د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 09, 2022
3 years ago
1,756 views
د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

یو ملگري وپوښتلم، چې د افغانستان کابو نهه مېلیارده (نهه زره مېلیون) ډالر ولې د ۲۰۲۱ز، اگست ۱۵مې څخه وروسته د امریکا له لوري کنگل شوي‌دي؟ څه اړتیا يې وه، چې دومره ډېرې پيسې دې هلته وساتل شي؟

ما ویل راځئ، ځواب به یې له تاسې سره هم شریک کړم. لومړی، دا نهه مېلیارده ډالر د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه یا ارزي زېرمه ده، چې په انگلیسي کې ورته Foreign Exchange Reserve وايي، دا ارزي زېرمې یوازې او یوازې د پيسو په بڼه نه‌وي، بلکې ځینې نور ارزښت لرونکي کاغدونه لکه بانډونه او Treasury Bills هم په‌کې وي. د معلوماتو پر بنسټ دا نهه مېلیارده ډالر یوازې او یوازې په امریکا کې نه، بلکې یوازې ۷ مېلیارده يې د امریکا له فډرال ریزرف سره دي او پاتې دوه مېلیارډه یې د نړۍ په نورو بانکونو کې د افغانستان امانت دی.  دوییم، دا چې دا پیسې ولې د نورو هېوادونو په بانکونو کې اېښودل شوي‌دي، نو یو دلیل یې دا دی، چې عموماً د هغه هېوادونو د بانکونو امنیت نسبت زموږ په څېر فقیر هېوادونو ته ښه وی، یانې فرض کړئ، چې دلته یو وار ناامني شوه یا مرکزي بانک کې کومه چاودنه وشوه، نو ۱۰۰٪ دا احتمال شته، چې دا شتمني دې لوټ یا له منځه یوړل شي.  درېیم، عموما په دغومره ډېره اندازه پیسو باندې د افغانستان بانک په نړیوال بازار کې گټه کوي، عواید پرې ترلاسه کوي، د بېلگې په ډول زموږ ۷ مېلیارده ډالر د امریکا په فډرال بانک کې دي او په نړیوال بازار کې دا ارزښتناکې پاڼې (بانډونه، ټرېشري بېلز، سېکیورېټيز) پلورل کېږي او گټه پرې کېږي، چې ملي بانک له مهمو عایداتي سرچینو څخه هم گڼل کېږي.  څلورم، کله چې د نړۍ په کچه یوه غټه سوداگریزه معامله کېږي، نو بیا د دومره پیسو فزیکي انتقال خورا سخت وي، نو یو دلیل يې دا هم وي، چې د تادیاتو او تصفیې په برخه کې اسانتیا وي، د بېلگې په ډول افغانستان له ازبکستان څخه د ۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت غنم پېري، نو د دومره لوی سوداگریزې معاملې له‌پاره په امریکا کې یوازې د افغانستان له اکاونټ څخه د ازبکستان هېواد اکاونټ ته پیسې انتقالېږي. پنځم، ارزي شتمني ځکه په نړیوالو بانکونو کې ساتل کېږي، چې دا د نړۍ په کچه سوداگرۍ کې ستاسې د مالي خپلواکۍ یا پیاوړتیا ښکارندویه وي، مثلاً که يو هېواد هر کال د ۲۰ مېلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کوي، خو په نړیوالو بانکونو کې ۴۰مېلیارده ډالرو شتون ولري، نو دا هېواد د سیمې د نورو هېوادونو له‌پاره ځکه د باور وړ دی، چې په اکاونټونو کې شتمني ډېره ده، او د دېوالي کېدو چانس يې کم دی، خو بالعکس که یو څوک په نړیوالو بانکونو کې ۵مېلیارده ډالر ولري، او غواړي چې د سیمې هېوادونو سره هر کال ۴۰ مېلیارده ډالر راکړه ورکړه وکړي، نو سخته ده چې دا خوب یې پوره شي.

عبدالوافي نایبزی

Related Articles

Feb 12, 2021
5,532 views

د غوږ درد؛ نښې او لاملونه یې څه دي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د غوږ درد لاملونه او علایم در په ګوته کړو. ددې لیکنې تر پایه به ددې ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.  د غوږ درد که څه هم د غوږ درد معمولا په ماشومانو کې ډېر وي، خو ځينې وخت مشران ه...

Apr 12, 2021
2,373 views

د جنایت ملکه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ادبي نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپل قلمي قوت ښودلی. یو له دې مېرمنو اګاتا کریسټي ده. ددې لیکنې تر پایه به د نوموړې په اړه لا ډېر معلومات حاصل کړئ.    پېژندنه د نړۍ په ښځينه لیکوالو کې د نوموړې په څېر ډېرې کمې مېرمنې...

Jan 18, 2021
2,512 views

تنوع لهجه ها

تنوع لهجه ها مصطفی عمرزی زبان ملی دری، شبیه تمام زبان ها، تنوع لهجه یی دارد. چنانی که زبان ملی پشتو با لهجه های مختلف، نه فقط معرف فرهنگ هاست، بل تنوع آن، جذابیت هایی ایجاد می کند که در زمان افاده، می توانند تامل برانگیز باشند.  در لهجه ها غنای زب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,495 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...