برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 08, 2023
2 years ago
1,726 views
برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :
قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.
۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بریښنا لین یا تار ترې لیرې کړای شي او که لاس یې په ساکټ پورې نښتي وي د مرسته کوونکي په لاس باید داسې دستکشې وي چې بریښنا ترې تیره نشي او یا هم په لاس څادر تاو کړي.
۲:  بې هوښه شوي کس ته باید په همواره ځمکه داسې وضعیت ورکړل شي چې د ملا ټوله برخه یې په ځمکه وي .
۳: خوله یې باید خلاصه شي او د خپلې خولې په واسطه اکسیجن ورکړل شي.
۴: د سینې پر قفس په کومه ساحه کې چې زړه شتون لري باید په دواړه لاسونو څو ځله تکراراً فشار وارد شي تر څو درېدلی زړه په حرکت راشي.
۵: په اخري مرحله کې باید د بې هوښه شوي کس وضعیت بدل کړای شي په یوه  اړخ چې یو لاس او یوه پښه یې باید قاته وي.

نوټ : پورتنې مرسته د یوه انسان د ژوند ژغورلو لامل کیدای شي.

درنښت:
ستاسو ورور صهیب حلیمي .

Related Articles

May 07, 2021
2,022 views

تنقید بی عارضه

تنقید بی عارضه مصطفی عمرزی ما از گفت و گو های خود، خاطرات ناخوش نیز داریم. یک دلیل آن، عوارضی هستند که هنگام نفی یا رد موضع طرف مقابل، ارائه می شوند. تاثیرات روانی این تقابل که گاه به خشونت هم کشانده می شوند، تبعات می یابند و اگر جلو آن ها گرفته نش...

Jun 26, 2023
1,206 views

عرفې مبارکه ورځ

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجي شي!۱- کوښښ وکړی روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!د تکبير...

Mar 08, 2021
2,765 views

د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...