فيډل کاسټرو؛ د کیوبا انقلابي څېره

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 05, 2021
4 years ago
2,271 views
فيډل کاسټرو؛ د کیوبا انقلابي څېره

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

 

د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې داسې نوميالي اشخاص تېر شوي، چې خپلې ټولنې او ولس ته د بې ساري خدمت له کبله ټولې نړۍ پېژندلي دي. ددې اشخاصو له ډلې یو هم فيډل کاسټرو دی. د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو ددې انقلابي شخصیت د ژوند په بېلابېلو اړخونو پوه شئ. 

 

پېژندنه

د کاسټرو بشپړ نوم "فیډِل آلخاندرو کاسټرو روث" دی. نوموړی په "۱۹۲۶زیږديز" کال، د کیوبا په بیران ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.  کورنۍ یې اصلا له هسپانيې څخه د ښه ژوند په موخه کیوبا ته کډواله شوې وه. پلار یې کاروباي انسان و، نو ځکه خو یي مالي وضعيت ښه و.

کاسټرو خندانه څېره درلوده، خوش طبیعته او ټوکي انسان و. د نوموړي مرګ ځينې شنونکي د یو دیکتاتوريک فکر د ختمېدو په معنا تعبیروي او ځینې نور بیا د یو انقلابي او حق غوښتونکي شخصیت د له منځه تللو په معنا بولي.

 

زدکړې

لومړنۍ زده کړې یې په کاتولیکي ښوونځيو کې ترسره کړې. وروسته د کیوبا سانتياګو ته ولاړ او هلته یې په خصوصي توګه خپلې زده کړې بشپړې کړې. له ښوونځي وروسته د نورو زده کړو لپاره هاوانا ته لاړ او هلته یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې.

 

سیاسي فعالیتونه

کاسټرو د خپل تحصيلي ژوند په جریان کې په "۱۹۴۸ز" کال کې په یو سیاسي شخص بدل شو. په سیاسي ژوند کې یې تر ټولو اغېزناکه برخه د امریکا ضد افکار درلودل وو. په ۱۹۵۱م کې د خپل حزب له لوري انتخاباتو ته کاندید شو، خو جنرال فولجنیکو باتیستا د یوې کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ. په همدې وخت کې د باتیستا د دیکتاتورۍ پر وړاندې ګڼې سیاسي ډلې یو ځای شوې، چې د فیډل ډلې هم بارزه برخه پکې لرله. په دې لړ کې فیډل او نور ملګري یې د حکومت ضد اقداماتو په تور ونیول شول، که څه هم نوموړي ډېره هڅه وکړه، چې ثابته کړي هلې ځلې یې د دیموکراسۍ د تطبیق لپاره وې، خو بیا هم محکمې کاسټرو مجرم وپېژنده او په پنځلس کاله بند محکوم او مکسیکو ته تبعید شو.

دوه کاله وروسته چې باتیستا له خپل قدرت څخه ډاډمن و، عمومي عفو (بخښنه) اعلان کړه. په همدې وخت کې کاسټرو هم له بندخونې آزاد شو. له خلاصون سمدستي وروسته یې بیا پر سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړ. د خپل ورور او د ارجینټاين انقلابي شخصيت "چه ګوارا" په مرسته یې ډېر ژر قوي ډله برابره کړه. بالاخره یې په "۱۹۵۹م" کال کې د چیریکي قواوو په مرسته د فلوخنسیو باتیستا حکومت ړنګ کړ او د هېواد واګې یې ترلاسه کړې.

 

د امریکا له سیاست سره یې اختلاف

کله چې کاسټرو په کیوبا کې واک ترلاسه کړ. نو په جنوبي امریکا او کیوبا کې یې د امریکا له سیاست سره مخالفت خپل مسولیت وګاڼه.

امریکا په کيوبا کې خپلې ګټې په خطر کې ولیدې نو هڅه یې وکړه، چې د تور سازمان (د امریکا اطلاعاتي مرکز) له لارې د یوې توطیې په ترڅ کې فيډل ووژني. مګر امریکایان بریالي نه شول.

وروسته له ډېرو لوړو ژورو په ۲۰۰۶ م کال کې واک په موقت ډول خپل ورور "رائول کاسترو" ته انتقال کړ. البته ددې کار لامل د فيډل په لویو کولمو کې ترسره شوی عملیات و. کاسټرو له ۴۹ کلنې واکمنۍ وروسته په ۲۰۰۸م کال کې ټول صلاحیت او واک خپل ۷۶ کلن ورور رائول کاسټرو ته ورکړ. له دې وخته څو کاله وروسته، "۲۰۱۶م" کال د نومبر په ۲۶ نېټه د نوي کلونو په عمر ومړ.

 

 

د فیډل کاسټرو ویناوې

  • ـ ما له "۸۲" کسانو سره انقلاب پیل کړ. که بیا اړتيا شوه، نو له ۱۰ یا ۱۵ تنو با باوري سره یې شروع کوم. که باور او عملي نقشه ولرئ نو هيڅ ناممکن نه دی. 
  • ـ انقلاب د تېر او راتلونکي لپاره یوه مرګونې مبارزه ده. 
  • ـ هيڅ غل، خاين او په چارو کې لاس وهونکی په کار نه راځی.
  • ـ د بشر د ژغورنې لپاره باید لاس په کار شو، غوره نړۍ جوړول شونې ده.
  • ـ هر هېواد باید بشپړه خپلواکي ولري، ترڅو مناسب اقتادي، سیاسي او ټولنیز سیستم وضعه کړي. 
  • ـ ما تل د حقیقت او عدالت لپاره مبارزه کړې ده. 
  • ـ زه فيډل کاسټرو یم او د کیوبا د ازادۍ لپاره راغلی یم.
  • ـ زه سرمايه داري نطام ختموم. ځکه چې مردار، خراب او پردی دی. ځکه چې د جنګ او ریا سبب کېږي.
  • ـ زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې هېواد به تل زما لومړيتوب وي.

د څېرې لړۍ په بله ليکنه کې د چا په اړه پوهېدل غواړئ؟ خپل نظر مو په کمينټ کې پرېږدئ ترڅو موږ يې په اړه ليکنه خپره کړو.

Related Articles

Mar 22, 2021
2,909 views

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ليکنه: مفتي عبدالولي د مسلمان په تکفير کې له حده زيات احتياط په کار دی! او بيا چې مسله هم منصوصي نه وي.  د نړۍ نږدې ټول ديني عالمان او د افتاء معتبرې ادارې ، لکه د سعودي عرب هيئة کبار العلماء، شيخ محمد العثيمين، شيخ ابن باز، شيخ صالح الفوزان، شيخ ع...

Jul 20, 2022
4,868 views

د ځمکې په اړه لس جالب معلومات

۱- د ځمکې احاطه يا circumference څلوېښت زره او ۷۵ کيلو متره ده. د ځمکې سطحه، ۷۱ سلنه يې اوبه او پاتې ۲۹ يې وچه ده. د ځمکې د باندنۍ سطحې پراخوالی ۵۱۰ مېليونه کيلو متره مربع ته رسيږي.  ۲- ځمکه له لمر څخه ۱۴۹.۶ مېيلونه کيلو  متره لېرې ده. ځمکه د لمر  پ...

Jul 08, 2023
1,752 views

برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...