نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
4 years ago
2,063 views
نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

ليکنه - رياض مقامزی

د امریکا په ادبیاتو کې او شاعرۍ کې یو روښانه نوم د ایمېلي ډیکنسن "Emily Dickinson" هم دی. معاصر امریکايي ادبپوهان يې د نوي امریکايي شعر مور بولي.

دده پۀ اړه عجیبه خبره دا ده، چې نوموړې پۀ خپل ژوند کې هېڅ چا د یوې شاعرې پۀ توګه و نۀ پېژندله. حتی پۀ کورنۍ کې يې هم څوک خبر نۀ و. کله چې ډیکنسن مړه شوه، خور يې دده بکس پرانیست، دا نو يو عادي بکس نۀ و، ځکه لۀ شعرونو ډکه صندوقچه وه، چې شمېر يې لۀ ۱۷۰۰ عنوانو څخه اوښته.

مېرمن ډيکنسن پۀ "۱۸۳۰ م" کال د امریکا متحده ایالاتو پۀ "امهیرسټ" ښارګوټي کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي. کله چې د نوموړې شعرونه پۀ رسنیو کې خپاره شول، نو دا ښارګوټی د "ایمېلي ډکنسن" د ټاپو پۀ نوم ثبت شو.

پلار يې دیني سخت دريځی و، نو ځکه ایمېلي هم ګوښه ګيره ښځه وه. 

پۀ خپلې شاعرۍ کې يې تر ډېره د مرګ یادونه کړې. هغسې صحنو ته تللې چې تر مرګ وروسته به ورځي. دا پوښتنه چې لۀ مړینې وروسته څۀ پېښېږي؟ پۀ بېلابېلو ډولونو ځواب کړې. خو تر آخره يې کوم بشپړ ځواب نۀ دی موندلای. بالاخره "۱۸۸۶ م" کال کې د همدې پوښتنې بشپړ ځواب پیدا کېدلو ځای ته ولاړه.

د شعرونو بېلګې يې:

زۀ هېڅ څوک يم!

تۀ څوک يې!؟

کۀ تۀ هم هېڅ څوک وې

بس دواړه جوړه يو سره

هېڅ چا ته مۀ وایه

هسې نه، خلک دي

رسوا مو نۀ کړي!

د یوه بل شعر ژباړه یې داسې ده:

د نفرت لپاره مې وخت نۀ درلود

ځکه چې اجل مې مخه نيوله

او عمر دومره اوږد نۀ و

چې پۀ هغه کې مې کینه پاللې وای

د مینې لپاره هم فرصت نۀ و

مګر تر کومه ځایه چې کېدله

د لږې مینې زحمت مو ځان ته ورکړ.

Related Articles

Dec 27, 2020
17,202 views

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نور...

Mar 27, 2021
1,481 views

نماینده گان تمدن ها؟!

نماینده گان تمدن ها؟! مصطفی عمرزی فرهنگ نمایی های حوزه یی که گویا در برابر توحش پشتون ها شناخته می شوند، به حد مسخره گی نیز درآمده اند. درست است که یک بخش جامعه ی ما در افراطیت دینی گیر مانده، اما به دلیل سرمایه گذاری هایی که بود غرب به خاطر تضعیف...

Dec 10, 2020
2,717 views

دخوشحاله ژوند لاري چاري

هر څوک غواړي چې خوشحاله اوسې او له خوښۍ ډک ژوند ولري،او د خوشحاله ژوند د هیلې درلودل واقعا یوه مشروع هیله ده. په دي لیکنه کې په څو هغه لارو چارو غږیږو چي په عملې کولو سره یې، یادې هیلې ته رسیدلې شو: وزګار مه کېنئ : تل ځان مصروف وساتئ او په همغه کار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,499 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,093 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,871 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...