د ماشومانو سالمه روزنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 25, 2021
5 years ago
3,169 views
د ماشومانو سالمه روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ماشومان زموږ او ستاسو د ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي. د نن ماشومان د سبا لویان دي؛ یعنې که نن دوی سم وروزل شول، نو پرته له شکه چې راتلونکي نسلونه به مو آرام او سوکاله ژوند ولري. خو له بده مرغه اکثره کورنۍ پر دې نه پوهېږي، چې د ماشومانو په سمه روزنه کې کومو ټکو ته باید پام وشي. په دې لیکنه کې به پر دې موضوع مفصلې خبرې وشي.

اړین ټکي

د خپلو ماشومانو د سالمې روزنې لپاره باید ډېر دقیق اوسئ او لاندې ټول ذکر شوي موارد په پوره غور ولولئ. همدارنګه د ټولو لارښوونو په تطبیق کې ډېره خواري وکړئ تر څو د ماشومانو راتلونکی مو روښانه وي.

۱. بشپړې شيدې ورکړئ

دا خبره ستاسو د ماشومانو ذهني او فزیکي روغتيا لپاره ډېره اړینه ده. که تاسو ته خپل ماشوم ارزښت لري نو دې ټکي ته خاصه پاملرنه وکړئ. اکثره میندې ماشومانو ته بازاري شيدې ورکوي، چې دا کار ناسم دی. خو که ستونزه ډېره وي او د مور شيدې کمې وي، نو بیا کولای شئ له ډاکټر سره په مشورې دا کار وکړئ.

روغتيا پالان توصیه کوي، چې هر ماشوم باید لږ تر لږه دوه کاله د مور شیدې وڅښي. که دا کار و نه شي، ماشوم د ذهني کمزورۍ او هډوکو د کمزورۍ ترڅنګ له ګڼو نورو روغتيايي ستونزو سره مخ کېږی. 

۲. روغتيا ته یې پام وکړئ

که ستاسو ماشوم/ماشومان ناروغ وي او تاسو یې پر وړاندې بې غوره یئ نو له خپل ماشوم سره ظلم کوئ. له ماشوم څخه مو موخه یوازې د غېږې ماشومان نه دي. بلکې هغوی هم په دې ډله کې راځي چې لا زلمي شوي نه وي. 

لږې او وړې ناروغۍ د نه درملنې په صورت کې پر لویو ستونزو بدلېدای شي. همدارنګه کوښښ وکړئ هغوی ته مناسب خواړه هم چمتو کړئ. زموږ موخه دا ده، چې که ستاسو ماشوم لږ هم ناروغ وي له روغتياپالانو سره مشوره وکړئ. 

۳. مينه ورکړئ

ماشومان له هر څه ډېر مینې او درک ته اړتیا لري. کوښښ وکړئ د هغوی پر وړاندې بې غوره مه اوسئ. زموږ اکثره ماشومان یوازې د مور مینه وي، خو د پلار له مینې بې برخې وي. پلرونه اکثره په کارونو بوخت وي نو خپلو اولادونو ته وخت نه ورکوي. دا کړنه ډېره نامناسبه ده. پلرونه باید خاصه توجه وکړي. حد اقل د شپې یو ساعت دې خپلو اولادونو سره تېر کړي.

۴. له نورو ماشومانو سره یې لوبو ته پرېږدئ

ځينې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، چې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي. دا کار مو ماشوم په اروايي لحاظ ځپي. ګوښه ګير را لویېږي او استعدادونه یې کمرنګه کېږي. هڅه وکړئ چې ماشومانو لوبو ته پرېږدئ.

۵. اړيکې یې وڅارئ

دا خبره ډېره مهمه ده. د خپلو ماشومانو اړيکې وڅارئ، ترڅو بې لارې نه شي. همدارنګه ملګري یې وګورئ چې څه ډول ماشومان دي. که ناسم ملګري یې ټاکلي وي، کولای شئ د خبرو له لارې یې وپوهوئ. 

۶. لوبې ورسره وکړئ

له ماشومانو سره د لوبې ګټه دا ده، چې هغوی نه ناهیلې کېږي. همدارنګه د ډاډ احساس کوي. په دې توګه تاسو ته هره خبره په ډاډه زړه کولای شي. په دې کار سره د نورو ناسمې غوښتنې هم له تاسو سره شریکوي او هغوی له بدو پېښو ژغورل کېدای شي.

۷. مه یې رټئ

آیا غواړئ ماشومان مو باجرأته، پياوړي او با استعداده لوی شي!؟ که یې غواړئ نو خپل ماشومان هېڅکله مه رټئ. د ماشومانو رټل د هغوی جرأت، پیاوړتيا او استعداد وژني. آن که ماشومان مو ناسم کار هم وکړي، باید و یې نه رټئ. کولای شئ ستونزه په خبرو او مینه حل کړئ.

Related Articles

Jan 16, 2021
1,656 views

حماسه ی سومین پیروزی

حماسه ی سومین پیروزی مصطفی عمرزی افغانستان در قرن نوزده، آماج تجاوز امپراتوری استعماری انگلیس نیز قرار گرفت؛ هرچند محاسبه ی استعمارگران، اشتباه از آب درآمد که فکر می کردند به امتداد اشغال سراسر هند، می توانند جغرافیایی را درنوردند که از قبل در زمین...

Dec 24, 2021
2,363 views

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او...

Dec 11, 2024
1,045 views

په هر حال کې حرکت

د ثبات لرونکي نړۍ په پرتله زموږ وطن کې انقلابونه او بدلونونه یو په بل پسې ژر راغلل، دې حالت د خلکو د ژوند په ټولو برخو اغیز وکړ. په تېرو څو لسیزو کې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات نشتون د خلکو هیلې، باورونه او هڅې وننګولې. هر هغه څوک چې سیاسي واک ته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,409 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,809 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...