د لرغوني يونان خلک او ټولنه

R
Riaz Muqamzai
Author
May 28, 2021
4 years ago
2,223 views
د لرغوني يونان خلک او ټولنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د یونان پېژندنې لړۍ په دې لیکنه کې به د لرغوني يونان پر ټولنې او خلکو مفصلې خبرې وشي؛ د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ. دا ستاسو په پوهه کې يوه ښه اضافه ده.

 

خلک او ټولنه

د لرغوني یونان ټولنه مختلفو فکټورنو ته په کتو وېشل شوې وه؛ له ځينو یې په لاندې ډول یادونه کوو.

ـ د غلامانو او آزادو وګړو ترمنځ توپير

ـ د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر

ـ د نسب او ټبر پر اساس توپیر

له دې ټولو سره ـ سره عقایدو ته هم پاملرنه کېده. لاسته راغلي شواهد تر ډېره د کلاسیکې او هلنیستي دورو کې په لویو ښارونو اسپارتا او آتن پورې اړه لري.

پر دې سربېره چې اتن د نورو دولتونو په څېر پرمختللی و، خو بیا هم د نورو وروسته پاتو سیمو په څېر ټولنیز حالت یې درلود.

په لرغوني یونان کې یوازې آزادو خلکو کولای شول، په ښار کې ملکیت ترلاسه کړي او ویې پېري. له لرغوني روم سره د پرتلې په صورت کې ویلای شو، چې د خلکو ارزښت په کې، باور او نفوذ ته په کتو ټاکل کېده.

شتمنۍ په اعتبار د لرغوني یونان خلک پر څلورو طبقو وېشل کېدل؛ د دولت په ډېرېدو او کمېدو سره د خلکو طبقو هم توپیر کولای شو.

غلامانو ته به هيڅکله مقام او قدرت نه ورکول کېده. هيڅ ډول قانوني، سیاسي او حقوقي حق نه ورکول کېده. ارسطو به غلامان د ژونديو وسایلو په نامه پېژندل. د لرغوني یونان هيڅوک نه پېژنو چې د غلامۍ خلاف غږ یې پورته کړی وي.

اکثرو خلکو به غلامان په کور کې د مزدورۍ لپاره نیول. شمېر يې هم ډېر و، آن غریبو کورنيو به هم یو یا دوه غلامان درلودل. خاوندانو یې کولای شول، دوی ووهي او یا یې ووژني. مګر په وهلو سره یې له هغوی سمه استفاده نه شوی کولای. نو ځکه به اکثرو یې غلامانو ته د آزادۍ وعدې ورکولې، ترڅو ډېر کار پرې وکړي.

د روم په خلاف، آزاد شويو غلامان به بیا هم وطنوال نه ګڼل کېدل. دوی به بیا هم د پرديو په ډله کې حسابېدل.

د ښځو او نارینه وو ترمنځ د تبعیض په لحاظ هم یوناني ټولنه له توپیري چلند سره مخ وه. نارینه وو د ښځو پر نسبت  ډېر امتیازات درلودل. د مېرمنو ژوند له ستونزو خالي نه وو. ویلای شو، یونان یوه نرواکه ټولنه درلوده. مېرمنو په کې ډېره ازادي نه درلوده.

همدارنګه د نسب او ټبر له اړخه هم یوناني ټولنه له توپیري چلنده خالي نه وه. پر نسب او ټبر غرور او پر نورو د برترۍ احساس په يونانی ټولنه کې ډېره عامه وه.

په ټوله کې د لرغوني یونان اجتماعي ژوند له ستونزو خالي نه وو. مګر بیا هم په ورستيو کې دوی پر قوي مدنیت بدل شول. ډېرې اختراعوې یې وکړې، چې بشریت یې تر اوسه د اساس او بنسټ په توګه مني.

Related Articles

Jun 04, 2023
1,887 views

څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟

څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟ زمونږ  د اکثریتو ځوانانو یو ستونزه دا ده چې نه پوهیږي څه وکړيمثلاً: د اقتصاد پوهنځی څخه فارغ شوی ځوان مو په دی نه پوهیږي چې کوم بخش کې تخصص لري او د کومی وظیفی لپاره اپلایی وکړي. ډیری د پوهنتون فارغان مو په دی نه پو...

Mar 27, 2021
4,025 views

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو...

Oct 04, 2020
3,362 views

د غوزانو یا چهارمغزو (۱۰) روغتیايي ګټې

۱. په غوزانو کې فایبر، اومیګا تري او نور شته ترکیبونه ستاسې سټریس (ذهني فشار) له منځه وړي، هره ورځ چهارمغز خوړل مو له ورځني فشار او سټریس څخه ساتي.۲. د سهار له خوا د (۲) غوزانو خوړل، انرژي درکوي. نو که غواړئ په ورځنیو چارو کې فعال او چالاک واوسئ نو د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,520 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...