د انګریزي رپورټونو نه د اتمانخېلو متعلق څو کرښې

S
Salman Jabbar
Author
May 05, 2021
4 years ago
1,987 views
د انګریزي رپورټونو نه د اتمانخېلو متعلق څو کرښې

د انګریزي رپورټونو نه د اتمانخېلو متعلق څو کرښې ــــــــــــ

۳۶ــ بخت جهانزېب خان په نولس سوه اتلس کې زېږېدلے دے دا د مرحوم نواب شاه درېم ځوۍ دے د ده خاندان په تېمور قلعه کې مېشته دے او دا په اسلامیه کالج کې تعلیم حاصلوي.
۳۷ــ بخت پور چې د فغفور پۀ نامه هم مشهور دے د شموزۍ قوم سره تعلق لري او د ارنګ پجيګرام اوسېدونکے دے یو مشهور بدمعاش دے او د دۀ نامه د ملاکنډ په مغربي پولو مېشته د نورو بدمعاشانو سره سمه یادیږي.دا د فقیراُولنګر ملګرے دے او د اتمانخېل قوم د بادِ سبا نومې تنظیم مشري هم کوي.
کله چې پۀ نولس سوه دوۀ دېرشتم کې د شموزۍ پۀ علاقه د بمب بلاسټ واقعه وشوه نو وروسته ده کوششونه کول چې د برټش علاقو په حدودو کې نورې دهماکې هم اوشي.
۳۷ــ بنارس چې د کوټ ملاکنډ ایجنسۍ اوسېدونکے دے پۀ قام اتمانخېل کې د پېغزي قبیلې مشر دے.
دۀ پۀ نولس سوه دېرشم کې د خدايي خدمتګار تحریک پۀ مخالفت کې د برټش سرکار ملاتړ کړے وۀ.
د دغه ملاتړ پۀ بدل کې دۀ ته یو ریوالور پۀ انعام کې ورکړے شۀ.
۳۹ ــ دولت خان د بټل کلي یو نوموړے پائنده خېل دے د عالمزېب خان حمایتي دے او د دیر د نواب سخت مخالف دے چې کله عالمزېب خان جلاوطن کړے شۀ نو دۀ هم د والي سوات پۀ خواه کې د جلا وطنۍ ژوند تېرول شروع کړۀ.
۴۰ــ دورے د سولۍ برنګ اوسېدونکے دے او پۀ اتمانخېل قام کې د اصیل خمارخېل قبیلې نوموړے ملک دے.
د دۀ مخالفت نوران سېد کړے دے دا د فقیر النګر نزدې ملګرے دے دۀ پۀ نولس سوه دوۀ دېرشم کې د سوات پۀ دریاب د کهجورې پۀ مقام د فقیر النګر د لښکر د پاره د پُل جوړولو هڅه کړې وه خو بریا شوے نۀ وۀ.

تحقیق و ترجمه ـ سفېد انجم اتمانخېل
(جاري)

Related Articles

May 10, 2021
4,117 views

ښوون (زيتون)

ښوون چې په عربی ، فارسي ،او اردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی. یوه ګټوره میوه ده چې لږتر لږه  ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې  اروپا ،‌ لویدېزې ایشیا  ،‌ او شمالي  افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېو...

Jun 17, 2022
1,337 views

shrinkflation

Shrinkflation آیا زمونږ په هېواد کې هم دغه ډول انفلاسیون شتون لري؟ د لوی اقتصاد په برخه کې Shrinkflation اصطلاح یوه جالبه اصطلاح ده، د اقتصاد پوهانو په نظر باندې دا هغه پروسه ده چې په کې د یو جنس په سایز(اندازه) او وزن کې کموالی د تولیدونکو لخوا را...

Dec 10, 2022
1,352 views

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟ یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,287 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,289 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,465 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...