هټلر ولې يهودان وژل؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 17, 2021
4 years ago
5,970 views
هټلر ولې يهودان وژل؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به په ښوونځي، پوهنتون او یا هم د نورو له خولې د هټلر نوم او د یهودانو د وژلو کیسې اورېدلي وي. خو په دې به په نه پوهېدئ، چې هټلر ولې یهوادن وژل؟ ددې لیکنې په دوام کې به د هټلر په اړه لاډېر پوه شئ. 

 

هټلر څوک و؟

هټلر په اتریش کې ـ چې هغه وخت د مجارستان برخه وه ـ وزېږېد. په "۱۹۱۳م" کال کې جرمني ته وکوچېد او د لومړۍ نړېوالې جګړې پر مهال د المان هېواد په پوځ کې وجنګېد. په "۱۹۱۹م" کې د المان هېواد کارګر ګوند سره یو ځای شو. په "۱۹۲۱م" کې د نازیانو د ګوند مشر وټاکل شو، چې دوه کاله وروسته یې د کودتا هڅه وکړه، خو ناکام شو او زندان ته ولېږل شو. 

په زندان کې یې د خپل کتاب لومړی جلد بشپړ کړ. کله چې په "۱۹۲۴م" کال کې له زندانه ازاد شو، د خپل کارزماتيک شخصیت له کبله ډېر ژر یې د وګړو ترمنځ شهرت او محبوبیت ترلاسه کړ. هغه به سرمایه داري او کمونېزم د يهودانو چل باله.

په ۱۹۳۲ کې که څه هم نازي حزب ډېرې رايې درلودې خو بیا هم اکثریت نه وو. پر همدې اساس پخواني صدراعظم او د کابینې نورو غړو د وخت ولسمشر "پاول فون هیندنبورګ" دې ته راضي کړ، چې هټلر صدراعظم شي. همداسې وشول او په دې توګه نوموړی لوړ موقف ترلاسه کړ.

هيټلر فکر کاوه، د المان طبیعي سرچينې المانیانو ته کافي نه دي نو ځکه خو یې د نورو هېوادونو د نيولو هڅه کوله او جګړه یې پیل کړه. خو له ډېرو جګړو ورړسته یې چې کله ماتې وخوړه، نو په "۱۹۴۱م" کال کې بېرته آلمان ته وګرځېد. د "۱۹۴۵م" کال د اپریل په ۲۹ یې له خپلې معشوقې سره واده وکړ، خو له واده دوه ورځې وروسته دې جوړې له دې وېرې ځانوژنه وکړه، چې روسي لښکر یې و نه نیسي.

 

هټلر يهوادن ولې وژل؟

نوموړی پخپل کتاب "زما جګړه" کې په دې اړه مفصلې خبرې کړي دي. چې لنډون یې داسې دی: "ما په اتریش کې له خپلې کورنۍ سره په یوه کوټه کې ژوند کاوه. زه د کورنۍ مشر وم. مور مې د سینې سرطان درلود. یو سهار چې ساړه هم وو، مور مې په داسې حال کې چې ډېره کمزورې وه او سترګې یې له اوښکو ډنډې وې په غوږ کې وویل: "ته باید د خپل کوچني ورور او خور ساتنه وکړې." په دې وخت کې زما عمر له نهو کالو کم وو. سر مې د مور په سینه کېښود او په چغو چغو مې وژړل. منډې مې کړه، چې مور ته مې درمل راوړم. موږ ته نږدې درملتون د یهودانو وو. په بېړه مې وویل: "درمل راکړه! مور مې مري." هغوی په داسې حال کې چې خندل یې ویې ویل، پلار دې راولېږه چې ډاکټر کور ته بوځي. ما که هر څومره هڅه وکړه، خو قانع مې نه کړل، چې پلار مې مړ دی. او ماته دې درمل راکړي. هغوی بیا هم پر له پسې خندل. نو له درملتون نه مې غلا وکړه. که څه هم یهودي راپسې منډه کړه. خو ما چې کور ته درمل رسول مور مې مړه وه. په دې وخت کې هغوی را ورسېدل. په وهلو ـ وهلو یې له کوټې وویستم او بیا یې بندي کړم. خو کله چې رهبر شوم لومړی مې هماغه درملتون ویجاړ کړ او بیا مې هغه یهودي او دوستان یې ووژل."

نوموړي د همدې پېښې له کبله یهوادن ډېر بد منل او په وژلو کې یې هېڅ درېغ نه کاوه.

Related Articles

Oct 11, 2023
1,792 views

غنمو د کښت ژوروالی

د غنمو د کښت ژوروالی (Depth of Seed) :-د غنمو د کښت مناسب ژوروالی له  3 - 6 سانتی مترو پوری ټاکل شوی دی له 6cm نه ژور باید ونه کرل شی او ځمکه باید نمجنه یعنی وتره وی .د یو جریب ځمکي لپاره د 25 سخه تر 28 کیلو گرامه تخم ضرورت دی .د #کیمیاوی سري استعمال...

Nov 13, 2021
2,452 views

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار  سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام د...

Jul 18, 2024
1,296 views

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...