د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 18, 2021
5 years ago
3,805 views
د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ.

ملاریا

په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر اوسه ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم واکسین نه دي کشف شوي، مګر له نېکه مرغه د ناروغ د ښه کېدو لپاره درمل موجود دي.

 د ملاریا پرازیټ (Plasmodium) د انوفیل (Anopheles) ماشي په واسطه د انسان بدن ته انتقالېږي. کله چې دغه ماشی تاسو وچيچي د ملاریا پرازیټ ستاسو د وينې جریان ته داخلېږي. جیګر د انسان په بدن کې هغه لومړنی ځای دی، چې دا پرازیټ په کې وده کوي. له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې له دې ځایه حرکت کوي او د وینې جریان ته ور ګډېږي. ورځ تر بلې د بدن نور سلولونه هم پر دې پرازیټ ککړېږي.

په دې توګه په هرو درېيو ورځو کې یو وار د ملاریا علایم وينئ. تبه چې  ددې ناروغۍ له عمده علایمو څخه شمېرل کېږي ډېر وينئ. باید ووایو، چې دا ناروغي په ګرمو سیمو کې ډېره خپرېږي.

لاملونه

کله چې د ملاریا پر پرازیټ ککړ ماشی یو انسان وچيچي نوموړی کس پر ملاریا اخته کېږي. له دې معلومېږي، چې ملاریا د وينې له لارې انتقالېږي، پر همدې اساس یې ځينې نور لاملونه په دې توګه یادولای شو.

ـ د وینې انتقال

ـ د یوې عضوې پيوند

ـ د یوې پيچکارۍ ګډه کارونه

علایم

ددې ناروغۍ په دوام سره یې نښې د ۱۰ ورځو نیولې آن تر څلورو اونيو راڅرګندېږي. په ځينو قضیو کې یې نښې آن په مياشتو میاشتو هم نه معلومېږي. یعنې تر اوږدې مودې پټ وي. ددې ناروغۍ عمده علایم په لاندې ډول دي.

ـ تبه

ـ لړزه

ـ خوله

ـ سر درد

ـ زړه بدوالی 

ـ کانګې 

ـ د وينې کمښت

ـ د عضلو درد

ـ نا آرامي

ـ بې هوښي

ـ د خولې خوند خرابوالی

درملنه

ددې ناروغۍ درملنه معمولا د روغتياپالانو له خوا ترسره کېږي. ډاکټران ستاسو د پرازيټ ډول ته په کتو د درملو توصیه کوي. البته که پرازیټونه قوي وي، روغتياپالان ستاسو په درملو کې پرازیټ ته په کتو بدلون راولي. په عادي حالاتو کې "کلوریکین" او په سخت ډول کې یې "مفلوکيين" درکول کېږي.

Related Articles

Jul 24, 2020
2,918 views

خوږه شکره (Diabetes Mellitus)

د نورمال اشخاصو په وینه کي د ګلوکوز(sugar) اندازه په سهار وختي کي (تش نس) د 70 او 110 mg/dL تر منځ ده. له خوراک څخه وروسته د لمړي او دویم ساعت تر منځ د ګلوکوز مقدار د 100 څخه تر 140 mg/dL پورته کېږي او تر خوراک دوه ساعته وروسته بیرته نورمال حالت ته ر...

Sep 27, 2021
3,515 views

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟   ټول انسانان هڅه کوي چې د ژوند په هر اړخ کې بریالي وي. که هغه کړنې د کور دننه، لکه د کور کارونه او یا له کور څخه بهر، لکه  زده کړې، سپورټ، پلورل او پېرل، دنده او داسې نور وي، خو ځینې وخت موږ له دومره هڅو سره سره ب...

Sep 19, 2021
2,600 views

د پیسو نړېوال صندوق

لیکنه ـ ریاض مقامزی پر کابل د تالبانو تر ولکې وروسته ګڼو سیمه ییزو او نړېوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت او یا دایمي ډول ودرول. په دې لړ کې د پیسو نړېوال صندوق هم پرون اعلان وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډوي. په دې معنا چې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,819 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,161 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,094 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...