یو سهار چې د هلک پلار کار ته روان و، د دوا یو بوتل يې پرانیستی ولید. دا چې په ده ناوخته وه، نو په مېرمن يې اواز وکړ چې سر يې بند...

Nov 05, 2020
2,216 views

دوازده گرام مغز

دوازده گرام مغز (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی این اثر بسیار مهم استاد شهرت ننگیال، از زمان نشر تا کنون، سر زبان هاست. افغان های زیادی راجع به آن گفته و نوشته اند؛ اما در زمینه ای که باور های الحادی و اخوانی جولان می کنند، لطف آثاری کمرنگ وانمود...

Oct 10, 2023
1,498 views

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دید حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله ن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,978 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,187 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...