څنګه د وېښتانو د خرابېدو څخه مخنیوی وکړو؟

i
imranghani
Author
Sep 05, 2021
4 years ago
3,747 views
څنګه د وېښتانو د خرابېدو څخه مخنیوی وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د وېښتانو له خرابېدو څخه مخینوی وکړو؟

 

الله ﷻ انسانان په خپل قدرت سره ډېر ښایسته پیدا کړي دي، د بدن هر غړی یې په دې ښایست کې ونډه لري لکه لاس، پښې، سترګې، خوله او داسې نور، د دې ټولو ترڅنګ وېښتان د انسانانو په ښکلا کې تر ټولو مهم توک دی، هغه کسان چې ډېر وېښتان لري، د هغو کسانو په پرتله چې وېښتان یې لږ دي، څو برابره ښایسته ښکاري، په ځینو ټولنو لکه افغانستان کې خو بیا اوږده، تور او ښایسته وېښتان د ښکلا معیار دی. 

خو د وېښتانو خرابوالی هغه ستونزه ده چې نه یوازې نارینه بلکې ښځینه هم پرې اخته دي، دا ستونزه په دې وخت کې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده، موږ په دې لیکنه کې د وېښتانو د خرابېدو د مخنیوي لپاره څو اړینې حللارې په لنډو ټکو کې تشریح کوو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. هر ورځ د وېښتانو وینځل

حضرت مُحَمَّد  ﷺ فرمایي: نظافت یا پاکي د ایمان یوه برخه ده. هر هغه څه چې د الله ﷻ له خوا پر بنده ګانو فرض او لازم شوي، یو حکمت او خیر پکې دی، د هغوی له ډلې یو هم د وېښتانو ساتل دي هره ورځ حمام کول د دې لامل کېږي چې زموږ د وېښتانو د خرابېدو مخه ونیول شي، ترڅنګ یې ښایسته او جلادار وېښتان ولرو.  

 

 ۲. له ښې شامپو څخه ګټه اخیستل

موږ چې کله له بازار څخه سودا اخلو باید دا په یاد ولرو، هغه توکي د ځان او کورنۍ لپاره واخلو چې موږ ته ګټه ولري نه زیان، خو ځینې داسې کسان هم شته چې د پیسو د نشتون له کبله ارزانه شیان اخلي، په پای کې د سر د پوستکي او وېښتانو د خرابېدو سره مخ کېږي.

 

۳. د رنګ څخه ګټه مه اخلئ!

الله ﷻ چې کوم طبیعي شیان خپلو بنده ګانو ته ورکړي، لکه تور ویښتان، اوږده باڼه او داسې نور، د انسان ښایست یې دوه برابره کړی، خو د مصنوعي شیانو کارول لکه، د وېښتانو رنګ، د برقي اوتو په مرسته د وېښتانو ښویول، یا برعکس حلقه کول یې، د ژېل څخه ګټه اخیستل او داسې نور دا ټول د وېښتانو لپاره زیان لري او د وېښتانو د طبیعي ښکلا د له منځه تلو لامل کېږي.

 

۴. د پروټین لروونکو خوړو خوړل 

پروټین لروونکي خواړه لکه لوبیا، نخود، غوښه او داسې نور هغه خواړه دي، چې د وېښتانو د پیاوړتیا لپاره اړین دي په بدن کې د پروټین کموالی د وېښتانو د نري کېدو او ماتېدو لامل کېږي، د وخت په تېرېدو سره د انسان نیم ښایست یعنې وېښتان خرابوي، نو د پروټین لروونکو خوړو خوړل اړین او لازمي دي.

 

۵. منظم، پر وخت او ښه خوراک

هغه کسان چې ښایسته وېښتان لري له داسې خوړو نه ګټه اخلي، چې د وېښتانو لپاره ګټور وي لکه: د کبانو غوښه، هګۍ، سابه، ځینې مېوې او داسې نور دا خواړه د بي، اې او ډي وېټامینونو لروونکي خواړه دي چې د وېښتانو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره یې خوړل اړین دي. 

 

۶. د پیازو اوبه

هغه کسان چې د وېښتانو له خرابېدو څخه شکایت کوي تر ټولو غوره حللاره یې وېښتان د پیازو په اوبو وینځل دي، د پیازو اوبه په کم وخت کې د انسان وېښته ډېر او ښایسته کوي.

 

۷. د زیتون له غوړیو څخه ګټه اخیستل 

د وېښتانو وچوالی هم وېښتان خرابوي، د دې لپاره چې خپل وېښتان له خرابېدو څخه وژغورئ، د شپې یې د زیتون په غوړیو غوړ او درې، څلور دقیقې ماساژ ورکړئ، سبا یې ووینځئ. تاسې به یې ډېر ژر مثبتې پایلې ووینئ.

د دې ټولو سره سره داسې نور کارونو هم شته چې زموږ وېښتان له خرابېدو څخه ژغوري لکه، وېښتان باید پرېږدو چې خپله وچ شي یعنې د وېښتانو د وچولو لپاره له کوم ماشین څخه ګټه وانه خلو، له نرم برس څخه ګټه واخلو، هره ورځ باید خپل وېښتان ږمنځ کړو، په بهر کې له دستمال یا خولۍ او ټېکري څخه

 ګټه واخلو، ځکه خاورې او دوړې هم د وېښتانو د خرابېدو لامل کېږي.

Related Articles

Jul 08, 2020
3,440 views

ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

ځينې خلك  خوښوي چې پلان جوړ كړي تر هغه زيات څه وكړي چې وخت اجازه ور كوي. ځينې خلك په دې كې ناكامه كيږي چې ناممكنه هدفونو ته ورسيږي خو زه په دې باور يمه چې هر كار ممكنه دى او كيږي. د خوشبينۍ له پاره ډير كلاسيك تعريف چې شوى هغه دا دى چې خوشبيني هغه باو...

Jul 08, 2020
4,036 views

د لېکوالۍ خنډونه کوم دي او څه ډول یې له منځه یوسو؟

خامخا به مو اړتیا پیدا کړې وي چې وغواړي څه ولیکئ، خو کله چې قلم اخلئ یا د خپل کمپیوتر شاته کینئ، نو له تاسو به لاره ورکه شي، داسې چې ذهن به مو هیڅ کار نه کوي ګنګس کیږئ او هر څومره چې هڅه کوئ، لاره نشئ پیدا کولای. کیدای شی له څو حالتو سره مخ شیئ: یا ب...

Jul 08, 2020
2,979 views

تاريخ څه ته وايې؟

تاريخ څه ته وايې؟د تاريخ کلمه لاتيني ريښه لري. د لومړي ځل له پاره د هرودت ( د تاریخ پلار ) له خوا وکارول شوه. معنا يې د تيرو پيښو څيړنه او سپړنه ده. په همدې توګه تاریخ د بشري پيښو مجموعي ته هم وايي. په بل عبارت تاريخ د تيرو پيښو يادول او یا د تیرو خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,526 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,102 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,895 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...