To start downloading books

Please sign in or create an account.

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو.

آیا کولای شئ د هغه کتاب نوم راته واخلئ، چې په وروستي ځل مو لوستی!؟ که د کتاب نوم مو په یاد نه وي او یا هم په نوم یې شکمن یئ، نو پوه شئ چې د مطالعې خاص مینه وال نه یئ. د مطالعې مینه وال د هر کتاب نوم او د لوستلو وخت په یاد لري. که تاسو هم غواړئ مطالعه خپل ورځنی عادت وګرځوئ، نو لاندې لارښوونې تعقیب کړئ. 

۱ ـ د مطالعې په ارزښت پوه شئ!

هر کله چې کوم څیز زموږ لپاره ارزښتناک وي، نو تل ورته فکر کوو او د ترلاسه کولو په هڅه کې یې یو. نو ځکه خو تاسو هم باید د مطالعې ارزښت ته قایل شئ. 

مطالعه تاسو ته د تفکر قوت درکوي؛ همدارنګه کله چې تاسو وینا کوئ، خلک به ستاسو د خبرو تر اغېر لاندې راځي. ځکه چې تاسو به له وړاندې ډېر معلومات ولرئ، چې لوستونکي پرې متأثره کړئ. ګڼې نورې ګټې هم لري. خو موږ له تاسو یوه غوښتنه لرو، لومړی پر خپل ذهن او زړه دا ومنئ چې مطالعه ستاسو د پرمختګ لپاره ډېره اړينه ده.

۲ ـ هره ورځ کتاب ولولئ!

دا ډېر عجیبه تمرین دی. موږ غواړو تاسو روږدي کړو، البته مثبت روږدي؛ تاسو به په دې تمرین سره د کتابونو په مطالعې روږدي شئ او تل به هڅه کوئ چې یو څه ولولئ. که کومه ورځ مو مطالعه و نه کړه نو حتما به د خفګان او زړه تنګۍ احساس لرئ. 

دا تمرین يوويشت ورځې په بر کې نيسي. تاسو لومړی درې ورځې اړ یئ، چې ۵ دقیقې مطالعه وکړئ. ورپسې درې ورځې دغه دقیقې ۱۰ ته لوړ کړئ. له شپږو ورځو وروسته ستاسو د ورځني مطالعې وخت باید ۲۰ دقیقو ته پورته شي، چې دې کار ته شپږ ورځې دوام ورکړئ. په دې توګه ستاسو ۱۲ ورځې تېرې شي.  له دې وروسته د مطالعې موده مو ۴۰ دقیقو ته پورته کړئ. دا چاره ۳ ورځې تکرار کړئ. له دې وروسته پاتې ۷ ورځې باید هره ورځ یو ـ یو ساعت مطالعه وکړئ. په دې توګه تاسو په ۲۱ ورځو کې له مطالعې سره په بشپړ ډول عادت کېږئ. خو په دې شرط چې پورته ذکر شوي ټول موارد تطبیق کړئ.

۳ ـ د خپلې خوښې کتابونه انتخاب کړئ!

تاسو د پورتني تمرین په جریان کې باید خپل د خوښې کتابونه وټاکئ. مثلا تاسو له کیسه لوستلو سره مینه او علاقه لرئ نو تاسو لپاره بهترین انتخاب ناولونه او نورې کیسې دي. همدارنګه که له هر مسلک او کتاب سره مینه لرئ هماغه وټاکئ. په دې توګه تاسو د مطالعې په وخت کې نه زړه تنګي کېږئ.

ځینې خلک ځکه مطالعه په نیمه کې پرېږدي، چې کتاب یې په ذوق برابر نه وي. تاسو داسې مه کوئ. لومړی د خپل ذوق سره سم کتابونه مطالعه کړئ. وروسته بیا هر ډول کتاب مطالعه کولای شئ!

۴ ـ تل له ځان سره کتاب ولرئ!

لکه څنګه چې تل د موبایل، ګوشکۍ او پیسو په فکر کې یئ او له ځان سره یې ګرځوئ همداسې باید کتاب ته هم توجه وکړئ.

کېدای شي تاسو د ورځې په اوږدو کې اړ شئ، چې چاته او یا هم کوم څه ته متظر پاتې شئ نو په موبایل کې د ځان مصروفولو پر ځای مطالعه وکړئ. 

۵ ـ فهرست ولرئ!

که حقیقت ومنو کتابونه ډېر زیات دي خو ښه کتابونه بیا دومره ډېر نه دي. تاسو هڅه وکړئ د ښو کتابونو په اړه پوه شئ او یو لیست جوړ کړئ. 

د لیست ګټه دا ده، چې تاسو پوهېږئ څومره کتابونه باید تاسو ولولئ. په میلینونو کتابونو کې د ښو کتابونو لوستل رښتيا هم ځانګړی خوند لري.

د ښو کتابونو په اړه د پوهېدو لپاره د مطالعې له خاوندانو پوښتلای شئ. ډېر امکان شته چې تر ټولو غوره کتابونه درته وړانديز کړي. 

۶ ـ نورو ته کتاب وپېژنئ!

هرکله چې تاسو کوم کتاب لولئ په ټولو خواوو یې ځان پوه کړئ او بیا یې له خپلو ملګرو سره شریک کړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو به تل هڅه کوئ، چې نوي کتابونه ولولئ او نورو ته یې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړئ. که دا کار تکرار کړئ نو همېشه به د نويو کتابونو په لټه کې یئ او مطالعه کوئ به.

Related Articles

د ګلپپانو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ګلپيان د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه دي، چې د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د ګلپي په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.  لومړی| غذايي ارزښت د سبزيجاتو، مېوو او خوړو چې څومره غذايي ارزښت لوړ وي هومره یې بدن ته ډېره ګټه رسېږي. په دې معنا چې د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي؛ نو په همدې خاطر وړاندې له دې چې د ګ...

مصنوعي زلزله

مصنوعي زلزلهHigh-frequency Active Auroral Research Program (HAARP) مصنوعي زلزلهليکوال: نعمت‌الله حنیف  مصنوعي زلزله يا هارپ يوه څېړنيزه پروژه ده، چې پۀ ظاهره د راډيويي څپو پر مټ د ايونوسفير او ځمکې لاندې کانونو د مطالعې لپاره تاسيس شوې ده، خو د جګړې ماهرين يې د جګړې د يوې نوې او پرمختللې وسیلې پۀ توګه کاروي. (توضيح: هغه جګړه، چې يو لوری د ليزر،...

یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې

د یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې!ژباړه: طارق تسل۱. خلکو ته دوهم چانس هم ورکړئ! خو درېیم بیا مه ورکوئ!۲. کله چې درته شک پیدا شو؛ د تحقیق لپاره یو بل قدم هم پورته کړئ!۳. پر خلکو رشخند مه وهئ!۴. د ژوند ملګری/ملګرې په ډېر پام سره وټاکئ! ځکه چې دې پرېکړې پورې ستاسې غم او خوښي تړلې ده.۵. له خپلې ګټې څخه زیاتې پېسې مه مصرفوئ!۶. زاړه پلونه مو مه ورانوئ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...