د سروزرو (طلايي) معبد پېژنئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 04, 2021
4 years ago
4,492 views
د سروزرو (طلايي) معبد پېژنئ؟

د سروزرو معبد (طلایي معبد) چې په (Golden Temple) سره مشهور دی د هند د پنجاب په امرتسر کې چې زموږ د هیواد ځینې خلک یې امبرسر بولي د سیکانو ستره ګورودواره ده، چې دوی یې د (دربار صاحب) په نامه هم یادوي.

ددې معبد بنسټ د سیکانو د څلورم ګورو او لارښود (ګورو رامداس) له خوا اېښودل شوی دی.

دسروزرو معبد (طلایي معبد) د نړۍ د ټولو سېکانو لپاره یو سپيڅلی عبادتځای ګڼل کیږي. د سیکانو مذهبي کتاب (ګورو ګرنت) پکې ایښودل شوی دی. 

 د سکھ مت(سکهیزم) د مذهب بنسټ ایښودونکی ګورو نانک  دی چې په هند کې دپښتنو لودیانو د لومړني واکمن سلطان بهلول لودي دواکمنۍ (1451–1489زیږدیز ) پر مهال  یعنې د۱۴۶۹ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په پنځلسمه نېټه داوسني پاکستان لاهور ته څېرمه د (تلواندي) په کلي کې چې نن سبا یې( ننکانه صاحب) بولي زیږیدلی و. پلاریې مهتا کالوچند نومیده او د مورنوم یې ماتا ترپتا و. ګورونانک دکوچنیوالی نه یو متفکر انسان و . ده خپلې زده کړې دهندو برهمن پنډتا نو او مسلمانو ملایانو نه ترسره کړي دي او د دواړو مذهبونو اسلام او هندوئیزم په اړوند یې بشپړ معلومات درلودل .

همداراز نوموړی دبکهتي غورځنګ چې په هندوستان کې یې دټولنیزو نا انډولیو او دکاسټ دطبقاتی سیسټم پر خلاف مبارزه کوله تر اغیزې لاندې هم راغلی و . 

ګورو نانک پر واحد خدای عقیده درلوده او موحد و . ده خدای ته د ستیا نام یا حق نوم ورکړی و . ده به ویل چې خدای هغه واحد ذ ات دی چې ټول ځواک دده په لاس کې دی او تر هرڅّه لوړ او انتها نلري . دده په اند که یو انسان و غواړی چې دخدای رضا او خوشالي ترلاسه کړي نو باید له پنځو شیانو نه ډډه وکړي او هغه پنځه شیان دادي : شهوت ، غوسه ، حرص ، ځان ستاینه او غرور. ده پر کرما یا دښوکړو وړو پر فلسفې عقیده درلودله او ویل به یې : ( ای نانکه ! پرته له ښو کړو وړو او عملونو څنګه کولای شې چې دخپل خدای رضا او خوشالي ترلاسه کړې؟)

که دده ژوند لیک ولولو نو ده دهند دننه او دهند نه بهر  سفرونه  هم کړي دي . ده په دغو سفرونو کې دهند بیلا بیلې برخې لیدلي او هم یې سریلانکا ، نیپال ، تبت، افغانستان ، ترکیې او عربي هیوادونو ته هم سفرونه کړي دی او په دغو سفرونو کې یې داسلامی عالمانو سره لیده کاته شوي دي . په عربی هیوادونو کې سوریې ، عراق او سعودی ته تللی دی او دمکی معظمې او مدینې منورې زیارتونه یې هم له نږدې لیدلي دي . 

دګورو نانک تعالیم دده په کتابونو کې چې سکهانو ته مقدس او سپیڅلي دی لیدلای شو . سکهانو ته  مقدس یا سپیڅلی کتاب (ګورو ګرانت ) نومیږي چې ۹۷۴ بهجنونونه یا منظومې دینی مو عظې دي او دپنجابي ژبې په ګورموکهي لیکدود ( رسم الخط ) لیکل شوی دی. همدا راز( جپ جي صاحب ) دګورو نانک بل کتاب دی چې  مذ هبي دعاګانې پکې دي . 

همداراز دسیک مذهب پیروان پنځه شیان باید عملی کړي او هغه عبارت دی: ۱- کیس ، یعنی: دسر او ږیرې ویښتان به پریږدي او هغه به نه خریي ۲- کرپان یعنې یوه توره یا پیش قبضه به دځانه سره ګرځوي ۳۔ کچھا یا نیکربه اغوندي ۔۴-۔ کنگھا یا دویښتانو ږمنځ به له ځانه سره ساتي ۵- کړه :دلاس یو فلزي بنګړی به په لاس کې اچوي .

ګورو نانک د۱۵۳۹ زیږدیز کال د سپتمبر په ۲۲ نیټه دهند دپنجاب په کرتارپور کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړي دي .

دسکهانو شمیر په ټوله نړۍ کې د (۳۰ )ملیونو تنو په شا او خواکې دي چې زیاتره یې دهند دپنجاب په ایا لت کې ژوند کوي او پاتې یې دنړۍ په نورو هیوادونو لکه امریکې ، کاناډا ، انګلستان او نورو هیوادونو کې اوسیږي .

دګو رو نانک تر مړینې وروسته نور نهه ګورو یا دسیک دمذهب لارښودونکي رامینځ ته شوي دي چې نومونه یې دادي : 

۱- ګورو انګد 

۲- ګورو امر داس 

۳- ګورو رام داس

۴- ګورو ارجن دیو 

۵- ګورو هرګوبیند 

۶- ګورو هررای 

۷- ګورو هر کشن 

۸- ګورو تیغ بهادر

۹- ګورو ګو بیند سینګ

 

لطیف یاد

Related Articles

May 09, 2021
2,256 views

لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ د لرغونو هېوادنو په لړ کې د یونان نوم هم د یادولو وړ دی. ددې هېواد تاریخ له میلاده "۵۰۰۰" کاله پخوا پیلېږي. هغه لومړني قومونه چې په دغه خاوره کې مېشت شوي دي، عبارت دي له "آیونیان"، "دوریان" او یونیان".  د تاریخي څېړنو نظر...

Jun 09, 2022
1,754 views

د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

یو ملگري وپوښتلم، چې د افغانستان کابو نهه مېلیارده (نهه زره مېلیون) ډالر ولې د ۲۰۲۱ز، اگست ۱۵مې څخه وروسته د امریکا له لوري کنگل شوي‌دي؟ څه اړتیا يې وه، چې دومره ډېرې پيسې دې هلته وساتل شي؟ ما ویل راځئ، ځواب به یې له تاسې سره هم شریک کړم. لومړی، دا...

Sep 07, 2021
1,929 views

نړیوال سیاسي اسناد(اخلاقي او نزاکتي موفقتنامې) څه دي؟

نړيوال سياسي اسناد ( اخلاقي او نزاکتي موافقتنامې ) Gentlemen’s Agreements سياسي اسناد د حقوقي اسنادو برعکس ذيدخله لوريو ته حقوق او وجايب نه راجع کوي او اړونده لوري يې په تطبيق مکلف نه ګڼل کېږي بلکې دغه اسناد يوازې اخلاقي او نزاکتي جنبه لري يعنې د اخ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,485 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,857 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...