کمال خان څوک و؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 27, 2021
4 years ago
4,041 views
کمال خان څوک و؟

 

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې کمال خان څوک و؟ تاسو به د لیکنې تر پایه پوه شئ او ددې پوښتنې ځواب به ومومئ.

کمال خان څوک و؟

د نوموړي په اړه دوکتور اعظم سيستاني ليکي: "د ايوان سميت په نوم انګرېز افسر چې د جنرال ګولډ سمیټ د سکرتر په توګه دنده درلوده، په "۱۸۷۲م" کال کې له کوهک بند څخه تر کمالخان بندر پورې سفر کړی دی، هغه د کمال خان شجره داسې بیانوي: "جان بیک د (خان جانخان، اسلام خان یا اسلم جان، او نواب خان) په نامه درې زامن درلودل. د خانجان خان زوی ابراهیم خان نومېده، چې د چخانسور واګي یې په لاس کې وې. امام خان چې د اسلم خان زوی و، حسین آباد یې په خپل واک کې درلود. خو د نواب خان زوی "سردار کمال خان" نومېده، چې "چهاربرجک" سیمه یې په اختیار کې وه. پخپله کمال خان بیا اته زامن درلودل، چې "محمد عمر خان، محمد رضا خان او سرفراز خان" یې ډېر مشهور وو.

د سردار کمال خان نفوذ پر هغو کوچي بلوچانو ډېر دی، چې د هلمند له سیند چپ طرف ته د کمالخان بندر او رودبار ترمنځ پراته دي. رودبار سیمه بیا د نوموړي او سردار امام خان ـ چې د کمالخان ترور زوی دی ـ ترمنځ وېشل شوې ده. او هر یو یې خپلې کلاګانې لري، خپلو کسانو او زامنو ته یې سپارلي، چې د ځمکو د عایدات په وېش کې نظارت وکړي. د سردار امام خان پر نسبت د کمال خان ځواک ډېر دی."

په لنډ ډول ویل شو، چې کمال خان پر وطن او خپلو خلکو مئين شخص و، چې سلګونه کلونه وړاندې یې ژوند کاوه. نوموړي د خلکو له سمې مرستې پرته د لرګیو او شته امکاناتو په مرسته چهاربرجک سیمه کې یوه اندازه اوبه مهار کړې. پر مټ یې شاوخوا سیمې ښيرازه شوې. خو د ګوډ تيمور په وخت کې پر یاده سیمه برید وشو او هغه بند له منځه يوړل شو.

له هغه وروسته سردار محمد داوود خان وویل، چې یاد بند به جوړوي، خو له بده مرغه شهید کړای شو. نوموړي هم خپل ارمان ګور ته یووړ. د خوښۍ خبر دا دی، چې یاد بند په اوس وخت کې جوړ شو. د کمال خان او سردار محمد داود خان ارمانونه به پوره شوې وي.

Related Articles

Jan 21, 2021
3,260 views

ای ځوانانو د بریالیتوب لپاره له ما واورئ

نوی ځوان شوی وم هېر مې نه دي چې له خپل پلار څخه ډېر زیات ګېله من وم کله نا کله به مې له ځان سره ژړل چې دا پلار ولې زما سره داسې چلند کوي ما به چې هر وخت خپل پلار ته وویل، پلاره غواړم یو کورس کې نوم لېکنه وکړم، یا غواړم چې یو لرې ځای ته لاړ شم نو زه ی...

Nov 09, 2020
1,953 views

طرح حمله

طرح حمله (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی باب وود وارد، چهره ی شناخته شده ی ژورنالیسم امریکا و جهان است. او در یک مشارکت حرفه یی با کارل برنشتاین، در آشکار ساختن ماجرای واترگیت، نقش اساسی داشت. پس از آن که آشکار شد ریچارد نکسن، از روسای جمهور امری...

Sep 05, 2021
3,297 views

هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

نثار محمد افغان د تاجیکستان د ښوونې او روزنې لومړنی وزیر ، په ۱۸۹۷ کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په زيده کلي کې زیږیدلی و. یو ځیرک، پوه او د ”ځوانو افغانانو د مشروطیت غورځنګ“ یو ډېر وفادار ملاتړی و. د غازي امان‌الله خان په مشري د افغان-انګليس په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,758 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,044 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...