د جهنم تل؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 23, 2021
4 years ago
2,969 views
د جهنم تل؟

د یمن ختیځ المهرة ولایت په صحرا کې د (برهوت) په نامه د څا په اړه بېلابېلې افسانې او کیسې دي او خلک پر دې اند دي چې دا د پېریانو استوګنځی و.

 

فرانس پرېس اژانس په خپل رپوټ کې ویلي،‌ باور دی چې د دغې لویې څا ژوروالی د ۱۰۰ تر ۲۵۰ مترو پورې دی او سور یې نژدې ۳۰ متره دی او له تل یې ډېر بد بوی راپورته کېږي.

 

یمني چارواکي لاهم نه پوهېږي چې د دې څا په تل کې څه دي.

د جیولوجي سیمو د ادارې او کانونو د شتمنیو د ادارې مشر صلاح بابحیر فرانس پرېس ته ویلي، اداره یې نه ده توانېدلې پوه شي چې د څا منځ‌کې ۵۰ متره ژور څه دي، ځکه چې هلته په ښکته کېدو اکسیجن کمېږي.

 

دی زیاتوي: "د څا منځ کې مو ځینې ناشنا څیزونه او ډېر بد بوی حس کړل چې هېڅ پرې پوه نه شوو، هلته وضعیت ډېر بل ډول و."

 

د لمر وړانګې هم د څا تل ته نه رسېږي خو د څا له خولې یوازې ځینې مرغان ښکاري او بس.‌

د تېرو څو پېړیو په اوږدو کې، ګڼو خلکو داسې کیسې رانقل کړې چې ګنې هلته پېریان دي او ډېری خلک پر دې باور دي چې دا پېریان د ځمکې پر سر خطر پېښوي او ښايي "ټول خلک له ستوني" تېر کړي.

ان ځینې خلک د دغې ناڅرګندې څا په اړه له دې وېرې هېڅ هم نه وايي چې کوم زیان ورته ونه رسېږي.

بابحیر زیاتوي: "ددغو سیمو څېړنه او د څا تل ته - چې عمر یې څو میلیونه کاله اټکل شوی- رسېدل ضروري دي."

بي.بي.سي

Related Articles

Dec 21, 2021
2,563 views

څنګه په یوې دقیقې کې د خپل ورمېږ درد او شخي له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه په یوې دقیقې کې د خپل ورمېږ درد او شخي له منځه یوسو؟   ډېری وخت کله چې د ویده کېږو د لوړ بالښت، یا د ویده کېدو د ناسم حالت په له امله او یا د یوې اوږدې مودې لپاره پر څوکۍ کې د کېناستلو له امله مو ورمېږ درد کوي، یا احساس کوئ...

Jun 27, 2022
1,756 views

انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښووني interview direction Pashto

  د انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښووني#لومړۍ پوښتنهد ځان په اړه که مو راته ووېل؟ځواب:• خپل د نوم څخه يې پيل کړئ• د خپل استوګنځی په اړه معلومات ورکړی• د خپل تعليم په اړه لنډ ټکي وړاندي کړی• د خپلو تېرو دندو په اړه لږ معلومات ور...

Jun 09, 2022
1,767 views

د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

یو ملگري وپوښتلم، چې د افغانستان کابو نهه مېلیارده (نهه زره مېلیون) ډالر ولې د ۲۰۲۱ز، اگست ۱۵مې څخه وروسته د امریکا له لوري کنگل شوي‌دي؟ څه اړتیا يې وه، چې دومره ډېرې پيسې دې هلته وساتل شي؟ ما ویل راځئ، ځواب به یې له تاسې سره هم شریک کړم. لومړی، دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,845 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,164 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,103 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...