د لیبرالېزم او کپټلېزم لنډه پېژندنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 04, 2021
5 years ago
3,677 views
د لیبرالېزم او کپټلېزم لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ولی الله حنیفي

په دې ليکنه کې به د لېبرالېزم او کپيټلېزم په اړه مهم معلومات ترلاسه کړئ.

لېبرالېزم (Liberalism)

لېبرالېزم يوه ترکيبي کلمه ده، چې د لېبرال(liberal) او اېزم(ism) څخه مرکبه ده، لېبرال په مانا د ازادۍ او اېزم په مانا د علم، هنر مسلک، سياست او تګلارې دی، د لېبرالېزم کليمه لاتينې ريښه لري چې د (Liber) څخه اخېستل شوې ده چې د فردي اصالت او د فردي ازادۍ په مفهوم استعمالېږي، لېبرالستانو د لېبرالېزم لپاره اصطلاحي تعريف داسې کړی: ((لېبر پر دې عقېده لري چې انسان نړۍ ته خپلواك او ازاد راغلی دى او په مطلق ډول ټولواك دى، څه چې يې زړه وغواړي؛ کولاى يې شي، همدا شان کولاى شي خپله خوښه ازاد ژوند وكړي، هېڅوك او هېڅ طاقت هم دا حق نلري چې دكوم قانون په ذريعه د شخص ازادي سلب، غصب يا محدوده كړي، د دې تر څنګ دا د فرد حق دى، چې له هرې لارې وغواړي دولت وګټي، او چې هر ډول سياسي نظام وغواړي ځان ته يې غوره كړي، همدارنګه هر ډول چې وغواړي ګروهه، عقيده او فكر ولري. مطلب دا چې فرد مطلق خپلواك پيدا شوى دى او بايد په كړو، وړو كې او په ژوند كولو، ناسته پاڅه، كې ازاد او خپلواک وي او هيڅ ډول ځواک بايد د فرد دغه ازادي سانسور نه کړي، له همدې وجې دغې مفكورې او مكتب ته لېبرالېزم او د دغه فكر پرستانو او پالونکو ته لېبرالستان ويل كېږي)). د دې تر څنګ د لېبرالېزم د مفکورې مخکښ(Zepalsachtch) زيپل سچچ د لېبرالېزم د منلو لپاره لومړی شرط داسې په ډاګه کوي: (انسان ترهغه پورې خپلواكي ترلاسه كولاى نه شي، ترڅو پورې چې د څښتن تعالى له منلو، مذهب او اخلاقو څخه بېزارتيا او نافرماني په ډاګه اعلان نكړي، او د انسان الوهيت او سپېڅلتيا د زړه له كومې ونه مني.) د سچچ په فکر هغه کس چې الله مني نو ليبرالېست کېدلای نشي نو مخکې له دې چې څوک لېبرالېست شي بايد د الله پاک په شتوالي باندې منکر شي.

کپټليزم (Capitalism)

کپټليزم چې د ازاد بازار نظام په نوم هم مشهور دى، يو پخوانى اقتصادي نظام دى، چې د فردي ملکيت اصالت باندې متکي دى نوموړى نظام د لومړي ځل لپاره د آدم سمیت له خوا چې د اقتصاد د علم پلار ګڼل کېږي منځ ته راغى. آدم سمیت چې د سکاټلنـــــډ هېواد اوسېدونکى وو، د لومړي ځل لپاره يې په اقتصادي چارو کې یو کتاب د ملتـونوشتمني یا (Wealth of Nations) په نوم خپور کړ، چې د همدې کتاب سره يې د کپټليزم بنسټ ډبره کېښوده. دغه نظام پر شخصي ګټه ولاړ دى یعنې آدم سمیت معتقد وو که خلک بې له هېڅ ډول مانعو څخه د خپلو شخصي ګټو په لاس ته راوړلو کې آزاد پرېښودل شي؛ نو  په دې صورت کې به د شخصي ګټو په واسطه د ټولنې عامه ګټې هم په ښه بڼه لاسته راوړل شي، ځکه چې ټولنه هم د خلکو څخه جوړه ده، د دې تر څنګ په اقتصادي چارو کې دولت د هیڅ ډول مداخلې حق نه لري، همدا شان دغه نظام پر عرضه او تقاضا باور لري یعنې عرضه تولیدات باید د غوښتنې سره سم په اندازه او موقع په مختلفو قېمتونو سره بازار ته وړاندې شي او تقاضا تولیدات باید د غوښتنې سره سم په اندازه او موقع په مختلفو قېمتونو سره راونیول شي. همدارنګه په دغه نظام کې د اجناسو قېمتونه د پټ لاس یا (Invisible Hand) په واسطه ټاکل کېږي. پټ یا مخفي لاس د ملتونو شتمنۍ په کتاب کې یو اصطلاح ده؛ چې مفهوم یې د پلورونکي او پېرودونکي تر منځ د جنس پر قمیت جوړ راتلل دي. یعنې د پلورونکي او پېرودونکي تر منځ که د جنس پر سر په هر قېمت جوړ راشي هغه د جنس قېمت دى او په دې کې دولت د هېڅ ډول مداخلې حق نلري، اما د تنازع د ظهور په صورت کې د دولت مداخله مجاز ده.

خو اوس په نړۍ کې آزاد بازار په مطلقه معنا نه کارول کېږي بلکې تر یوه حده دولت په اقتصادي او تجارتي بازارونو کې د کنترول رول لوبوي.

Related Articles

Jul 04, 2022
3,610 views

د حمل دمخنيوي طريقي او لاري چاري

ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چی حمل مخنيوي کړي او ديو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي چی مختلف سببونه لري مثلا ډيری ناروغي سته چی دهغه ناروغي په شتون کي حامله پاته کيدل دښځي ژوند ته خطر وي ځيني اقتصادي مشکلات وي چی د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته...

Dec 12, 2020
2,771 views

د مور د شيدو روغتيايي ګټې

که څه هم د مور د شيدو ګټې هر چاته ښکاره او معلوم دي، مګر بیا هم باید پر ځينو اړینو موضوعاتو پوه شئ. ماشوم ته له زېږېدنې وروسته چې کوم لومړني خواړه ورکول کېږي، هغه شیدې دي، نو ځکه خو یې پر ارزښت او اړتیا ډېرې خبرې کېدای شي. د روغتيا نړېوال سازمان د تو...

Dec 27, 2020
3,962 views

ټافل څه دی؟

که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی. نوموړې ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,494 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...