داسې جملې چې یو کتاب خبرې لري

R
Riaz Muqamzai
Author
May 02, 2021
4 years ago
3,569 views
داسې جملې چې یو کتاب خبرې لري

حتما به داسې پېښ شوي، چې د چا له خبرو متأثر شوي یئ او دا کړنه په ټولنیز ژوند کې بېخي عادي ده. هر څوک د یو چا له خبرو اغېزمن کېږي او خوند ورکوي. پوهېږئ علت یې څه دی؟

یوازې همدا چې د هغه خبرې بې پيغامه او بې څه نه وي، نو موږ هم په دې لیکنه د امریکايي فیلسوف او لیکوال امرسن (Relaph Waldo Emerson) هغه جملې تاسو ته وړاندې کوو، چې ممکن ژوند او فکر مو بدل کړي. تاسو یوازې هره جمله څو وارې ولولئ او پخپل فکر یې تحلیل کړئ، چې د ویناوال موخه څه ده.

ـ په یوې دقیقې غوسې سره، شپېته ثانیې خوښي له لاسه ورکوو.

ـ ناپوه خلک په چانس باور لري، هوښيار خلک په علت او معلول.

ـ غلام فقط یو بادار لري، خو تمه کوونکی شخص د هغو ټولو خلکو غلام دی، چې دی ترې تمه لري.

ـ څه چې یئ، تر هغه څه چې وایئ، تاسو ښه معرفي کوي.

ـ لوی انسانان هغه دي، چې پوهېدلي؛ معنوي ځواک تر مادي ځواک غښتلی دی. عقل او فکر دي چې په نړۍ واکمني کوي.

ـ بخت د هدف درلودلو یو بل نوم دی.

ـ سلا او مشوره یو داسې هنر دی، چې تاسې د هغو په مرسته هر څوک خپلې همکارۍ ته رابولئ.

ـ کلونه موږ ته ډېر شیان راښودلی شي، چې ورځې له هغو بې خبره دي.

ـ فطرت په دې اصولو عمل کوي؛ ټول د هر یوه لپاره او هر یو د ټولو لپاره.

ستاسو یې کومه وینا خوښه شوه؟

Related Articles

Aug 05, 2020
3,142 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Mar 08, 2021
2,699 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د اوسنۍ ايټاليې د ستر شاعر (هوراس) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ! ۱ـ “له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوښۍ تېره کړه.” که ځير شو نو نوموړی هغه خلک ننګوي، چې تل د سبا په اړه فکر کوي. دا ډول خلک د سبا په اندېښنو کې د نن موقع له ل...

Apr 30, 2022
2,002 views

د افریقا خړ طوطي

د ډول علمي نوم یې (Psittacus erithacus) ده، د (African gray or gray parrot) په نومونو هم پېژندل کیږي، د توتي ډول ده او په (order Psittaciformes) ډله کې ډلبندي شوی. په ساو ټام، عاج ساحل، ټوله نایجیریا او کامېرون، د کونګون په جمهوریت کې، یوګاندا، تانزا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...