To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی

دا ځل به د فرانسې د نوميالي شاعر او په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ ايښودونکي ليکوال (بالزاک) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولټوو.

۱ـ “انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوښۍ.”

يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري. هرکه چې ناهيلي شوئ، په دې معنا چې تاسو مړه يئ. ناهيلي انسانان په ذهني لحاظ ځورېږي او هېڅ کار ته يې لاس نه ورځي. د بالزاک موخه دا ده، چې تاسو که ژوند غواړئ نو هيلې ولرئ او همدا ستاسو د ژونديتوب معنا لري. له هيلو پرته مړه يئ مړه!

همدا اوس له ځان سره فکر وکړئ، آيا تاسو هيلې لرئ؟ هيلې مو څه دي؟

که هره هيله لرئ، تاسو وته ژمن پاتې شئ او په ترلاسه کولو کې يې هېڅ درېغ مه کوئ. د جملې په بله برخه کې د ډېرې خوښۍ مسئله ده. پر له پسې خوښي له انسانه خپل رب هېروي او په دې توګه له اروايي مړينې سره مخ کېږي. په لنډ ډول ويلای شو، په هر ډول حالاتو کې خپل رب مه هېروئ. که خوښ يئ يا خفه خپل رب ته رجوع کوئ.

۲ـ “هېڅ وخت نه شئ کولای، چې د مور تر مينې رښتينې مينه پيدا کړئ.”

په دې کې لوی پيغام هغوی ته دی، چې له خپلو ميندو خفه دي. که ستاسو ميندې ژوندي وي، بختور خلک يئ. د خپلې مور قدر وکړئ او مينه ورکړئ. ځکه چې په نړۍ د مور د مينې په څېر حقيقي مينه نه پيدا کېږي. که تاسو هرڅومره لويه تېروتنه وکړئ، مور  مو بخښي او بيا مو هم ښکلوي، مګر نور انسانان هېڅکله دا خاصيت نه لري. نه مو ملګری او نه مو هم مېرمنه له لويې تېروتنې وروسته بخښي.

۳ـ “زياتې خبرې د منافقت نښه ده.”

د يوه ليکوال انسان د ژوند تجربه همدا ده، چې ډېرې خبرې د منافقت نښه ده. هغه انسان چې له موږ وړاندې تېر شوی او ډېر انسانان يې ليدلي دي. آيا تاسو داسې کوم څوک پېژنئ، چې ډېر غږېږي؟ که يې پېژنئ نو ويئ څارئ حتما به بدنيتي درته لري. خو بيا هم کېدای شي دا خبره پر ټولو انسانانو صدق و نه کړي، مګر دا خبره واضحه ده، چې پوه انسانان ډېر نه غږېږي او چوپيتا يې اختياره کړې وي.

۴ـ “نابغه هغه څوک دی، چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي.”

دلته نو بايد پوه شئ چې ستاسو او د يو نابغه ترمنځ توپير څومره دی. لږ دی بېخي لږ. که تاسو هم د خبرو پر ځای عمل ډېر کړئ نابغه يئ. همدا اوس خپل پلانونه وسنجوئ او عمل پرې وکړئ نو ډېر ژر به د بریا او پرمختګ خوند وڅکئ. 

د عادي او نابغه انسانانو ترمنځ توپير ډېر لږ دی. عادي انسانان يوازې فکر کوي خو نابغه وګړي بيا خپلو افکارو ته د عمل جامه ور اغوندي. تاسو څه پلان لرئ؟ آيا خپل هدف او پلان لپاره مو عملا اقدامات کړي؟ که ځواب مو هو وي نو بريالي يئ او که نا وي نو ځان اصلاح کړئ. يوازې د فکر او خيال تر پولو محدود مه پاتې کېږئ، کار وکړئ او مثبتې پايلې يې وګورئ!

Related Articles

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه میلیونونه کاله وړاندې کارول کېده او څرنګه چې خوږ خوند،مغذي ارزښت او د ساتلو اوږد عمر لري نو ځکه د ډ...

ویلیام بلیک وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ نامتو لیکوالو په نوملړ کې "ویلیام بلیک" هم د ښه نوم او مقام خاوند دی. نوموړی یوازې لیکوال نه و؛ ښه انځورګر او حکاک هم و. په دې لیکنه کې د نوموړې پېژندنه، ویناوې او د شعر بېلګه ولولئ!   ویلیام بلیک څوک و؟ د انګلستان هېواد ددې ستر ادیب او انځورګر بشپړ نوم ویلیام بلیک "William blake" دی. نوموړي په "۱۷۵۷زیږديز" کال کې دې ن...

پارسیان، قوم مفقود ایران 

پارسیان، قوم مفقود ایران   حسین فیض اللهی وحید تا پایان سلسلهء قاجار، قومی به نام پارس [بنا بر منابع تاریخی] در ایران زندگی نمی کرد. گفته «می شود چند سده قبل از میلاد مسیح، قوم بی نام و نشان و بی تمدن و بیابانگردی در ده یا دوازده قبیله از جهتی که بعضی معتقدند از راه «دمیر قاپی دربند آزربایجان» می گذشت، وارده فلات آزربایجان» شده و بنا بر نظری در ا...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...