مديريت Management

محمدمشال مشال
Author
Aug 06, 2020
5 years ago
4,265 views
مديريت Management

لومړۍ برخه

د مديريت د زده کړي دا لړۍ به په څلورو برخو کي په مکمله توګه به درته وړاندي شي. په لومړۍ برخه کي د مديريت،ګټورتوب،مؤثريت،مدير،د مديرانو ډولونو او د هغوی ددندو اړوند به درته واضح معلومات وړاندي شي. 

مديريت يا منېجمنټ په لغت کي اداره کولو ته وايي او په اصطلاح کي د انساني او مادې ځواک په واسطه په کم وخت او کم لګښت سره د يو ادارې يا سازمان د موخو او اهدافو لاسته راوړلو ته مديريت وايي.

يا په بله اصطلاح مديريت د اداري منابعو پلانول، تنظيمول،رهبري کول،ګومارل يا  ترڅو د سازمان اهداف ترلاسه سي،عبارت له مديريت څخه دی.

همدارنګه په مديريت کي بله لنډه موضوع د ګټورتوب(مثمريت) او مؤثريت(اغېزمنتوب) ده.

١- ګټورتوب(مثمريت)Efficiency: که د کمو سرچينو څخه زياته ګټه ترلاسه  يعني لږ سرچينې استعمال سي خو ګټه زياته وسي.

٢- مؤثريت(اغېزمنتوب)Effectiveness: کله چي کارونه د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په ښه ډول ترسره سي. 

مدير

مدير په لغت کي اداره کوونکي ته ويل  کېږي او په اصطلاح کي هغه شخص چي د ډلي يا ګروپ د کړنو مسؤليت په غاړه لري. 

يا مدير هغه شخص دی چي په اداره کي همږغي رامنځته کوي،د کارونو څارنه کوي ترڅو سازمان اهداف ترلاسه سي.

د مديرانو ډولونه

په سازمانونو کي مديران د شمېر،مسؤليتونو او دندو لمخي توپير لري چي دلته فقط ددندو لمخي مديران درپېژنو چي عبارت له لوړ پوړو،منځ پوړو او ټيټ پوړو مديرانو څخه دی.

١-لوړ پوړي مديران: دا ډول مديران د يو سازمان په سر کي قرار لري چي د زيات واک لرونکي دي کوم چي د پلان او پاليسۍ جوړوني،تصميم نيوني ترڅنګ د منځ پوړو او ټيټ پوړو او نورو کارکوونکو له کارونو د څار صلاحيت لري. 

د لوړ پوړو مديرانو دندي

د سازمان اهداف ټاکل او د لاسته راوړلو لپاره يې ستراتيژي جوړول،د ادارې د بېلابېلو برخو ارزيابي او مرسته کول، منځ پوړو مديرانو ته اړوند لازمي لارښووني کول، او په اداره کي د کارکوونکو ټاکل، بدلول او لېري کول دي.

منځ پوړي مديران

دا ډول مديران د لوړ پوړو او منځ پوړو مديرانو تر منځ وجود لري او ددوی ارتباط او اړيکه ټينګوي کوم چي د لوړ پوړو مديرانو څخه لارښووني اخلي او عملي کوي يې. 

د منځ پوړو مديرانو دندي

د خپلو کارونو اړوند لوړ پوړو مديرانو ته راپور ورکول، د چارو د تنظيم لپاره دمنځ مهاله پلانونو جوړول،د ټيټ پوړو مديرانو مياشتنی پلانونه،راپورونه څارل او ارزول، ټيټ پوړو مديرانو د ستونزو په حل کي همکاري او مشوره ورکول. 

ټيټ پوړي مديران

دا مديران د ادارې له کارکوونکو سره مستقيمه اړيکه لري او د هغوی له کارونو څخه څارنه کوي. 

د ټيټ پوړو مديرانو دندي

د ادارې د ستونزو د حل لپاره د منځ پوړو مديرانو سره په اړيکه کي کېدل،د کارکوونکو د کارونو نظارت او د ورځنيو چارو د تنظيم لپاره د کارکوونکو مشورې اخيستل او لايحې جوړول دي. 

 

 

Related Articles

Oct 08, 2023
1,288 views

جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله

استاد سکندر ځدران  #تحصیلي_مشورهد جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله جرمني کې دولتي او شخصي پوهنتونونه دواړه خپلې ځانګړنې لري. دلته د دواړو په هکله مهمو ټکو ته اشاره کوم څو د تحصیل مینوالو ته پدې هکله یو روښانه انځور وړاندې شي.  1. مالي سر...

May 10, 2021
4,064 views

ښوون (زيتون)

ښوون چې په عربی ، فارسي ،او اردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی. یوه ګټوره میوه ده چې لږتر لږه  ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې  اروپا ،‌ لویدېزې ایشیا  ،‌ او شمالي  افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېو...

Mar 09, 2023
2,466 views

پیاده کردن مسیر سرک

 پیاده کردن مسیر سرک—————————-—-» نقشه بردرای مسیر:برای اجرای ساختمان‌های خطی (سرک، راه‌آهن، لوله کشی آب، فاضلاب، خطوط انتقال نیرو و مانند اینها) لازم است ابتدا در مورد مسیر انتخابی مطالعات کلی صورت گیرد، اسناد و نقشه های لازم تهیه می‌شود، سپس به کمک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...