ښوون (زيتون)

R
Riaz Muqamzai
Author
May 10, 2021
4 years ago
4,054 views
ښوون (زيتون)

ښوون چې په عربی ، فارسي ،او اردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی. یوه ګټوره میوه ده چې لږتر لږه  ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې  اروپا ،‌ لویدېزې ایشیا  ،‌ او شمالي  افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېوادونو  ، دامریکې په متحده ایالتونو ، دمدیترانې په سواحلو ، لبنان ، فلسطین ،سوریه ، اسرائیلو ، چین ،هسپا نیه ، پرتګال ، ایټالېې ، یونان ، ،  استرالیا ، ایران ، ترکیې  ، عراق ،‌ اردن ، دجنوبي امریکې دپیرو او ارجنټینا په هیوادونو او د کسپین د سمندر ګي  په جنوبی برخو کې  هم پیدا کیږی.‌

دښوون(زیتون) دونې په اړوند ډیرې څیړنې شوي دي او ویل کیږي چې دغه ونه دعیسی مسیح تر زېږېدو ۳۰۰۰ کلونه وړاندې هم وه او خلکو دزیتونو نه ګټه اخېستله او دلرغونې یونان په مشهورو ادبی کتابونو کې هم ترې یادونه شوې ده .

په قرآن شریف کې دالتین په سوره کې هم د(ښوونو)زیتونو داسې  یادونه شوې ده : 

وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.

ښوون(زیتون) ډیر ډولونه لري لکه شنه ،زیړ،  تور ، سره ، او بنفش زیتون.

دزیتونو غذایي ارزښت :

ښوون(زیتون)  پروتين،کلسيم، اوسپنه او ويتامين A ، B1، B2 لري او نور ډير ضروري غذایي  مواد او کالوري چې انسان ورته اړتيا لري پکې شته دي .

 په غوړیو کې تر ټولو ښه غوړي دښوونو(زیتونو )غوړي دي ځکه غیر مشبوع دي او زړه او دبدن رګونو ته زیان نه رسوي. دزیتونو غوړي دزړه ، اعصابو دبدن دپوستکي ، ددردونو دتسکین او دحافظې لپاره هم ګټوړ دي .همداراز که چیرې په پرله پسې توګه وخوړل شي نودبدن اضافي وزن هم کموي .دبدن او هډوکو ددردونو لپاره که  دښوونو( زیتونو )غوړي دبدن  پر هغو ځایو نوچې درد پکې دی  ومښو نو دردونه کموي او ان لیرې کوي یې .

دښوونو( زیتونو) نه ډیر خوندور اچار هم جوړیږي چې سرکه ، هوږه ،  مرچک، مالګه ، ویلنی او شنه دڼیا (ګشنیزّ )هم ورسره ګډوي .  

لنډه داچې زیتون خوندوره مېوه ده اودخوړو په وخت کې دانسان  اشتها کې را پاروي . دښونو ( زیتونو) ّ نه په صابونو نو او دمخ په کریمونوکې هم ګټه  اخیستل کیږي .

له نېکه مرغه په افغانستان کې د ننګرهار ولایت دهډې او غازي آباد په فارمونو کې دښوونو( زیتونو) ډیر ې ونې  شته او دجلال آباد په ښارکې دښوونو ( زیتونو) داچارو دجوړولوفابریکه هم شته چې هرکال دښوونو (زیتونو ) نه ډیر اچار تولیدوي.

ما له نن شل کلونه وړاندې په پردیسۍ کې  د خپل کور په انګړ کې دښوونو  څو نیالګي کښینول چې اوس په غټوونو بدل شوي دي خو رنګ یې تور دی او هرکال یې  دجون په میاشت کې حا صلات ټولوم او ترې اچار جوړوم .

باید زیاته کړم چې په نړۍ کې دښوونو(زیتونو )دونې ښاخ دسولې سمبول هم ګڼل شوی دی اودملګرو ملتونو (United Nations) د بیرغ په نښان  کې هم دزیتونو ښاخونه دسولې دسمبول په توګه  کښل شوي دي .

 

لطیف یاد

Related Articles

Oct 24, 2021
3,243 views

د سټریس (فشار) د کمولو څو بېړنۍ لارې!

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د سټریس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دي.  يواځینی کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر کيږي بايد د سټریس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو.  لومړی ـ شوخي او خوشالي شوخي د سټریس د ک...

Aug 19, 2021
3,497 views

د مرکې ډولونه

د مرکې لپاره باید لاندې اړین ټکي په نظر کې ونيسو، چې مرکه مو سمه او کامله واوسي. ۱: مرکه د څه لپاره؟ یعنې د مرکې موخه څه شی ده، نو ددې لپاره له ځان څخه هغه شپـږ اساسي پوښتنې کوو، کومې چې مونږ مخکې درسونو کې لوستې دي لکه؛ څه شی؟ ولې؟ څنګه؟ کله؟ چېرته...

Jan 18, 2021
2,639 views

له ګاونډیانو سره په اړيکه کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی موږ ټول انسانان ټولنيز ژوند لرو؛ پخپل ورځني ژوند کې تل له نورو سره په اړيکه کې یو. په کورنۍ، کلي، ولسوالۍ، ولایت، کارځای، مکتب، پوهنتون او ګڼو نورو ځایونو کې اړ یو، چې خبرې وکړو او اړيکې وپالو. یو له هغو خلکو سره چې موږ ورسره ډې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,745 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,031 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...