To start downloading books

Please sign in or create an account.

محمد علي کلي څوک و؟

محمد علي کلي څوک و؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ په تاریخ کې داسې څېرې هم شته، چې د بېلابېلو عواملو له کبله په نړېواله کچه محبوبیت پيدا کوي. یو له دې څېرو محمد علي دی. تاسو به د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې محمد علي کِلِی په پوره توګه وپېژنئ!

 

د ماشومتوب ژوند

د نوموړي اصلي نوم کاسیوس مارسلوس کلی دی. د ۱۹۴۲ز کال د جنورۍ په اوولسمه د امریکا متحده ایالاتو په یو لوی ښار (لویی ویل) کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې؛ پلار یې تابلوګانې جوړولې. کله چې کاسیوس دولس کلن و، پولیسو ته یې خبر ورکړ، چې بایسکل یې غلا شوی. که غل پيدا کړي، نو ښه سبق به ورکړي.

پوليس چې جومارتین نومېده، په یوه کوچني ورزشي کلب کې یې ماشومانو ته بوسکينګ ورزده کاوه؛ کاسیوس ته یې وویل، که غواړې له غلو سره مبارزه وکړې، نو لومړی باید سوک وهنه زده کړې.

له همدې ځايه نوموړي په دې برخه کې زده کړې پیل کړې؛ مارتین لیدل چې ۱۲ کلن ماشوم څنګه په چټکۍ سره پرمختګ کوي. که څه هم په زده کړو کې تکړه نه و، خو په سوک وهنه کې بېساري وړتيا د ښوونځي مسولین اغېرمن کړل او نوموړی یې فارغ وباله.

 

د محمد علي ورزشي ژوند

ـ د "۱۹۶۰م" کال په المپیک کې یې د بوکس په برخه کې د سروزرو مډال ترلاسه کړ. 

ـ د "۱۹۶۰م" کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه، پخپله لومړنۍ مسلکي لوبه کې په شپږم راونډ کې تونی هونساکر ته ماتې ورکړي.

ـ له ۱۹۶۰م څخه تر ۱۹۶۳م کال پورې یې په پنځلس سختو لوبو کې خپل سیالان مات کړل. په دې سیالیو کې یې له داسې کسانو څخه بریا ترلاسه کړه، چې د وخت پېژندل شوي او نامتو لوبغاړي و. له دې ډلې یې د اسپرتي، جیم رابینسون، داني فلیمن، داک سابدانگ، آلونزو جانسون، جورج لوگان، ویلی بسمانف او لامار کلارک نومونو یادولای شو.

 ـ نوموړي د وخت داسې نامتو سیالان هم مات کړل، چې پخپل ورزشي ژوند کې یې تر ۲۰۰ پورې بریاوې یې لرلې. له دې ډلې یې د ساني بنکس، آلخاندرو لاورانته او آرچي مور نومونونه د یادولو دي.

 

د محمد علي شخصي ژوند 

نوموړي پخپل ۷۴ کلن ژوند کې له څلورو مېرمنو سره واده وکړ. ۹ اولادونه یې لرل، چې اووه یې نجونې او دوه یې هلکان وو. 

یو له هغو لاملونو چې محمد علی ته یې ډېر شهرت ورکړ، هغه د اسلام پر مبارک دین مشرف کېدل و. په "۱۹۶۲م" کال کې له مسلمان سیاستوال الیجا محمد سره تر معرفت وروسته د اسلام مبارک دین ومانه. کله چې مسلمان شو، خپل نوم یې "محمد" او تخلص یې "علي" وټاکه. همدارنګه اعلان یې وکړ، چې په ژوند یو له مهمو واقعاتو څخه، همدا د نوم بدلول و.

په ۱۹۶۶م کال کې د ویتنام پر وړاندې د جنګ په موخه امریکايي پوځ سره له یو ځای کېدو سره مخالف وښود. اعلان یې وکړ، چې "نه غواړي خپل همنوعه ووژني." دا خبره ددې سبب شوه، چې تر پنځو کلونو له سیالیو محروم شي. خو وروسته له یوې وخته دا موده درېيو کالو ته کمه شوه. همدارنګه محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړ، مګر هغه د یو اندازه پیسو په ضمانت سره زندان ته و نه لېږل شو.

 

له ژوند او لوبې سره خدای په اماني

بالاخره محمدعلي له شپږپنځوس بریاوو، ۳۷ ناک اوټ او ۵ ماتو سره د ۱۹۷۹م کال د جون په اوویشتمه نېټه د ورزش له نړۍ سره خدای په اماني وکړه. همدارنګه د ۲۰۱۶ م کال د جون په درېيمه نېټه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړي د خاورو سپارلو په مراسمو کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشرانو هم ګډون کړی و.

 

د بیوګرافۍ (ژوندلیک) لنډيز

نوم: محمد علي (Muhammad Ali)، وړاندې له اسلام څخه یې نوم کاسیوس مارسلوس کِلي (Cassius Marcellus Clay) و.

د زوکړې نېټه: د "۱۹۴۲ز" کال د جنورۍ اوولسمه نېټه

د اوسېدو ځای: میشیګان، امریکا

ملیت: امریکايي

د ورزش څانګه: سوک وهنه (Boxing) 

د فعالیت کلونه: له ۱۹۶۰م څخه تر ۱۹۸۱م پورې

دین: اسلام

مېرمنې: سونجي روی (۱۹۶۴م- ۱۹۶۶م)، بلیندا بوید "خلیله" (۱۹۶۷م - ۱۹۷۷م)، ورونیکا پورش (۱۹۸۶م ـ  ؟) او یولاندا (۱۹۸۶م ـ ۲۰۱۶م)

اولادونه: اووه لوڼې، هره یوه "لیلا علي، مریم، جمیله، راشده، هانا، میا او خلیله"، دوه زامن "محمد علي جونیور او اسد امین"

د مړينې ځای: سکاتزدپل، اریزونا، د امریکا متحده آيالات

د مړینې نېټه: د "۲۰۱۶م" کال د جون درېيمه

عمر: ۷۴ کاله

Related Articles

سوډیم

لیکنه ـ وړانګه اکبر سوډیم د دوراني جدول د القلي ګروپ یو کیمیاوي عنصر دی.سوډیم یو ډېر نرم سپین ته مایل عنصر دی. سوډیم د ځمکې په مخ یو له ډېرو کارېدونکو او عامو القلي عناصرو څخه دی او تر ۲.۵ سلنه پورې یې د ځمکې مخ پوښلی دی.دا په طبیعیت کې له نورو عناصرو سره په ترکیبي بڼه پیدا کېږي د بېلګې په ډول مالګه چې ترکیب یې سوډیم کلورایډ دی کوم چې د بحر د اوب...

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی؟ تاسي ته مالومه ده په اوسني وخت کي کمپیوټر ته ډېره اړتیا لیدل کیږي او استعمالول یې هم ډېر سوی دی. اوس دهرچا سره او په هر دفتر کي کمپیوټر وي خو د کمپیوټر استعمالول بې له کومي ستونزي نه وي ، له دغو ستونزو څخه یوه لویه ستونزه هم د پاسورډ ده چي کله پاسورډ هیر سي نو ستونزي جوړه سي بیا مجبوره یې چي وینډوز ورته وکړې او ستا...

بازبینی لعان در حقوق افغانستان || Reviewing (La'an) Accusing wife of adultery / Denying child in laws of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar چکیدهلعان از جمله‏ی ادله اثبات دعوا محسوب شده که کاربرد آن در انتساب زنا به زوجه و نفی نسبت ولد به والد است. مقنن ما به تبعیت از آرای فقها آن را در قانون گنجانده است و حقوقدانان نیز بحث و بیان و افکار خود را پیرامون آن در نگارشات مختلف درج...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...