د ارګ لنډه تاریخچه

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 24, 2021
4 years ago
4,291 views
د ارګ لنډه تاریخچه

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

هر هېواد ځينې ځانګړي تاریخي ځايونو او ودانۍ لري، چې د هېواد ټول وګړي پرې وياړي. افغاستان هم ځانته مهم تاريخي او ارزښتمن ځايونه لري، چې یو له دې ځايونو د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) دی. تاسو به په دې لیکنه کې د ارګ اړوند ځینې مهم معلومات ولولئ.

 

ارګ

شاهي ارګ یا د ریاست جمهورۍ ارګ په افغانستان کې د ولسمشر د اوسېدو او کار ځای دی، چې په کابل کې موقعیت لري. ولسمشر له همدې ماڼۍ د هېواد ټولې چارې ارزوي او سمبالوي. د جمهوري نظام تر جوړېدو وړاندې ارګ یوازې د سلطنتي کورنۍ د اوسېدو او کار ځای وو. ددې لپاره، چې د ارګ په اړه لا ډېر پوه شو، ځينې نور مهم معلومات په دې ډول دي.

 

لنډه تاریخچه

کابل یو تاریخي ښار دی، چې د نړۍ لویو پاچاهانو پکې قدمونه ايښي دي. په پخوا وختونو کې کابل شپږ دروازې درلودې، چې هرې دروازې ځانته خپل نومونه لرل. له دې جملې یې دهمزنګ کندهاري دروازه، د سردار جهان خان دروازه، اسپینه دروازه لاهوري دروازه او ځينې نور د یادولو وړ دي، چې تر اوسه یې مشران نومونه په یاد لري. 

د عبدالرحمن خان له واکمنۍ وړاندې د شاه د اوسېدو لپاره کوم مناسب ځای نه و موجود. د پاچا د حکمرانۍ ځای په بالاحصار کې و. خو بالاحصار او ځينې نورې ودانۍ د افغان ـ انګلېس په جګړو کې زیانمن شوي وو.

نو کله چې امیر عبدالرحمن خان په په "۱۸۸۰م" کال کې واک ته ورسېد د اوسېدو او کار مناسب ځای یې نه درلود. پر همدې یې غور کاوه، چې پاچا باید د اوسيدو او کار مناسب ځای ولري. د داسې ځای لپاره یې د "ارګ" اوسنی موقعیت غوره وګاڼه. په ۱۲۹۹ قمري کال کې یې د ارګ نقشه جوړه شوه او په ۱۳۰۰ کې یې د جوړېدو چارې پیل شوې.

په ارګ کې لومړنۍ جوړه شوې ودانۍ کوتی باغچه نومېږي، چې د جوړېدو چارې یې په "۱۳۰۴ق" کې بشپړې شوې. په ارګ کې د ودانيو جوړولو لپاره ځينې تعمیراتي مواد له هند او بریتانيا څخه هم راوړل شوي دي. مګر ډېری مواد یې د خپل هېواد دي. د ارګ په جوړولو کې د کابل ډېری خلکو په داوطلبانه توګه هم برخه اخیستې وه. 

په اوس وخت کې چې چرته د ارګ موقعیت لري، په لومړيو کې یوازې یوه خاورینه دښته وه. په ځينو غاړو کې یې باغونه او زراعتي ځمکې هم درلودې. اوس "ارګ" د کابل په مرکزي برخه کې پروت دی. باید ووایو، د ارګ د جوړېدو چارې په مختلفو سیمو دورو کې دوام درلودلای دی. مګر د کلکاني په دوره کې د ارګ له چور سره ـ سره ځينو برخو یې سخت زیان هم ولیده. لا تر اوسه هم "ارګ" د افغانستان د واکمن د اوسېدو او کار ځای دی. 

 

په ارګ کې ځينې مشهور ځايونه او ودانۍ

  • حرمسرای
  • دلکشا ماڼۍ
  • سلام خانې ماڼۍ
  • د ارګ جومات
  • د چارچنار ماڼۍ
  • د دلکشا ماڼۍ د ساعت برج (منار)
  • د ارګ برجونه
  • د ارګ ځانګړې دروازه
  • موزیم
  • د ارګ کتابتون
  • ګلخانې ماڼۍ
  • غربي دروازه 
  • سنګي ماڼۍ 
  • دویم شمېره ماڼۍ
  • د ارګ اداري ودانۍ
  • الحاقیه ماڼۍ 
  • شاهي دروازه

Related Articles

Aug 12, 2020
3,287 views

د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر...

Nov 05, 2023
1,602 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Aug 04, 2024
1,277 views

گیلاس و آلوبالو

گیلاس و آلوبالو:گیلاس میوه بزرگ – گوشتی و شرین تولید مینماید. گیلاس که برای تولید شرینی باب و برای مارکیت تازه کشت میگردد. باید توسط دست جمع آوری گردد. درختان گیلاس در مقابل سردی زمستان و گرمی تابستان حساسیت دارند.پندک های میوه گیلاس خوشه های دارای 2...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...