د اسلام مبارک دين له نظره د اوبو ساتنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 30, 2021
4 years ago
4,912 views
د اسلام مبارک دين له نظره د اوبو ساتنه

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره خورا ډیر اهمیت لري. یعنې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی. د سمندرونو تروشو اوبو (97%) او طبيعي يخچالونو (2%) سربيره خوږې اوبه چې د انسانانو د استفادې وړ ګرځې ډيرې کمې يعنې 1% دي، ځکه نو د اسلام مبارک دين هم انسانان د اوبو په ساتلو او د اصراف څخه په مخنيوي مکلف کړي دي ـ لکه په لاندې ډول.

په سورت اعراف کې الله تعالى ج فرمائي:

ژباړه:خورٸ، څښئ او له حد څخه تیری مه کوئ الله ج تر حد تیری کوونکی نه خوښوي.

نو د اوبو په استعمال کې تيری کول هم د الله تعالى د ناخوښۍ سبب ګرځي.

 

رسول الله صل الله علیه وسلم د اوبو له ککړولو څخه منع فرمایلې ده د الله پاک د رسول صل الله علیه وسلم حکم دی:

( لاَ يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِي الْمَاءِ الدَّائِمِ الَّذِي لاَ يَجْرِي ثُمَّ يَغْتَسِلُ فِيهِ.) (بخاری : ۴۲۴)

ژباړه: په ولاړه اوبو کښي هیڅکله بولي مه کوئ هغه چې بهیږي نه، ځکه چي وروسته په دې کي غسل کوٸ.

 

همدارنګه بې له اړتيا د اوبو د ضايع کولو په اړه حدیث شریف دی:

(أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ مَرَّ بِسَعْدٍ وَهُوَ يَتَوَضَّأُ ، فَقَالَ : مَا هَذَا السَّرَفُ ؟ فَقَالَ : أَفِي الْوُضُوءِ إِسْرَافٌ ؟ قَالَ : نَعَمْ ، وَإِنْ كُنْتَ عَلَى نَهَرٍ جَارٍ.) (ابن ماجۃ : ۴۱۹)

ژباړه : رسول الله صل الله علیه وسلم سعد رض ولید چې هغه اودس کوي نبي ع ورته وفرمايل دا څنګه اصراف دی; حضرت سعد رض ورته وویل چې په اوداسه کي هم اصراف وي؟ رسول الله ورته وفرماپل چې هو په دې کښی هم اصراف دی که څه هم ته د بهیدونکي لښتي پر غاړه اودس کوې.

نوټ: د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په موخه د څاهګانو د اوبو د ريسايکل Recycle کولو يوه ښه طريقه ده.

خان اغا شینواری

Related Articles

May 28, 2021
2,222 views

د لرغوني يونان خلک او ټولنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د یونان پېژندنې لړۍ په دې لیکنه کې به د لرغوني يونان پر ټولنې او خلکو مفصلې خبرې وشي؛ د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ. دا ستاسو په پوهه کې يوه ښه اضافه ده.   خلک او ټولنه د لرغوني یونان ټولنه مختلفو فکټورنو ته په ک...

Oct 28, 2023
1,888 views

جرم او سزا ناول لنډیز

Crime and punishment! ،"«جرم او سزا« د پي ايس او  د لاهور تکړه ملګري شيرشاه وجدان دا کتاب(ناول) راته ډالۍ کړی وو، ډېر وخت وروسته مه بشپړه ولوستلو ،واقعي چې ډېر په زړه پورې ناول دی . دوستوسکي يو Russian ليکوال دی،د ناول  characters نومونو لږ ګران دي...

Aug 04, 2024
996 views

پرورش کنجد

(پرورش کنجد) خصوصیا ت بوتانیکی کنجد:نام علمی کنجد Sesamum indicumبوده یک نبات یک ساله مربوط به فامیل pedaliaceaeمیباشد ونام علمی آن درحقیقت ازنام عربی کنجد یعنی سیم سیم (simsim)گرفته شده است .ریشه:-  کنجد دارای ریشه اصلی بوده تا یک متر ویا اضافه تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...