To start downloading books

Please sign in or create an account.

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!

 

  • ـ ګرامر څه ته وايي؟ 
  • ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟
  • ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟ 
  • ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟

 

ګرامر څه ته وايي؟

ګرامر د انګلېسي ژبې کلمه ده، چې په کره پښتو کې ورته "پښویه" وايي. په فارسی ـ دری کې یې "دستور زبان" بولي. همداسې په ګڼو نورو ژبو کې ورته ځانګړې کلمې کارول کېږي؛ خو موږ باید تر هر څه لومړی د ګرامر سم تعریف زده کړو. پر دې باید پوه شو، چې ګرامر یعنې څه؟

تاسو به هم د ګرامر لنډ تعریف داسې لوستی وي، چې "ګرامر د ژبې کلي ده." 

مګر که غواړو، په سمه توګه د ګرامر مفهوم درک کړو، نو مهمه ده، چې یو جامع پېژند (تعریف) زده کړو. د ګرامر ټولمنلی پېژند داسې دی، چې "په علمي توګه د یوې ژبې شرحې ته پښویه (ګرامر) وايي."

 

ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟

وړاندې له دې چې ددې پوښتنې ځواب ولولئ، لومړی خپله هم فکر وکړئ او ځواب ووايئ! 

عام ګمان دا دی، چې ژبه د ګرامر تابع ده. هر څه چې ګرامر وايي، ژبه باید هماغه ومني؛ خو دا فکر ناسم دی. منطقي خبره دا ده، چې ګرامر د ژبې تابع دی. ځکه تر هرڅه لومړی ژبه رامنځته کېږي، وروسته ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو ګرامر لیکلي. 

هڅه کوم، ددې خبرې د اثبات لپاره یو ساده مثال راوړم. که ژبه د ګرامر تابع وای، نو نالوستو کسانو به خبرې نه شوای کولای. ځکه چې مجبوراً ټولو کسانو ګرامر لوستی وای ترڅو خبرې کول پرې زده کړي. مګر که خپلې ټولنې ته ځير شو، وینو چې نالوستي کسان هم خبرې کولای شي، ګرامري نقطې مراعتوي، همدارنګه د ژبې پر جوړښت پوهېږي. 

دا به ومنو، چې لوستو کسانو به د ګرامر درسونه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ترلاسه کړي وي؛ مګر هغه شپون چې ټول عمر یې په غرو ـ رغو کې تېر شو، هېڅ ښوونځی یې و نه لیده،  لیک او لوست یې نه ده زده، نوموړي د ګرامر لوست له کومه ترلاسه کړ؟ ځکه هغوی تر ټولو سوچه او په ګرامري لحاظ سمه او برابره پښتو وايي.

نو لنډه دا چې ګرامر د ژبې تابع دی. لومړی ژبه ایجادېږي. ورپسې ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو د اړوندې ژبې ګرامر لیکي.

 

ګرامر ولې لیکل کېږي؟

که پورته موضوعات مو سم درک کړې وي، نو حتما به پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې د ګرامر لیکلو اړتيا څه ده؟

رښتيا هم د ژبې اصلي ویونکي ګرامر ته ډېره اړتيا نه لري؛ خو د بلې ژبې ويونکي، چې غواړي ژبه زده کړي نو مجبور دي، ترڅو د ژبې پر جوړښت پوه شي او د ژبې جوړښت په ګرامر کې شرحه شوې وي.

همدارنګه د ګرامر په واسطه، د ژبې اصلي ویونکي هم په ژبه کې له خپلسریو  او انحرافاتو منع کېږي. مجبور دي، چې ګرامري قواعد ومني.

 

په ګرامر کې کوم مسایل لوستل کېږي؟

ګرامر د تشریحي ژبپوهنې اړوند مبحث دی؛ په دې کې د ژبې فونولوژي، مورفولوژي او نحوه لوستل کېږي. یا په عامه اصطلاح، په ګرامر کې د یوې ژبې پر غږونو، کلمو او جملو بحث کېږي. په راتلونکو لیکنو کې به د پښتو ژبې د ګرامر اړوند نور مسایل هم شرحه شي.

ددې لړۍ د دوام په هکله خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls): 

د دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls):  ٠ ځینې دوستان شاید د دیوالونه په پیژندنه او د هغه اړونده کارونې په ځاي کې ستونزې ولري نو په همدې خاطر نن د دیوالو په ځینو مهمو ډولونو باندې رڼا اچوو چې ځینې مهم ډولونه یې په لاندې ډول سره دي:  1- (Retaining Wall):  2- (Breast Wall):  3- (Protection Wall):  4- (Parapet Wall):  5- (Return Wall): ...

د قرشي کانال – Karshi Canal :

د قرشي کانال – Karshi Canal :دا کانال د ترکمنستان په خاوره کې له آمو سیند په کال کې ۴.۱۹ میلیارد متر مکعبه اوبه اخلي او د ازبکستان قرشي سیمې ته چې ۱۵۳ متره لوړه ده د مسلسلو پمپونو په مرسته لېږدوي. په پورتنۍ برخه کې یې د اوبو لویه زېرمه جوړه کړې تر څو اوبه زېرمه کړي.بیا له هغې وروسته نور پمپونه دا اوبه د کشکه سیند [Kashkadarya] ته لېږدوي چې د کرنې ل...

د سپټمبر په یوولسمه څه وشول؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی له نن څخه شل کال وړاندې پر همدې ورځ (د سپټمبر یوولسمه) د امریکا پر لوی سوداګریز مارکېټ برېدونه وشول. په کومو برېدونه کې چې څه کم "۳۰۰۰" تنه ووژل شول. له دې پېښې وروسته امریکا او ناټو ځواکونه په ګډه پر افغانستان یرغل وکړ او دا چاره د شلو کلونو لپاره په دې هېواد کې ددوی پر ښکېلتیا تمامه شوه. په دې لیکنه کې د همدې پېښې بشپړ داستان...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...