لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 09, 2021
4 years ago
2,255 views
لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ د لرغونو هېوادنو په لړ کې د یونان نوم هم د یادولو وړ دی. ددې هېواد تاریخ له میلاده "۵۰۰۰" کاله پخوا پیلېږي. هغه لومړني قومونه چې په دغه خاوره کې مېشت شوي دي، عبارت دي له "آیونیان"، "دوریان" او یونیان". 

د تاریخي څېړنو نظریه دا ده، چې یونان ته لومړني ورغلي خلک آسیایان وو، چې دا مهاجرت له میلاده پنځه زره کاله مخکې ترسره شوی دی. هلته یې ځينې مشهور ښارونه، لکه: کورنت، اتن، سپارټا او ځينې نور آباد کړل.

لکه د نورو تمدنونو دا سیمه هم د جګړې او سولې شاهده وه. دوی به کله پخپلو کې سره وژل او کله به یوځای شول. خو دا باید هېره نه کړو، چې دوی له اوله د سمندرونو په ارزښت پوهېدل، له همدې امله یې ښارګوټي په ساحلي سیمو کې جوړول. له میلاده شپږ پېړۍ وړاندې د یونان مرکز "آتن" دومره پرمختګ کړی و، چې په نړۍ کې یې ساری نه درلود.

په علمي لحاظ  فلسفې، هنر، معمارۍ، شعر او نورو علومو ډېره وده کړې وه، چې نورو غربي هېوادونو ته یې د پرمختګ اساس کېښود.

داسې علمي شخصیتونه یې درلودل، چې تر اوسه یې آثار لوستل کېږي او له نومونو سره یې موږ ټول اشنا یو. له ډلې یې د فیثاغورث، ارسطو، افلاطون، سقراط، هومر او ځينو نورو نومونه یادولای شو. 

په هماغه پخواني وخت کې یې، مختلف ټولنیز حرکات درلودل. سمپوزیمونه، تیاتر، شعري مسابقې، سپورتي جشنونه او نور ګڼ شمېر ادبي او ټولنيزې غونډې یې هم لرلې.

د سپورت په برخه کې ویلی شو، چې د نړۍ د ستر سپورتي جشن "المپیک" بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. په هغه وخت کې ددې لوبې ګټونکی به ټولو یونانیانو خپل اتل باله او د قدر په سترګه یې ورته کتل.

په حکومتي نظام کې هم د حکومتي، سیاسي او هنري تشکیلاتو بنسټ په یونان کې ايښودل شوی، چې تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لږ او ډېر توپیر سره د تطبیق وړ دي. 

يه دیني لحاظ یونانیان مختلفو خدایانو ته قایل وو او هغوی به یې لمانځل. د خدایانو له ډلې یې زیوس، اپولو او اتنا ډېر مشهور وو. دوی د مینې، قهر او نورو مفاهمو لپاره مختلف خدایان درلودل.

که څه هم د یونان په اړه ډېرې خبرې کېدای شي، خو په لنډ ډول به ووایو، چې دا هېواد تقریبا په نړۍ کې د ټولو علومو د بنسټ ايښودلو او پيدايښت سیمه ده.

که غواړئ د لرغوني یونان د حکومتولۍ، عقایدو، ټولنیز ژوند او نور مسایلو په اړه لا ډېر پوه شئ، نو نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ. تر څو په نورو لیکنو کې پر هرې برخې مفصلې خبرې وکړو.

Related Articles

Oct 10, 2023
1,472 views

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دید حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله ن...

Feb 17, 2022
2,198 views

له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د انسانانو ژوند له ناڅاپي پېښو ډک دی. په اوبو کې ډوبېدل، سوځېدل، په ټکر کې زخمي کېدل او ورته نورې ګڼې پېښې شته، چې زموږ او ستاسو عادي ژوند ژوند ګواښي. د داسې پېښو پر مهال له متضرر کس سره چټکه او مناسبه همکاري د هغوی د ژوند ژغورل...

Nov 08, 2020
2,912 views

هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,436 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,828 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...