To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,661
په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

May be an image of 1 person, outerwear and body of waterMay be an image of 1 person, outerwear and body of waterپه علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟
په علمي او تحقیقي مطالبو کې په متن کې دننه او د کتاب او مطلب په اخره کې ماخذونه او سرچینې څو ډوله لیکل کیږي؛ خو درې ډولونه یې مشهور او معیاري بلل کیږي:
۱.اې پي اې- American Psychology Association (APA)
۲.ام ال اې- Modern Language Association
۳. شیکاګو/ترابین- Chicago/Turabian
تر دې مخکې چې دا هر یو تشریح کړو، په دې غږیږو چې ولې په علمي او تحقیقي کارونو کې د ماخذونو او سرچینو کارول مهم دي؟ ځکه مهم دي:
۱. چې د هغو علمي‌ شخصیتونو او محقیقینو حق ادا شي چې په دغه برخه کې یې کار کړی دی. موږ په خپل متن او کتاب کې د هغوی د کتابونو او نومونو په یادولو سره هغوی ته د هغوی د علمي ابتګار او زیار امتیاز او حق ورکوو.
۲. دا د لپاره کوو چې لوستونکو ته ووایو زما د کتاب او متن خبرې یو علمي اساس او استناد لري. هوايي نه دي.
۳. تر ټولو مهمه یې دا چې په دې کار سره د ادبي غلا مخه نیسو. ادبي غلا دوه ډوله دي:‌
یو ډول یې دا دی چې د بل کس د علمي‌ تحقیق کمه او زیاته برخه د هغه له نوم یادولو پرته په خپل نوم خپره کړئ. بل ډول یې د لیکوال د فکر او نظر غلا ده، چې د یو چا علمي نظر او فکر په جلا الفاظو په خپل نوم خپور کړئ. په پرمختللیو هېوادونو کې دا ډول غلو ته سزا هم ورکول کیږي.
۴. موږ لوستونکو ته دا ثابتوو چې موږ د خپل علمي مطلب او تحقیق د لیکلو او بشپړولو لپاره څومره زیار ګاللی او څومره منابع او سرچینې مو پسې پلټلي دي.
۵. لوستونکو سره مرسته کوو که په دې اړوند نور معلومات غواړي، اصلي سرچینې دې ولټوي.
۶. دا یو نړیوال علمي اصل او معیار دی چې باید په پام کې وساتل شي.
په عمومي ډول د ماخذونو په کارولو کې د لیکوال نوم، د کتاب/مطلب د خپریدو تاریخ، د خپرېدو ځای او خپرندویې ټولنې نومونه لیکل کیږي. خو په ټولو کې یو ډول نه دي، دلته یې پوره تشریح کوو:
اې پي اې- American Psychology Association (APA)
د امریکا د روانشناسۍ ټولنه- د ماخذ او سرچینې کارولو دا میتود تر ډېره د پوهنې، روانشناسۍ او ساینس په علمي مطالبو کې کارول کیږي. په دې میتود کې په متن کې دننه چې سرچینه کاروئ، د لیکوال تخلص او د کتاب د چاپ کال لیکل کیږي او که مشخصآ کومه ډېره مهمه مسئله یادوئ، بیا د کتاب مخ او صفحې نمبر هم لیکل کیږي: (هاند، ۲۰۲۰، مخ ۱۲۰).
مستقیم قول: په دې میتود کې مستقیم قول په قوسونو/لیندیو کې دننه داسې لیکل کیږي: لیکوال وايي چې "د افغانستان کرکټ د یوشتمې پېړۍ یو ښکلی داستان دی" ( هاند، ۲۰۲۰ د صفحې نمبر).
غیر مستقیم قول: د کرکټ د تاریخ لیکوال هاند په دې باور دی چې په افغانستان کې د کرکټ چټک پرمختګ ډېر خلک حیران کړي او ډېرو ته یو په زړه پورې داستان دی (هاند۲۰۲۰).
په اې پي اې کې د غیر مستقیم قول بل ډول: د کرکټ د تاریخ لیکوال هاند (۲۰۲۰) وايي چې د افغانستان د کرکټ پرمختګ د روانې پېړۍ یو ښکلی داستان دی.
که لیکوالان دوه وو: بیا یې داسې ولیکئ: ( هاند او عابد ،۲۰۲۰).
که لیکوال له دوو زیات وو، بیا ماخد داسې ولیکئ : (هاند، عابد، حسن او اشنا، ۲۰۲۰).
که بیا په کتاب کې دا ماخذ بار بار کاروئ، ضرورت نلرئ چې هر ځل د ټولو لیکوالانو نومونه ولیکئ، ساده یې ولیکئ: ( هاند او نور.، ۲۰۲۰).
که له مطلب سره د لیکوال نوم نه وي، د ادارې نوم ورسره ولیکئ: ( کرکټ بورډ، ۲۰۲۰). که تاریخ ورسره نه و، ویې لیکئ چې تاریخ نلري.
په اې پي اې کې د کتاب په اخره کې ماخذونه او سرچینې (bibliography) څنګه لیکل کیږي؟
په دې ترتیب یې لیکو:
د لیکوال تخلص، د نوم اول حرف. د کتاب د چاپ تاریخ. د کتاب نوم. د کتاب د خپرېدو ځای: او خپرندویه ټولنه.
کتاب داسې لیکو:
هاند، ج. (۲۰۲۰). درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. کابل: سروش خپرندویه ټولنه.
انلاین ژورنال په دې ترتیب لیکو:
هاند، ج. (۲۰۲۰). د کرکټ تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. د کرکټ ژورنال، ۲ ګڼه،۶-۹ مخونه.
که د کتاب لیکوال دوه وي، بیا ریفرینس داسې لیکوو:
هاند، ج.، او ج، ه. (۲۰۲۰). درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. خوشحال خان مېنه، کابل: سروش خپرندویه ټولنه.
ام ال اې- د معاصرې ژبې ټولنه- Modern Language Association (MLA)
ام ال ای په علمي ډګر کې د ماخذ او سرچینې کارولو دویم مشهور میتود بلل کیږي. دا تر ډېره په بشري چارو کې په علمي او تحقیقي مطالبو کې کارول کیږي.
په ام ال اې کې په متن کې دننه په مستقیم قول (لیندیو) کې چې ماخذ لیکول، د لیکوال تخلص او د کتاب مخ لیکو.
په غیر مستقیم قول کې بیا په متن کې د ننه د لیکوال تخلص یادوو او د جملې په اخره کې د کتاب د صحفې نمبر لیکو. په ام ال اې کې په متن کې دننه د ماخذ او سرچینو کارولو کې دا میتود لږ اسان بلل کیږي.
مثالونه یې:
مستقیم قول: د افغانستان "کرکټ کرکټ د یوېشتمې پېړۍ یو ښکلی داستان دی" (هاند ۱۲۰).
غیر مستقیم قول: د هاند په باور د افغانستان کرکټ زموږ د عصر تر ټولو شیرین داستان دی (۶-۹).
په ام ال اې کې د کتاب په اخره کې ماخذونه او سرچینې (bibliography) څنګه لیکل کیږي؟
په دې ترتیب:
د لیکوال نوم او تخلص. د کتاب نوم. خپرندویه ټولنه، او د چاپ کال.
مثال یې:
هاند، جعفر. درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکت تاریخ. سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰.
په ام ال اې کې د ویبسایټ څخه د اخیستل شویو مقالو د لیکلو ترتیب:
د لیکوال تخلص، نوم. په قوسونو کې "د مطلب نوم: او عنوان. " میاشت، ورځ. کال، د مقالې لینک.
مثال یې:
هاند، جعفر. "د کرکت تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. " نومبر ۲۰. ۲۰۲۰، د مقالې لینک.
که سرچینه مو کوم چاپ شوی ژورنال وي، بیا داسې لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. په قوسونو "د مطلب نوم: او عنوان. " خپروونکې اداره، ګڼه. د ژورنال نمبر. میاشت.میاشت. کال، مخونه.
مثال یې:
هاند، جعفر. "د کرکت تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. " کرکټ بورډ، ګڼه. لسمه، نمبر. ۵. فبروري. ۲۰۲۰، مخونه. ۶-۶.
که سرچینه مو کېنډل (د کتاب لوستلو برېښنايي وسیله) وي، په دې ترتیب لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. د مطلب/کتاب نوم. خپرندویه ټولنه، کال. کېنډل. د مقالې لینک او ادرس.
مثال یې:
هاند، جعفر. د کرکت تاریخ. سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰. کېنډل. د مقالې لینک او ادرس.
شیکاګو/ترابین- Chicago/Turabian
په تحقیقي او علمي مقالو کې د نقل قول او سرچینو د کارولو درېیم میتود د شیکاګو دی ترابین هم بولي. دا د شلمې پېړۍ له پيل راهېسې د شیکاګو په پوهنتون کې کارول کیږي او تر ډېره په تجارتي، تاریخي، ادبیاتو او هنرونو په برخو کې ترې کار اخیستل کیږي.
په دې میتود کې په متن کې دننه د مستقیم او غیر مستقیم قول کې د لیکوال او کتاب ذکر نه کیږي. بلکې په ترتیب سره عدد لیکل کیږي، بیا د پاڼې په بیخ کې د عددونو په ترتیب سره د لیکوال او کتاب یادونه کیږي. البته ځینې لیکوالان د کار د اسانتیا لپاره په متن کې چې د ماخذ ښودلو لپاره عدد ولیکي،‌ بیا د پاڼې په بیخ کې یې یادونه نکوي او مستقیمآ د کتاب په اخره کې په ماخذونو کې لیکي.
په دې میتود کې مستقیم او غیر مستقیم قولونو کې ماخذ یو ډول لیکل کیږي.
مثال یې:
په متن کې نقل قول: په افغناستان کې د کرکټ‌پرمختګ د یوېشتمې پېړۍ یوه ښکلی داستان دی.۱
د پاڼې په اخره کې د ماخذ لیکل:
د لیکوال نوم او تخلص، د کتاب نوم، (د کتاب د خپرېدو ځای: خپرندویه ټولنه، د چاپ کال) او د مخونو شمېر.
مثال یې:
۱.جعفر هاند، درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ (کابل: سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰)، مخ ۶-۹.
د کتاب په اخره کې د سرچېنې کارول د پاڼې د بیخ د سرچېنې د کارولو سره لږ توپیر لري او داسې لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. د کتاب نوم. د خپرېدو ځای، خپرندویه ټولنه، د چاپ کال.
هاند، جعفر. درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. کابل، سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰.

نوټ: یاده لیکنه کټ مټ د جعفر هاند له فېسبوک پاڼې کاپی شوې.

Related Articles

غوری سیمنټ

دا په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو فابریکه ده، چي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ سوه ټنه سمنټ تولیدوي، په نژدې راتلونکي کي به یاده اندازه زر ټنو ته پورته شي. ـ تر څنګ یې په فارمانو کې شل زره ماهیان هم روزل کیږي.

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي چين ته نه دی راغلی. اوس نو راځئ له مونږ س...

د شلو کلو مسافر خوندوره کيسه

د شلو کلونو مسافر! ډیره خوندوره کیسه ده~* يوه ېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له مېرمنې سره يې په دې هوکړه وکړه چې شل کاله ور ته کښيني، او که يوه ورځ هم پرې واوښته، نو بيا ور ته اجا...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...