نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 26, 2021
4 years ago
2,178 views
نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړ کې به نن د روسیې د نولسمې پېړۍ نامتو سبک پېژندونکي او لیکوال په اړه لا ډېر پوه شئ. د لیکنې ترپایه د ښاغلي تورګینیف پر ژوند او فن ډېرې خبرې وشي. 

 

تورګینیف

د روسيې ددې ستر لیکوال او سبک پېژندونکي بشپړ نوم ایوان تورګینیف "Ivam Turgenev" دی. اکثره څېړونکي یې نابغه لیکوال ګڼي. نوموړی په "۱۸۱۸م" کال کې د روسيې په اریول ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. کورنۍ یې شتمنه وه. مور یې د سیمې ترټولو شتمنه ښځه وه؛ شتمني ورته د تره له طرفه د میراث په شکل ورپاتې و. پلار یې هم یو افسر و. 

له شتمنې کورنۍ سره د تعلق له امله نوموړي ډېرې ښې زده کړې ترسره کړې. والدینو یې نوموړي ته کورنۍ ښوونکي ګمارلي و، چې د وخت ډېر لوی استادان ګڼل کېدل. په وروستیو کې یې په برلین کې زده کړې وکړې. هلته په يوهنتون کې یې د فلسفې په برخه کې زده کړې وکړې. 

د روسيې له نامتو لیکوالو سره د تورګینیف ناسته ولاړه په "۱۸۱۴م" کال کې له اروپا څخه تر ستینېدو وروسته پیل شوه.

د دغو نامتو لیکوالو له جملې، چې تورګینیف ورسره اړیکې درلودې، یو هم "ګوګول" و. څېړونکي د تورګینیف په اړه وايي:"که تورګینیف د (ګوګول) په څېر خلاق، د داستایوفسکي په شان د مسایلو سپړونکی او د تولوستوی په څېر تحیلګر نه وي، خو بیا هم نوموړي په روسي ادبیاتو کې خپل قوت ښودلی دی."

نوموړي په زلمیتوب کې څو شعرونه لیکلي وو. خو فکر یې نه کاوه، چې لوی شاعر به شي. تورګینیف په داسې حال کې لیکل کول، چې د وخت لیکوالو به پر خپلو لیکنو پیسې ګټلې، مګر نوموړي هيڅکله دا کار و نه کړ. 

هغه به ډېرې پخې او سنجیده لیکنې کولې. ترڅنګ یې راښکونکي رومانونه او کیسې یې هم لیکلې. امریکایی لیکوال "البرت جي ناک" یې په اړه وايي "د تورګینیف اثار به تر ډېره په روسیه او اروپا کې لوستونکي ولری."

د نوموړي لویه هیله دا وه، چې د پوهنتون پروفیسور شي؛ خو له ادبي نړۍ سره د تړاو له کبله ډېر بوخت شو. تر ډېره به یې اروپا ته سفر کاوه. دا چې د عمر ډېر کلونه یې په فرانسه کې تېر کړل، نو هلته یې هم له پياوړو لیکوالو سره راشه درشه درولوده. 

په نثر کې شعرونه، د نجیب زاده ګانو ځاله، لوګی، پلرونه او زامن، يوه ورځ مخکې، د اضافي انسان ورځني يادښتومه او ځينې نور د نوموړي له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي.

له ګڼو ادبي هڅو او فعالیتونو وروسته، نوموړی په "۱۸۸۳م" کال کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

Related Articles

Jan 04, 2022
2,231 views

ایا پوهېږﺉ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟   په نړۍ کې دوه ډوله حیوانات شته چې یو ته یې اهلي او بل ته یې وحشي حیوانات وایي، اهلي حیوانات هغو حیواناتو ته وایي چې خلک یې په کورونو کې ساتي لکه، غوا، اوښ، مرکب، پیشو او دا...

Aug 04, 2024
1,869 views

پیوند کردن نباتات چیست و چی وقت باید شود؟

پیوند چیست ؟      ▪        پیوند عبارت از یک تخنیک باغداری است که از یکجا نمودن دو نبات یک نبات دالخواه بدست میآید. ▪ طریقه یا روش است که قسمت شاخه همرای برگ پندک آن داخل نهال اصلی دالخواه   یعنی پایه مادری میگردد. ▪ پیوند یک طریقه تکثر غیر زوجی نبات...

Jul 08, 2020
3,969 views

ډیپریشن یا ژور خپګان څه ته وایي؟

هغه وخت د ژور خفګان علایم ښکاره کیږي کله چې یو کس د یو یا دوه ورځو لپاره خفه نه اوسي بلکې په متواتر ‌‌‌‌‌‌ډول د دوه اونیو یا زیاتره وخت لپاره خفګان ولري، یا هغه د علاقې وړ کارونه چې یې کول هغه ته نوره علاقه ونه لري. لکه د یو چا کریکټ لوبه زیاته خوښید...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,472 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,088 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,849 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...