اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي، په بدن کې یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کې یې دماغو ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي. - زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري، د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي. - د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي. - د بورې څخه زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي. - ککړه هوا: د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي، چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي. - د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي، چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول د دې باعث کېږي، چې د دماغ حجرې مړې شي. - د خوب پرمهال د سرپټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کې د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي، چي پر دماغ باندې سخت تاثیرات کوي. - د مریضۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل: د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي. - د هڅوونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي. – لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي.
Related Articles
د روژه ماتي او پېشنمي پر وخت دې ټکو ته پام وکړئ!
ژباړه ـ ریاض مقامزی دا چې د روژې مبارکه میاشت ده؛ نو ښه به وي چې پر دې مهمو مسایلو پوه شئ او د روژه ماتي او پېشنمي پر مهال دغو ټکو ته پام وکړئ. پدې توګه به مو روغتيا تضمینه شي او له روغتيايي ستونزو سره به مخ نه شئ. • له خرما، اوبو، شیدو، د مېوې ت...
د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!
لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنه کې محبوب اوسېدل نږدې ټول انسانان خوښوي. هر انسان غواړي، چې پخپله ټولنه کې منلی شخص اوسي او خلک یې احترام وکړي؛ مګر ډېر کم خلک پوهېږي، چې څنګه د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي او خلکو ته ګران اوسي. ددې چارې لپاره ځينې مطلق...
څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟
لیکنه ـ ریاض مقامزی د ډېرو ځوانانو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شم ښه لیکوال شم؟ ددې پوښتنې ځوابول کوم آسانه کار نه دی. خو بیا هم ځينې لارښوونې او تګلارې شته، چې ستاسو لیکل ښه کړي او لوستونکي پيدا کړئ. مینه تر هر څه لومړی باید دا پوښتنه ځواب کړئ...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...