هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
2,837 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی

دا ځل به د فرانسې د نوميالي شاعر او په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ ايښودونکي ليکوال (بالزاک) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولټوو.

۱ـ “انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوښۍ.”

يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري. هرکه چې ناهيلي شوئ، په دې معنا چې تاسو مړه يئ. ناهيلي انسانان په ذهني لحاظ ځورېږي او هېڅ کار ته يې لاس نه ورځي. د بالزاک موخه دا ده، چې تاسو که ژوند غواړئ نو هيلې ولرئ او همدا ستاسو د ژونديتوب معنا لري. له هيلو پرته مړه يئ مړه!

همدا اوس له ځان سره فکر وکړئ، آيا تاسو هيلې لرئ؟ هيلې مو څه دي؟

که هره هيله لرئ، تاسو وته ژمن پاتې شئ او په ترلاسه کولو کې يې هېڅ درېغ مه کوئ. د جملې په بله برخه کې د ډېرې خوښۍ مسئله ده. پر له پسې خوښي له انسانه خپل رب هېروي او په دې توګه له اروايي مړينې سره مخ کېږي. په لنډ ډول ويلای شو، په هر ډول حالاتو کې خپل رب مه هېروئ. که خوښ يئ يا خفه خپل رب ته رجوع کوئ.

۲ـ “هېڅ وخت نه شئ کولای، چې د مور تر مينې رښتينې مينه پيدا کړئ.”

په دې کې لوی پيغام هغوی ته دی، چې له خپلو ميندو خفه دي. که ستاسو ميندې ژوندي وي، بختور خلک يئ. د خپلې مور قدر وکړئ او مينه ورکړئ. ځکه چې په نړۍ د مور د مينې په څېر حقيقي مينه نه پيدا کېږي. که تاسو هرڅومره لويه تېروتنه وکړئ، مور  مو بخښي او بيا مو هم ښکلوي، مګر نور انسانان هېڅکله دا خاصيت نه لري. نه مو ملګری او نه مو هم مېرمنه له لويې تېروتنې وروسته بخښي.

۳ـ “زياتې خبرې د منافقت نښه ده.”

د يوه ليکوال انسان د ژوند تجربه همدا ده، چې ډېرې خبرې د منافقت نښه ده. هغه انسان چې له موږ وړاندې تېر شوی او ډېر انسانان يې ليدلي دي. آيا تاسو داسې کوم څوک پېژنئ، چې ډېر غږېږي؟ که يې پېژنئ نو ويئ څارئ حتما به بدنيتي درته لري. خو بيا هم کېدای شي دا خبره پر ټولو انسانانو صدق و نه کړي، مګر دا خبره واضحه ده، چې پوه انسانان ډېر نه غږېږي او چوپيتا يې اختياره کړې وي.

۴ـ “نابغه هغه څوک دی، چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي.”

دلته نو بايد پوه شئ چې ستاسو او د يو نابغه ترمنځ توپير څومره دی. لږ دی بېخي لږ. که تاسو هم د خبرو پر ځای عمل ډېر کړئ نابغه يئ. همدا اوس خپل پلانونه وسنجوئ او عمل پرې وکړئ نو ډېر ژر به د بریا او پرمختګ خوند وڅکئ. 

د عادي او نابغه انسانانو ترمنځ توپير ډېر لږ دی. عادي انسانان يوازې فکر کوي خو نابغه وګړي بيا خپلو افکارو ته د عمل جامه ور اغوندي. تاسو څه پلان لرئ؟ آيا خپل هدف او پلان لپاره مو عملا اقدامات کړي؟ که ځواب مو هو وي نو بريالي يئ او که نا وي نو ځان اصلاح کړئ. يوازې د فکر او خيال تر پولو محدود مه پاتې کېږئ، کار وکړئ او مثبتې پايلې يې وګورئ!

Related Articles

Oct 10, 2023
1,257 views

ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه

د ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه . Types of Soil Tests for Building Constructionد ودانیو جوړولو په کارونو کې  د خاورې د ازمایښتونو ډولونه د خاورې په خواصو پورې اړه لري.د تهداب ډیزاین د ساختماني ساحې د خاورې د ازمایښت د راپور پراساس ت...

Jun 17, 2023
1,887 views

کتاب څه ډول باید ولوستل شي

کتاب څه ډول باید ولوستل شي، د زیرک لوستلو عملي لارښوود لیکوالان:مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال د ډلبندۍ له اړخه دا کتاب یو عملي لارښود دی.  کتاب څه ډول لوستل کېږي.......، د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه د لیکل شويو کتاب...

Mar 19, 2023
1,582 views

واش برخی ‌ډیر مهم سوالونه او ځوابونه

د واش برخی ‌ډیر مهم سوالونه او ځوابونه‍۱- د اوبو د مصرف نورم تعریف کړی ؟ځواب: د یو نفر د اوبو مصرف په ۲۴ ساعتونو کی یا په یوه شپه او ورځ کی د پخلی، څښاک، اودس ،حمام او څارویو ته اوبه برابرول د اوبو د مصرف د نورم په نوم یادېږی ، چی په مختلفو شرایط پور...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,228 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,415 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...