دخوشحاله ژوند لاري چاري

Y
Yasir Takal
Author
Dec 09, 2020
5 years ago
2,719 views
دخوشحاله ژوند لاري چاري

هر څوک غواړي چې خوشحاله اوسې او له خوښۍ ډک ژوند ولري،او د خوشحاله ژوند د هیلې درلودل واقعا یوه مشروع هیله ده. په دي لیکنه کې په څو هغه لارو چارو غږیږو چي په عملې کولو سره یې، یادې هیلې ته رسیدلې شو:

وزګار مه کېنئ : تل ځان مصروف وساتئ او په همغه کار کې دځان لپاره دخوښئ دلایل ولټوئ، تل دا وایه چې له تیارو او ستونزو څخه وروسته حتماً رڼا شته، په الله ج کامل باور ولرئ او دهر مصیبت راتګ دهغه امتحان وګڼئ، له چا څخه دمننې تمه مه کوئ او مه کوم کار دمننې کولو لپاره کوئ، دالله ج ذکر کوئ او تل یې عبادت کوئ، په مصیبتونو زغم ولرئ او دراتګ پر وخت یې چغې مه وهئ، دالله ج په وېش خوښ اوسئ او په درکړل شوې برخې شکر اداء کړئ.

هېڅ وخت بل چا ته سترګې مه پټوئ: د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پانګه نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه پلي تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبعیت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.

تل نورو ته خیر رسوونکي اوسئ : په دې سره به مو نورو سره مرسته هم کړې وي او تاسې به هم په روحي ډول خوښې ترلاسه کړئ او په راتلونکي کې به مو خپل وجدان ته ملامت هم نه یاست.

تفریح وکړۍ او پارک ته ولاړ شئ: د پوهنتون يو پروفیسور استاد میتیو وایټ وايي، په اونۍ کې دوه ساعته په پارک کې تیرول ښکاره اثرات لري خو که له دې ډیر وخت تېر کړئ لا زیات اثرات لري، دغه استاد زیاتوي، که تاسو د هر قوم نه يي هر نژاد نه يئ دوه ساعته په پارک کې تیر کړئ، منډې ووهۍ ، چهل قدمي وکړۍ که عمر مو زیات وي او دا هم نشئ کولائ نو بیا پر چوکۍ کښینۍ او د شنو بو ټو نظاره وکړۍ.

د يوه بل کس لپاره يو مهم کار تر سره کړئ : که هره ورځ نشئ توانېدلی دا کار په اونۍ کې يو ځل وکړئ، مثلا په ملي بس کې خپل څوکۍ هغه کس ته خوشې کړئ چې تر تاسې زيات ستومانه دی او سر يې د ملي بس په منځ کې ولاړه ميله لګولی دی.

موسکي اوسئ : د خلکو سره په ناسته پاسته کې موسکي اوسئ؛ په دې کار به خلک ښه احساس وکړي او تاسې سره به ښه سلوک وکړي؛ نو د نورو خلکو سره د موسکي اوسېدو لپاره مخکې اوسئ.

دینې احکام پر ځای کړئ : تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړئ، ژوند به مو ډېر ښکلی شي او له اندېښنو او غمونو څخه به خلاص شئ.

په اوسني مهال کې ژوند وکړئ : دا د خوشحاله ژوند د تیرولو لپاره تر ټولو مهم راز دی، تیر وخت تیر شوی دی، راتلونکی هم تر اوسه نه ده راغلی، یواځینئ لحظې چې تاسي یې لرئ همدا اوسنئ لحظې دي نو؛ خوند ترې واخلئ.

د نويو شيانو منل : نوي شيان کولی شي د خوشحاله ژوند په لرلو کې له تاسې سره مرسته وکړي؛ يوه نوې سندره واورئ، يو نوی فلم وګورئ او يا يو نوی ورزش تجربه کړئ. دا نړۍ د بې شمېره داسې جالبو شيانو نه ډکه ده چې ستاسې د موندلو په تمه دي. که له خپلې ساحې يو څه فاصله واخلئ او نوې تجربې تر لاسه کړئ؛ نو خامخا به ښه احساس ولرئ.

دوه دقيقې خندا : د فشار کمولو او يا له منځه وړلو لپاره تر ټولو ساده لاره خندا ده چې ستاسې لپاره يو خوشحاله ژوند رامنځته کولی شي. کولی شئ د خندا وړ واړه کلېپونه وګورئ او يا مو د ملګرو ټوکو ته غوږ ونيسئ.

غوسه مو وباسئ :که چېرته غوسه یاست او غواړئ چې هیڅوک درسره خبرې ونه کړي، غوره به وي چې خپله غوسه په یوه بالښت یا په کوم نرم شي باندې په فشار راوستلو سره سړه کړئ. او یا هم کوم فزیکي تمرین وکړئ، داسې چې ستړې مو کړي.

ټول ژوند مو دندې او کار ته مه بیلوی: کار د انسان جوهر دی، دا ښه خبره ده خو بېخي زيات کار هم ښه ندی، ښه داده چې کوم کار کوئ له عوايدو يې هم خوند واخلئ ، ډېری خلک د ځنکندن په وخت وايي کاش ژوند مې ډېر کولی او کار لږ.

غوره ملګري وټاکۍ: د ځان لپاره د ښه او غوره ملګرو په لټه کې شئ او داسې ملګري ومومئ چې ستاسو هم فکره،هم ذوقه،او هم مثاله اوسي،تر څو هغه مو په هر حالت کې درک کړي.

ورزش او تمرین وکړئ : ځکه تمرین کول زموږ د فزیکي صحت او ښه احساس کولو لپاره ډیر مهم دی، په دې سره مو عضلات قوي کېږي او اکسیجن په بدن کې ښه عمليه هم کولی شي. نو که تر اوسه مو ورزش نه وي کړی، نو شروع یې کړئ، که منډه وهل وي، ټوپ کول وي، د ټینیس لوبه او نور… یعنې سپورټ ستاسې د صحت کیلي ده، چې هر وخت یې کوې ویې کړئ.

دنورو د قظاوتونو په کیسه کي مه کیږئ: هغه څه چې نور یې ستاسو په اړه وایې او یا فکر کوي له سره یې په کیسه کې مه کیږئ او ځان مه پرې اندیښمن کوئ، د هغو ټاپو په اړه فکر مه کوئ چې نور یې پر تاسو لګوي او د هغو کسانو په اړه فکر مه کوئ چې تاسو غواړي کم راولي. تر ټولو تیر شئ او د هغو کسانو خبرې زړه ته واچوئ او قدردانی یې وکړئ چې تاسو په هره برخه کې هڅوي او ستاسو په بریا خوشحاله او په غم خفه وي. خپلي خوښئ له نورو سره شریکي کړئ، کله چې تنها یې نو په تنهایي سره به د نړۍ له تر ټولو ښکي ځای څخه هم خوند وانه خلي، تر هغو چې دا خوښئ او خوندونه دې له بل چا سره شریک کړي نه وي، د خوښیو شریکول له نورو سره د خوشحالئ او رضایت واقعي احساسات له ځانه سره لري، نو له نورو سره د خپل ژوند او خوښیو په پایله کې به تاسو واقعي خوشحالۍ احساس کړئ.

دټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ : دومره یې یوسئ چې توان یې لرئ، وخانده او هرې ستونزې ته لکه زمري غوندې ورغاړې ووځئ، په بې وزلۍ مه خفه کېږئ دا په یاد ولرئ چې دقیامت په ورځ دډېرو حساب ډېر دی، دهر څه بدله له الله ج څخه غواړئ، کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې دځان سمونه وکړئ، کینه مه کوئ او تل مینه ووېشئ، نن دخپل ژوند وروستئ ورځ وګڼئ او هر څومره خوښي چې کولی شئ همدا نن یې وکړئ، ځکه دسبا د راتللو پته هیچا ته هم نه شته.

Related Articles

Dec 12, 2024
1,505 views

د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې...

Oct 15, 2021
1,923 views

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.   د مارکېز لنډ ژوندلیک...

Oct 31, 2021
2,149 views

د نړۍ ښکلې ماڼۍ( قصرونه) کوم دي؟

 ليکنه- عمران غني ساپی،د نړۍ ښکلې ماڼۍ کومې دي؟   تاسو به د ماڼۍ نوم ډېر اورېدلی وي او ډېر به په ماڼۍ کې د اوسېدلو ارمان لرئ او د ډېرو خو لا د ماڼۍ له اوسېدونکو سره يو ډول کينه په زړه کې وي چې ولې هغه په ماڼۍ او زه په جونګړه کې اوسېږم، خو رښتیا دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,522 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...