ای ځوانانو د بریالیتوب لپاره له ما واورئ

A
Ahmad Sohib Hasrat
Author
Jan 19, 2021
5 years ago
3,248 views
ای ځوانانو د بریالیتوب  لپاره له ما واورئ

نوی ځوان شوی وم هېر مې نه دي چې له خپل پلار څخه ډېر زیات ګېله من وم کله نا کله به مې له ځان سره ژړل چې دا پلار ولې زما سره داسې چلند کوي ما به چې هر وخت خپل پلار ته وویل، پلاره غواړم یو کورس کې نوم لېکنه وکړم، یا غواړم چې یو لرې ځای ته لاړ شم نو زه یوازې یم،بلد نه یم ته راسره ولاړ شه.

هغه به راته وویل، چې زویه زما پلار ملا وه هیڅ ځای هم بلد نه وه او نه هم یوه ورځ راسره چېرته تللی وه زه درسره نه ځم بس خپله ولاړ شه زویه داسې فکر وکړه چې زه نه یم.

دغو خبرو به زه سخت خفه کړم چې زه خو هیڅ ځای بلد نه یم او پلار ولې راسره داسې چلند کوي؟

همدا د پلار خبرې وې چې ما هم خپله کارونه ته مخه کړه،هرځای او هرکار به مې په پوره هوډ او ډاډ سره خپله کوه او د پلار په خبره داسې فکر به مې کوه چې خدای مه کړه رښتیا زما پلار نه شته دی نو زه باید څه وکړم.

هماغه وه چې نن ورځ مې ژوند خه دی او هر کار ته چې مخه کړم د  خدای ج په مرسته په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي او له خپل پلار څخه اوس مهال زیات منندوی یم پلار عمر مو اوږد شته او په ژوند مو برکت.

زه وایم چې هر ځوان او هرڅوک باید په خپله هڅه وکړي خپله کار وکړي او دې هیچا لپاره په تمه نه شي تاسو خپله بریالي یاست او هر کار خپله کولي شي.

Related Articles

Jan 13, 2022
2,093 views

کابریکا - #لومړۍ_برخه

کابریکا - لومړۍ برخه لیکوال: نعمت الله رحیمي   ۲۰۲۱ز - کالیفورنیا، متحده ایالات د جولای ۱۲مه شپه تیره شوه، دوه دیرش کلن انډریو میلر له خوبه را پاڅید، غاښونه یې وینځل چې مور یې غږ کړ:- انډریو زویه! انډریو په ډکه خوله ځواب ورکړ:- هو مورې! شیبه تم...

Jul 06, 2020
6,756 views

پلان څه شی ده؟

پلان له وړاندي څخه  جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو. مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي. د پلان په وسیله کولی شو...

Dec 09, 2020
3,056 views

د بریالیتوب رازونه!

هر څوک غواړي بریالې اوسې، دا ډیره ښه او عالې هیله ده، دغه هیلي ته رسیدل کوم نابغه توب، جادو، منتر یا معجزه نه غواړي، یوازې یو څه زحمت او د یو څو ساده کارونو ترسره کول غواړي. دلته په څو هغه لارو چارو غږیږو که عملې شي د بریالیتوب تضمین مو کیدلی شې:...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,491 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...