څو جملې څو کتابه (۴)

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 11, 2021
4 years ago
3,284 views
څو جملې څو کتابه (۴)

انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، همدارنګه د مېرویس نېکه فکر ته د هغې د مور څو جملو بدلون ورکړ او خلک یې له ظلم وژغورل، د مېوند بایللې جګړه د ملالې یوې ټپې وګټله. نو څه فکر کوئ؟ الفاظ، کلمې او ویناوې څومره زورورې دي. 

د کتابتون ویبسايټ ددې لړۍ موخه همدا ده، چې تاسو ته انګېزه ورکوونکي ویناوې برابرې کړي. تاسو هڅه وکړئ، چې هره وینا بار ـ بار ولولئ او ژور فکر وکړئ. کېدای شي یوه جمله ستاسو د ژوند مسیر مثبت لوري ته بدل کړي.

د همداسې ویناوو په جریان کې نن به د پرتګالي ژبې نوموتي لیکوال پاولو کوئيلو (Paolo Coelho) په ویناوو کې د ژوند درس مومئ او خپل مسیر به ټاکئ. 

 

څو جملې څو کتابه

  • څوک چې زما لپاره غلا کوي، کېدای شي له ما څخه یې هم وکړي.
  • په نړۍ کې هېڅ شی په بشپړ ډول ناسم نه دی. آن له کاره لویدلی ساعت هم په ورځ او شپه کې دوه وارې سم وي.
  • د ژوند راز دا دی، چې که اووه ځله ولوېږې اته ځلې پاڅېږې.
  • موږ د ژوند بې معنی والی، پړه له خپل ځان پرته پر بل چا نه شو اچولی.
  • زړور اوسه! خطر ومنه! هېڅ شی د تجربې ځای نه شي نیولای.
  • ډارن خلک نه ماتې خوري نه بریالي کېږي.
  • که غواړې بریالی شې، نو یا قانون ته درنښت وکړه. هېڅکله ځان ته دروغ مه وایه!
  • ته به یوازې یو ځل ژوند وکړې، نو د خپل ځان لپاره یې وکړه. مهمه نه ده، چې نور خلک څه فکر کوي.
  • که چېرې له خپل تېر ژوند ناراضه وې، ټوله ماضي هېره کړه. نوې کیسه جوړه کړه او پر هغو باور ولره.
  • د یوه بل ګام اخیستلو لپاره همېشه لږ لېونتوب پکار دی.
  • حقیقت هغه مهال خپلواکي درکوي، چې حقیقت وپېژنې.

پورتنۍ ویناوې د یو داسې انسان دي، چې آثار یې د نړۍ شپږپنځوس ژبو ته ژباړل شوي دي. د "کیمیاګر" په څېر مشهور آثار یې پنځولي. نوموړی له موږ ډېر عمر لري. داسې انسان چې ژوند یې تجربه کړی او پر ډېرو رموزو یې پوه شوی دی. تاسو ته د کوئيلو کومه وینا ډېر په زړه پورې وه؟

Related Articles

Mar 18, 2021
1,454 views

قبیله تراشی

قبیله تراشی مصطفی عمرزی در هرج و مرجی که افغان ستیزان را در بر گرفته اند، رسانه های خارجی نیز شامل اند. چون قسم معمول، مربوط مریضان «ایران شهری» می شود، می توان رد مجوسان/ فارس های ایرانی را هم یافت که با ناقلین آسیای میانه در افغانستان، ماتم گرفته...

Jun 02, 2023
1,180 views

سفارشنامه یا ریکمندیشن لیتر برای بورسیه های تحصیلی چیست؟

سفارشنامه یا ریکمندیشن لیتر برای بورسیه های تحصیلی چیست؟What is an academic Letter of Recommendation / Reference Letter? سفارش نامه یک بخش مهم درخواست (اپلیکیشن) بورسیه ها و برنامه های ماستری و دوکتورا را تشکیل می دهد. سفارشنامه حاوی معلومات از قبیل...

May 06, 2021
4,009 views

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟په علمي او تحقیقي مطالبو کې په متن کې دننه او د کتاب او مطلب په اخره کې ماخذونه او سرچینې څو ډوله لیکل کیږي؛ خو درې ډولونه یې مشهور او معیاري بلل کیږي:۱.اې پي اې- American Psychology Associatio...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,485 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,858 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...