هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

i
imranghani
Author
Dec 24, 2021
4 years ago
2,364 views
هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

 

لیکنه: شکېبا نادري

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي

 

هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او پلار د دې لپاره چې اولادونه یې کومه غلطه کړنه ترسره نه کړي، دوی ورته دروغ وایي، دا ښکاره خبره ده چې مور او پلار تل د خپلو اولادونو د ښېګنې په اړه فکر کوي، خو دروغ ویل د مناسبې روزنې لپاره سم نه دي، ځکه که اولادونه مو پوه شي چې تاسو ورته دروغ ویلي دي،  د دوی هغه باور چې پر تاسو یې لري له منځه به لاړ شي او دوی به هم د دروغو په ویلو پیل وکړي، ځکه ماشومان تل هغه کړنې ترسره کوي چې د مور او پلار په واسطه یې ترسره کېږي که هغه سمې وي او که ناسمې.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هغو دروغو په اړه معلومات درکوو، چې ډېری وخت یې مور او پلار په ناڅاپي ډول خپلو اولادونو ته وایي.

که تاسو هم غواړئ د دغو دروغو په اړه پوه شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. زه به هېڅکله پرېنږدم چې پر تا کوم څه وشي!

هېڅ مور او پلار د دې اجازه نه ورکوي چې له اولاد سره یې کومه بده پېښه وشي، خو دوی هېڅکله نه شي کولای د بدو پېښو مخ نیوی وکړي، نو هڅه وکړئ چې خپلو اولادونو ته دا ډاډ ورکړئ چې تل او په هر حالت کې به د هغوی تر څنګ و اوسئ، خو داسې خبره مه ورته کوئ چې تاسو به پرېنږدئ چې په هغوی کوم څه وشي، ځکه دا کار ناشونی دی او تاسو هېڅکله د راتلونکو پېښو مخنیوی نه شئ کولای.

 

۲. اوس ټول ځایونه رخصت دي!

ځینې مور او پلار چې بهر ته د تلو حوصله ونه لري، بیا خپلو اولادونو ته وایي چې ټول ځایونه رخصت دي، د دې پر ځای چې خپلو اولادونو ته دروغ ووایئ، ښه ده چې په رښتیا ویلو سره هغوی ته قناعت وکړئ او ورته ووایئ چې نن زه باید د کور کارونه خلاص کړم، بیا به بله ورځ بهر ته لاړ شو، کېدای شي د دغې خبرې په اورېدو مو ماشوم وژاړي، خو دا ژړا له دروغ ویلو څخه څو برابره ښه ده، ځکه چې د رښتیا په ویلو سره ستاسو ماشوم له تاسو څخه رښتنولي او رښتیا ویل زده کوي. 

 

۳. ډاډه اوسه چې درد نه لري!

ځینې مور او پلار چې کله د ناروغۍ پر مهال خپل اولادونه ډاکټر ته بوځي ډاکټر غواړي هغوی ته پېچکاري ورکړي، مور او پلار ښه پوهېږي چې پېچکاري درد لري، خو بیا هم خپل ماشوم ته وایي، ډاډه اوسه چې درد نه لري، د دغې خبرې په اورېدو سره مو تاسو د خپلو ماشوم پر وړاندې یوازې یو دروغجن کس یاست، ځکه دوی پوهېږي چې تاسو ورته دروغ وایئ، نو ښه ده چې ورته ووایئ، پېچکاري لږ درد لري، خو ژر بېرته ښه کېږي، نو هېڅ د اندېښنې او وېرې خبره نه ده.

 

۴. اوس دې د خوب وخت دی!

ځینې وخت ميندې او پلرونه د دې لپاره چې اولادونه یې پر وخت ویده شي او خوب یې پوره شي، مخکې د خوب له وخت نه خپلو اولادونو ته وایي چې اوس مو د خوب وخت دی، خو دوی موخه د خوب لپاره تیارېدل وي، خو اولادونه یې فکر کوي چې دوی ورته دروغ وایي نو ښه ده چې پر خپل وخت مو اولادونو ته د خوب کولو خبره وکړئ.

  

۵. په یوه شېبه کې راځم!

د ځینې میندو عادت وي، که هرڅومره بوختې هم وي، خو خپلو اولادونو ته وایي ژر راځم، په داسې حال کې چې دوی به کار لري، نو ښه ده چې خپل ماشوم ته ووایئ چې کار مې خلاصوم بیا راځم.

 

۶. زه له دې کور څخه ځم!

 هېڅکله مو خپل ماشوم په داسې خبرو مه وېروئ چې که ته دا کار ونه کړې، نو زه له کور نه ځم، ښه ده چې ورته ووایئ چې که دې دغه کار ونه کړ، نو نن مازدیګر دې د ایسکریم خوړلو ته نه بیایم، ځکه تاسو کولای شئ خپله دا خبره پلې کړئ، خو له کور څخه د تلو خبره هېڅکله تاسو نه شئ پلې کولای، نو تاسو مو د اولاد پر وړاندې یوازې یو دروغجن او بې ژمنې کس پاتې کېږئ بس.

 نو هېڅکله خپلو اولادونو ته داسې دروغ مه ووایئ، چې ترسره کولای یې نه شئ.

Related Articles

Apr 18, 2023
1,660 views

په ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبهزیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې له څنکه طول وزن او خادو ته واړوو؟...

Dec 12, 2021
2,213 views

ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟   له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ و...

May 07, 2021
2,019 views

تنقید بی عارضه

تنقید بی عارضه مصطفی عمرزی ما از گفت و گو های خود، خاطرات ناخوش نیز داریم. یک دلیل آن، عوارضی هستند که هنگام نفی یا رد موضع طرف مقابل، ارائه می شوند. تاثیرات روانی این تقابل که گاه به خشونت هم کشانده می شوند، تبعات می یابند و اگر جلو آن ها گرفته نش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,415 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,070 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,817 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...