د کونړ غلام محمد څوک و!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2021
5 years ago
6,667 views
د کونړ غلام محمد څوک و!؟

غلام محمد ساپی د کونړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د عبدالحکيم اخونزاده «ساپي» زوی و. نوموړی د ۱۲۹۸ ـ ۱۳۰۰ ل.ل. کلونو په شاوخوا کې د کونړ په نرنګ کې زېږېد لی و . لومړنۍ زدکړې يې په خپل کور کلي او چم ګاونډ کې له خپلو مشرانو او د سيمې له ملايانو او پوهانو نه ترلاسه کړې؛ وروسته د کابل د خواجه عبدالله انصاري د لېسې دولسم ټولګی پای ته ورساوه او د فراغت سند يې تر لاسه کړ.

د ظاهرشاه پاچا د واکمنۍ پر مهال غلام محمد ساپی د ولسي جرګې په ۱۲ مه، ۱۳ مه دوره کې په پرله پسې ډول دافغا نستان په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی و. کله چې په دولسمه دوره کې د پارلمان لپاره په کونړ کې کانديد شو' نو د نرنګ ولسونو ورته خپله رايه ورکړه! خو د باډېل هاغه خلکو! کوم چې په خټه پښتانه سا پي ګوربز دي، هغوی ورسره مخالفت وکاوه او خبره تر دې بريده پورې ورسېدله چې د دوی تر منځه ټوپکې، تورې او وسلې وکارول شولې او ساپيانو (د غلام محمد خان قوم د باډېل د اوسېدونکو ګوربزو پر ضد قيام وکړ) د باډېل ډېر اوسېدونکي يې ووژل، نو سیالانو يې دا سروکی چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه.

«د کونړ غلا محمده!

باډېل ته مه ځه!!

ساپو ډېر وژلي دينه !!»

خو دده پلویانو به بیا دده مخالفینو پر وړاندې دا سروکی وویلو:

د کونړ غلام محمده!

باډیل ته راشه!

په کې ډیر وکړه سیلونه

د کونړ غلام محمد له نرنګ څخه باډېل ته لاړ نه شو، لنډه دا چې غلام محمد خان دوه دورې د افغانستان په ملي شورا کې وکيل شو.

غلام محمد ساپی په تعلیم مئین شخص و او د نجونو د تعلیم په حق کې و؛ ده په خپله کونړ کې د نجونو لومړنی ښوونځی په خپله شخصي ځمکه کې جوړ کړ او تر هر چا د مخه یې پکې خپلې لورګانې داخلې کړې؛ تر څو د کور او کلي خلکو ددۀ پر پله قدم کېښود او خپلې لوڼې او خويندې يې په همدې ښوونځي کې داخلې کړلې.

غلام محمد ساپي په همدې ترتيب سره د هلکانو د ښوونځي لپاره هم خپله ځمکه وقف کړه او د هلکانو لومړنی ښوونځی يې په کونړ کې جوړ کړ. خو بلخوا په ولسي جرګه کې به غلام محمد ساپي د ببرک کارمل سره په سیا سي مسئلو شخړې کولې او کله چې په افغانستان کې د ثور اوښتون راغی' نو غلام محمد ساپی د خپلې کورنۍ د غړو سره یو ځای پېښور ته په کډه ته لاړ او لکه نور افغانانو کډوالو هلته میشت شو او تقریباً ۱۴ کاله په کوزه پښتونخوا کې میشت و ۲۷ کاله مخکې د امريکې د متحده ايالتونو د کلفورنيا سانفرانسسکو ته د افغان کډوال په صفت له خپلې کورنۍ سره لاړ.

غلام محمد خان ساپي شاوخوا سل کاله ژوند وکړ، د کورني ژوند ثمر يې ۸ زامن او ۶ لورګانې دي.

د کال ۲۰۱۵ م. د مارچ په پنځمه نېټه غلام محمد ساپي د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، جنازه يې زامنو او دوستانو له کلفورنيا څخه کابل ته یوړه او کابل ته یې د جنازې د رارسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د جنازې او د جنازې سره مل د ارواښاد د کورنیو د غړو تود هرکلی وکړ. او جنازه یې د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کې په ډير درناوي او عزت سره د بېشمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه کې دده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره يې کلیوال او د ده شخصي دوستان او اشنایان وو، د کونړ د دولتي چاروواکو هم د ولسي شخصیت ته د درناوي په خاطر دده په جنازه کې ګدون وکړ.

لیکوال "حیات پیاوړي"

Related Articles

Dec 04, 2021
15,927 views

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کو...

Aug 28, 2021
6,672 views

ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

هره هغه کړنه، چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي. رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې د پېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځته ک...

Feb 26, 2023
1,253 views

وحدت با تنوع || Harmony with diversity

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar Harmony within diversity is in living together peacefully irrespective of race, culture and religion as shown in the sewing threads with di...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,484 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,857 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...