سویزرلینډ وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 08, 2021
4 years ago
3,609 views
سویزرلینډ وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

ددې هېواد رسمي نوم د سویس کنفیدارسیون (Confoederatio Helvetica) دی، چې په "۱۲۶۲ زېږديز" کال کې تاسیس شوی. پر دې سربېره ددې هېواد نوم په آلماني کې Schweiz، ايټالویي کې Svizzera او فرانسوي ژبه کې د Suisse په شکل لیکل کېږي. دغه هېواد په "۱۸۱۵م" کې آزادي ترلاسه کړې ده. پايتخت یې د "برن" ښار دی او پولي هېواد یې فرانک نومېږي.

ددې هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه لوړ او دنګ غرونو دي. له دې جملې یې تقریبا ۶۰ سلنه د الپ د غرونو لړۍ جوړوي. د ۱۴.۲۸۳ کیلومتره مربع په مساحت سره يو کوچنی هېواد بلل کېږي، چې له فرانسې، آلمان، ايټالیا، اتریش او لیختن سره ګډې پولې لري. د ډېرې طبیعي ښکلا له کبله ګڼ شمېر سیلانیان یاد هېواد ته د چکر په موخه ځي. بازل ، ژنو، برن ، لوزان او زوریخ هغه ښارونه دي، چې هر کال ګڼ شمېر سیلانیان یې لیدلو ته ورځي. 

 

 

فرهنگ

ددې هېواد وګړي، قانون ته په ډېر درنښت قایل دي. همدارنګه  پخپل قوم او کلتور ویاړي. له همدې امله خپل ډېر پخواني دودونه یې ساتلي دي. وګړي یې په الماني، فرانسوي او ايټالوي ژبو خبرې کوي. البته هېره دې نه وي، چې اصلي ژبه یې رومانس "Romansh" ده. مګر د پورتنيو درېيو هېوادنو تأثیر پرې ډېر څرګند دی. وخت پېژندل او رښتينولي ددې خلکو له اصلي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه له سیلانیانو هم هيله لري، چې دې ارزښتونو ته پام وکړي.

دا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې وګړي یې ډېر عمر کوي. د نارینه وو لپاره متوسط عمر ۸۰ کاله بلل کېږي او ښځينه یې په اوسط ډول ۸۴ کاله عمر کوي. وګړي د ډېر چکر لېواله نه دي. په بریا او پرمختګ کې سیالي کول یې فطري ځانګړنه ده.

 

پیسې 

ددې هېواد د پيسو واحد سویسي فرانک (CHF) دی. ارزښت یې هم تقریبا له یو امریکايي ډالرو سره برابر دی. په اقتصادي برنامو سره هڅه کوي، چې په نړېواله کچه د خپلو پیسو ارزښت وساتي.

 

مذهب او ژبه

د سویس هېواد اکثرو وګړو دین مسیحیت دی، چې ۴۳ سلنه یې کاتولیکان، ۳۵ سلنه یې پروتستان او پاتې ۲ سلنه یې ارتودوکس عیسویان دي. همدارنګه ۴ سلنه وګړي یې مسلمانان دي. همدارنګه په ډېره کمه اندازه د نورو دینونو پیروان هم په دې هېواد کې ژوند کوي. ځينې وګړي آن یو دین هم نه مني. 

په اساسي قانون کې یې رسمي ژبې درې او ملي څلور ښودل شوي دي. رسمي ژبې یې فرانسوي، الماني او ايټالوي دي. له همدې امله دا هېواد درې رسمي نومونه لري. په الماني کې "شوایز"، په فرانسوي کې "سوئيس" او په ایټالوي کې یې "سوایزر" بولي. 

 

اقلیم 

ددې هېواد اقلیم په مختلفو برخو کې توپیر لري. نو په ټوله کې ویلای شو په معتدل، ګرم اوړی او سوړ واورین ژمی لري. د همدې مختلفې او په زړه پورې آب و هوا له کبله ګن شمېر خلک یې لیدلو ته ورځي او د یاد هېواد له منظرو او اقلیم څخه خوند اخلي.

 

د "وطنونه" لړۍ په بله لیکنه کې، غواړئ د کوم هېواد په اړه پوه شئ؟

نظر مو کمینټ کې پرېږدئ ترڅو موږ پرې لیکنه چمتو کړو.

Related Articles

May 29, 2022
2,299 views

بد عادتونه څنګه پرېږدو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی؛ د باغ څښتن يو حکیم ته وويل، چې کمکي زوی ته یې نصحيت وکړي، چې د نيالګو له ماتولو او ضرر رسولو لاس واخلي.  حکیم یې زوی یوه تازه ایښودل شوي نيالګي ته ودراوه، ورته ویې ويل: را ایستلای یې شې؟ هلک سمدستي بريد ورباندې وکړ او...

Mar 30, 2021
4,906 views

د اسلام مبارک دين له نظره د اوبو ساتنه

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره خورا ډیر اهمیت لري. یعنې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی. د سمندرونو تروشو اوبو (97%) او طبيعي يخچالونو (2%) سربيره خوږې اوبه چې د انسانانو د استفادې وړ ګرځې ډيرې کمې يعن...

Jul 06, 2023
1,150 views

ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات

په ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات  ترتیب او لیکنه : جانداد جهاني نوټ: (په ایتالیا کې د زده کړو مینه وال را منشن کړئ) که څه هم آیټالیا ډیر پخواني پوهنتونه لري او په تیرو سلګونه کلونو کې یې ډیر نوابغ، علما او د بشریت د سرنوشت تغیرونکي په خپل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,425 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,071 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,822 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...