To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,881
ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

ځينې خلك  خوښوي چې پلان جوړ كړي تر هغه زيات څه وكړي چې وخت اجازه ور كوي. ځينې خلك په دې كې ناكامه كيږي چې ناممكنه هدفونو ته ورسيږي خو زه په دې باور يمه چې هر كار ممكنه دى او كيږي. د خوشبينۍ له پاره ډير كلاسيك تعريف چې شوى هغه دا دى چې خوشبيني هغه باور دى چې تا ته ښه راتلونكى په مخ كې دى او پر مشكلاتو د بريالي كيدو له پاره ډير لږ وخت پاتې دى .

په يوې مطالعې كې چې پر ځوانانو تر سره شوه ، د روانشناسۍ معايناتو وښودله چې د دريرشو كلونو په دوران كې هغه كسان ډير د مرګ سره مخامخ شول چې بدبين ول، خو برعكس يې هغه كسان چې خوشبينه ول هغوى ډير ژوند وكړ او له دې وجې د دوى تمايل د ژوند سره ډير و نو خپل صحت ته يې هم توجه كوله او صحت مند پاته شول .

د نورو پر خلاف تر اوسه پورې زه توانيدلې يم چې خپله خوشبيني ښكاره كړم ، نو ويلى شم چې په دې برخې كې ډير قوې دي چې په هيواد او نړۍ كې شته چې ډيرې ګرمې خوشبينۍ هم د ځان خواته را ماتې كړم . زه يوه ريالسته يم چې وروسته له ډير كاره پر ځينو شيانو برلاسې شوم لكه د اقتصادي نا انډولتيا په برخې كې ، جنګونو او د تاريخ نه د زده كړې په برخې كې  ، څو زموږ په ليونۍ ټولنې كې د ښځو د حقونو له پاره لاسته را وړنې ولرم او دا كار د اكاډميكو لارو څخه وكړم چې د دوى حقونه تثبيت كړم .

.كله چې مې دا هر څه وليدل زه دې نتيجې ته ورسيدم چې دا به ډيره خوشالوونكې وي چې موږ د ژوند روښانه برخو ته وګورو، په اصطلاح د نيم ډك ګيلاس نظر خپل كړو او دا ووايو چې اخير به پر مشكلاتو غالبه كيږو .

د مورفي د قانون له مخې هر هغه شى چې كولى شي ناسمې خواته لاړ شي ، اخير خرابيږي ، دا قانون د خوشبينۍ ضد دى . هغه كتاب چې د مورفي قانون يې رد كړى ، په هغه كې د روانشناسۍ پروفيسره په كنتاكي پوهنتون كې سوزان سي وايي : خوشبيني يوازې دا نه ده چې ته مثبت و اوسې بلكې خوشبيني دا هم ده چې متحرك و اوسې اويو كار ته شله و اوسې.

ډاكټر سيګرسټروم او نورو څيړونكو موندلې هغه كسان چې په مقاومت لويږي ، دوى  له مشكلو حالاتو څخه په څنګ تيريږي خو تر دوى  خوشبينه كسان بيا د مشكلاتو سره ځان لاس وګريوان كوي .  دوى د خپل عمل له پاره پلان جوړوي د نورو څخه مشورې اخلي او ډير تمركز يې د مشلاتو پر حل لارو يي . كله چې مې خاوند كاملا بدبينانه وويل دا به هيڅكله ونه شي ، زه په دې لټه كې شوم يو بل نظر ولټوم او سخت كار وكړم خو په اخير كې زه مجبوره شوم چې ور سره موافقه شم چې ته پر حقه يې.

ډاكټر سګرسټروم ليكلي دي چې كله د نا كنټروله سټرېس ايجادوونكو سره مخ شو، نو خوشبيني مو په طبيعي منابعو پورې ارتباط لري چې څنګه عكس العمل وښودل شي ، د مثال په ډول د يوه حالت څخه د ښې پايلې د راوتلو انتظار يا هم يوه پيښه داسې استعمالول چې يو څوك په كې مثبت ظهور وكړي .

كله چې شپاړس كلنه وم مور مې د سرطان له وجې مړه شوه ، سره له دې چې زه غمجنه  وم چې هغه مې د مرګ ژغورلې واى او زما سره واى خو دا كار نه كيدى نو ما د دې قيمت د پوره كولو  له پاره تجربه لاس ته راوړه . ما زده كړل كه زه همداسې و اوسم نو هره ورځ به داسې تيروم چې دا مې اخيره ده خو دا حالت هلته سمې خواته واوښت چې ما خپله اينده را ونيوله .

ما د ژوند د اوريځو غوندې خبرې شاته پريښودې او مستقيما د ژوند كولو د نظريې خواته راغلم چې همدې هدف ته وهم رسيدم ، ما درك كړه كه چيرې ما په اول كې يو بد هدف هم ځانته ټاكلى واى نو اوس به ور رسيدلې واى .

كله چې ما په څلرويشت كلنۍ كې د نيويارك ټايمز د ساينسي ليكنو له پاره درخواست وكړ نو هلته مركه كوونكي راته وويل چې يوازې دوه كاله وروسته به له دغې دندې ايسته شې ، ځكه نو ما هغوى ته وويل چې كه ما دغه كار نه شواى كولى نو زه به دلته اوس ستا سره په انټرويو كې نه واى.

زه په هغه ډول چې دوى غوښتل ور سره پاتې شوم او وروسته تر دوه كلن كار ورنه لاړم . د كله نه چې زما شوق د څيړونو او د مطالبو د ليكلو سره پيدا شوى و او هغه هم له دې له پاره چې دا كار كولى شم ، د خلكو سره مرسته وكړم چې په ساينس وپوهيږي او د طب سره اشنا شي ، زه  خپلو اهدافو ته په تمركز سره له داسې مخ پروړاندې پرمختګونو سره مخ شوم چې په اخير كې ايډيټره شوم.

څيړنو څرګنده كړې چې د خوشبينې سره د شوق په برخې كې ځينې جينونه قوي ښكيل دي . په  مغزو كې نيوروټرانسميټرونه حكومت كوي او داسې لكه يو څوك چې پر چا قانون پلى كوي .هغه پلرونه چې اولادونه يې پر ځان متكي وي او پر خپل نفس اعتماد ولري ، دوى له ځانه د اعتراض ټكي لرې كوي چې بيا سزا ونه ويني ، حال دا چې غير متكي اولادونه  ممكن د تشويق سره يو ښه حالت ته ور سيږي .

د ښې رهنمايۍ سره ډير ځوانان كولى شي چې د خوشباورۍ نښې زده كړي . ډاكټر سيګرسټروم او نورو څيړونكو دا موندلې چې تاسو نوټ كړئ چې تر فكر ژر تاسو د يو چا عادت ته تغير وركولى شئ .  هغه د مشهورې وينا څخه اجتناب كوي چې وايي تشويش مه كوئ ، خوشاله اوسئ ، پر ځاى يې دا د روانشاسۍ د عادت بدلولو تداوي غوره بولي . دى وايي : لومړى اقدام وكړه چې ښه احساس تعقيب كړې .  لكه هغه چې په خپل كتاب كې ذكر كړي : ويې پيچه څو يې زده كړې . هغې ليكلي : خلك كولى شي چې ډيره خوشبيني له دې زده كړي چې داسې  عمل وكړي چې د خوشبينۍ وي  .

د دې مانا دا ده چې ډير متعاهد اوسه او مقاومت كوه د خپلو اهدافو د رسيدلو له پاره . كه چيرې ته ډير خوشبين يې نو ته داسې خپل كوښښونه جاري وساته چې پر ځاى د دې چې اولينه ماته احساس كړې ، ته بايد خپله كاميابي تر توقع دې زياته وګڼې . هغه كاږي كه چيرې خاص حمايت ته نه يې رسيدلى دا كولى شي چې تا سره دومره مرسته وكړي چې يوه مثبته تجربه زده كړې او د ځانه سره دا پيشنهاد كړې چې په راتلونكي كې به د داسې مشكل له پاره نوې لار پيدا كوم  . د خوشبينه كيدو له پاره اسانه لاره دا ده چې خپلو افكارو ته شكل ور كړو .

خپلو افكارو ته شكل ور كول څنګه ور كوو؟

دا مهمه ده چې موږ د مثبت فكر قوت رد نه كړو ، ډاكټر سيګرسټروم او د مايو تحقيق كوونكي په دې نظر دي چې د هرې ورځې په پاى كې موږ څو شيبې دې ته ور كړو چې د ورځې درې مثبت شيان وليكو او خپله ورځ په خوشالوونكو شيانو سره پاى ته ورسوو .

د مايو تحقيق كوونكو دا خاص وړانديز كړى دى چې د ځان سره د منفي خبرو كولو عادت له ځانه لرې كړئ . د دې پر ځاى چې د ناكامۍ خواته مو توجه وي د يو شي يا كار مثبتې خواوې ولټوئ .

زه چې كله په كالج كې وم نو ډيره سخته مطالعه مې كوله او په دې مې عقيده وه چې زه به په امتحان كې ښه يم نو ځكه مې وروسته يو ډول پيشبيني كولى شوه چې په امتحان كې به مې نومرې څومره وي  . بغير له دې چې د خپل كار كولو طبعې ته وګورئ ، ځينې شخصې منظرې پيدا كړئ چې كار وكولى شئ . كه چيرې تاسو د خپل كور انګړ هم پاكوئ نو يوه شيبه ورته په خوښۍ ودريږئ او د ځانه سره په خوشالۍ وواياست چې څومره پاك او ښكلى ښكاري .

خپله شاوخوا په مثبت فكر او خوشبينو ملګرو چاپيره كړئ. ليكن باخبره اوسئ چې كه چيرې تاسو په مزمن ډول منفي فكر لرونكي ياست او هميشه د يو شي تياره خوا لټوئ نو په داسې وخت كې به اخر ستاسو څخه مثبت ليد كډه وكړي .

پر هغو حالاتو تمركز وكړئ چې تاسو يې كنټرولولى شئ نه هغه چې په كنټرول كې مو نه  دي. زه دا وړانديز كوم چې خپله رايه ، خپلې پيسې او خپل جسماني قوت وكاروئ چې دا د يو ښه شخصيت جوړولو له پاره ټاكونكي دي .

Related Articles

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!   ـ ګرامر څه ته وايي؟  ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟ ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟  ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟...

خوب لیدل

لیکنه ـ وړانګه اکبر خوب لیدل د خیالونو، احساساتو او اندونو یو تسلسل دی چې معمولا د خوب په ځینو مرحلو کې په غیر ارادي ډول په ذهن کې پېښېږي. انسانان هره شپه دوه ساعته د خوب په لیدو تېروي او هر خوب شاوخوا له ۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې وخت نیسي. د تاریخونو له پیله، د خوب لیدل ټولو انسانانو ته یو زړه راښکونکې موضوع ده. لکه څنګه چې د خوب لیدل ډېر روښانه وي...

خوندور افغاني خواړه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خواړه د انساني ژوند د بقا لپاره خورا اړین بلل کېږي، چې بېلابېل ډولونه لري. ځينې خوراکونه د نړۍ په سطحه پېژندل شوې وي او هر چېرې یې موندلای شو؛ مګر ځينې نور بیا په سیمه ييزه کچه موجود وي، چې د هیوادونو او محلي سیمو ځانګړې خواړه بلل کېږي. په افغانستان کې هم د خوړو ګڼ شمېر محلي ډولونه موندلای شو، چې د ښه خوند ترڅنګ د چمتو کولو جال...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...