هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 29, 2021
4 years ago
2,895 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی

دا ځل د فرانسې هېواد د نوبل ګټونکي ستر فلسفي ليکوال البرټ کامو “Albert Camu” په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ. 

 

“د انسان لپاره يوازې انسانيت بس دی.”

انسان تل هڅه کوي، چې تر نورو مخکې شي. پرمختګ وکړي او خلک يې وستايي. که انسان هرڅومره لوړ موقف ته ورسي، بيا هم د لا پرمخګ غوښتنه کوي. خو کامو وايي، د انسان لپاره تر دې لوړ موقف بل نشته چې انسان دی. حقيقت همدا دی، چې د انسان لپاره همدا لویوالی بس دی. انسان ته اشرف المخلوقات له همدې امله ويل شوي دي. 

دلته پوښتنه دا ده، چې انسان يعنې څوک؟ 

د انسان کلمې ريښه په (اُنس) کې ده، چې د مينې په معنا ده. موخه دا ده، چې انسان بايد تل له نورو سره مينه او همکاري وکړي. نو که غواړو په سمه معنا انسانان شو، بايد له نورو سره مرسته، زړه سوی او همکاري وکړو.

 

“موږ مخکې له دې چې په فکر کولو عادت وکړو، په ژوند کولو عادت کوو.”

دا يو واضح حقيقت دی، چې انسان يو تقليدي موجود دی. خبرې، ناسته پاسته او ورته نور مسايل له ماشومتوبه د تقليد په شکل زده کوي. په دې توګه انسان د فکر کولو پر ځای په رواجي کارونو عادت کېږي. 

د ليکوال موخه دا ده، چې بايد هر کار په فکر سره وکړو. ښه خبره هم همدا ده، چې هر کار په فکر او سوچ سره ترسره شي. که يو چا ته پور ورکوئ، نو لومړی فکر وکړئ، چې په پيسو څه کوي؟ آيا دا پيسې د سم کار په موخه اخلي يا هم نشه کوي؟

ټولنه کې زموږ رواج دا دی، چې که چا پور وغوښت د زړه سوی او احسان لپاره يې بايد ورکړو. خو منطقي خبره دا ده، چې بايد لومړی سوچ وکړو!

 

“ځينې وخت لږ څه غرور سړي سره مرسته کوي، چې خپل حد وساتي.”

دا خبره سمه ده، چې غرور او کبر ګناه ده. خو دلته له غرور څخه اصلي موخه دا ده، چې د ځينو ناروا کارونو د نه کولو په وخت کې خپل غرور وساتو. دا ستاسې د ځوانۍ غوښتنه ده چې نکاح او واده وکړئ. خو دا غرور دی، چې هېڅ پردۍ تورسرې ته په لارو کوڅو کې و نه درېږئ. نو دې غرور ستاسو حد وساته. مګر که تاسو دا کار کوئ، د يوې کړنې لپاره د خپلې ځوانۍ غرور له منځه وړئ. نو هڅه وکړئ په ځينو مواردو که له غرور نه هم مثبته ګټه واخلئ او خپل غرور وساتئ!

Related Articles

Jun 04, 2022
2,308 views

د بايسکل په اړه پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   بايسکل یو له هغو نقليه وسایلو څخه دی، چې کولای شي په کم مصرف او لوړ روغتيايي ارزښت سره له یوه ځای څخه بل ځای ته ستاسو تګ اسانه کړي. نن د جون درېیمه ده، چې د بايسکل نړېواله ورځ بلل کېږي. په همدې مناسبت مو دا لیکنه چمتو کړې ده، چ...

Apr 18, 2023
1,689 views

په ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبهزیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې له څنکه طول وزن او خادو ته واړوو؟...

Jul 25, 2022
2,264 views

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

که مو بدن د اوسپنې له کمبود سره مخ شي امکان شته چې له سترګو مو تورې حلقې را وګرځي، په بدن کې د اوسپنې کمبود د پوست مشکلات را منځته کوي، که د بدن اوسپنه پوره وي پوست تازه او ځوان پاتې کيږي. له سترګو د تور حلقو تاوېدل ستاسې ښکلا ته زيان اړوي او په نفس...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,746 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,033 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...