څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 04, 2023
2 years ago
1,864 views
څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟

څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟ 
زمونږ  د اکثریتو ځوانانو یو ستونزه دا ده چې نه پوهیږي څه وکړي
مثلاً: د اقتصاد پوهنځی څخه فارغ شوی ځوان مو په دی نه پوهیږي چې کوم بخش کې تخصص لري او د کومی وظیفی لپاره اپلایی وکړي. 
ډیری د پوهنتون فارغان مو په دی نه پوهیږي چې سي وي CV څنګه جوړه کړي
او په اخر کې باید ووایم چې ۹۰ سلنه فارغان خوپه دی نه پوهیږي چې څنګه وظیفه واخلي او د کوم ځای نه پیل وکړي. 
1. د دندی لپاره اړین مهارتونه
a. د انګلیسی ژبی زده کړه: نن سبا تقریباً د هر کار تر سره کولو لپاره انګلیسی ژبه مهمه ده نو ستاسی باید حد اقل په متوسطه اندازه انګلیسی ژبه زده وي. 
b. کمپیوټر: که تاسی غواړۍ په یو دفتر که دنده تر سره کړۍ نو د کمپیوټر زده کړه ستاسو لپاره اړینه ده بالخصوص د مایکروسافټ آفیس پیکیج زده کول چې دی کې مایکروسافټ ورډ Ms Word، مایکروسافټ ایکسیل Ms Excel، مایکروسافټ پاورپواینټ Ms PowerPoint او مایکروسافټ ایکسس Ms Access او همدارنګه د ایمیل پخاطر د اووټ لوک Outlook شامل دي. 
2. انټرن شپ Internship: که تاسی نوي فارغ شوی یاست او یا مو د پوهنتون وروستی کال دی، نو همدا اوس تاسی باید د انټرن شپ تلاش وکړۍ، مختلف ادارات خصوصاً غیر دولتی موسسات نوی فارغان د انټرن په توګه د ۶ میاستو لپاره استخداموي، دغه موده که تاسو ته یو اندازه جیب خرڅ هم درکوی او تر څنګ یی تاسو ته عملاً کار هم در زده کوي
3. روز مزد کار Casual Work: ځینی ادارت د موقت وخت لپاره روز مزد نفر استخداموي چې د دایمی کارمندانو په نسبت ورته زیاته اجوره هم ورکوی او د داسی کارونو لپاره ډیر مهارت ته هم اړتیا نه وي. نو تاسی کوښښ وکړۍ داسی فرصت نه استفاده وکړۍ. په دی کې تاسو ته د کار د سرته رسولو لپاره روزنیز ټریننګونه هم درکول کیږي او وخت په وخت درته لازمی لارښوونی هم کیږي کوم چې ستاسو د ظرفیت سازۍ لپاره غوره موقع کیدلی شي. 
دا کارونه معمولاً د ډیټا انټري Data Entry، فایلینګ سیستم جوړلو، د اسنادو سکین کول، د اسنادو ارشیف برابرولو، سروی، ترجمه، ډیتابیس جوړولو، راپور لیکلو، عکاسی، تحقیق په برخه کې پیدا کیږي. په دی برخه کې معمولاً په انګلیسی ژبه پوهیدل، کمپیوټر سره بلدتیا، او د نورو وسایلو سره (لکه کامره، پرنټر، سکینر، د کاپی ماشین) بلدتیا تاسو سره مرسته کولی شي. 

4. انټرنیټ څخه استفاده: تاسو کولی شۍ چې د وظیفی د اعلاناتو د سایت څخه وخت په وخت لیدنه وکړۍ او هغه اعلان شوی دندی چې تاسی ورته په شرایطو برابر یاست ورته اپلای وکړۍ
په افغانستان کې معمولاً دندی د اکبر په سایت که اعلانیږی خو تر څنګ یی ځینی نور ویب سایټونه هم شته چې هر ورځ په لسکونو بستونه اعلانوي. د اکبر او ځینو نورو سایټونو ادرسونه په لاندی لینکونو کې دي
Acbar: https://www.acbar.org/jobs
https://jobs.af/ 
https://unjobs.org/duty_stations/afghanistan 
https://www.impactpool.org/countries/Afghanistan 
https://m.reliefweb.int/jobs?search=country.exact%3A%22Afghanistan%22 

5. تاسی باید د یو نفر نه وخت په وخت مشوره واخلۍ، کله چې کومی وظیفی ته اپلای کوۍ نو د هغه وظیفی لایحه وظایف او خپله سی وي یو ځل دغه نفر سره شریکه کړۍ او که درته مشوره درکړي نو اړین معلومات مو په سی وي کې اضافه کړۍ او بیا اپلای وکړۍ
6. مطالعه: کله چې کوم بست ته اپلای کوۍ نو د هغه کار باره کی پوره تحقیق وکړۍ، د مطالعی لپاره لازم مواد پیدا کړۍ، داسی څوک چې په ورته بست باندی کار کوي د هغه نه راهنمایی واخلۍ، دغه کارونه تاسو سره د امتحان په کامیابۍ کې مرسته کوي. 
ښه چانس

FB: Wahdat Adil

Related Articles

Feb 01, 2021
4,343 views

"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو بای...

Mar 11, 2021
2,374 views

راجع به نامه ی زرغونه منگل

راجع به نامه ی زرغونه منگل مصطفی عمرزی زرغونه منگل در میان بهترین گوینده گان اناث افغان که پس از سقوط طالبان از فرصت ها، مثبت استفاده می کردند، قرار دارد. رادیو آزادی، یک بخش بزرگ شهرت خویش را مدیون زرغونه منگل است. ما در موارد مختلف، در جا هایی که...

Sep 02, 2021
3,809 views

د ام روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ام یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پیدا کېږي. ددې مېوې د ودې اصلي ځايونه ګرمې سیمې دي، چې د ام ونې پکې ښه وده او تکثر کوي. لکه د نورو ټولو مېوو "ام" هم خپلې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,418 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,071 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,818 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...