To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مور د شيدو روغتيايي ګټې

د مور د شيدو روغتيايي ګټې

که څه هم د مور د شيدو ګټې هر چاته ښکاره او معلوم دي، مګر بیا هم باید پر ځينو اړینو موضوعاتو پوه شئ. ماشوم ته له زېږېدنې وروسته چې کوم لومړني خواړه ورکول کېږي، هغه شیدې دي، نو ځکه خو یې پر ارزښت او اړتیا ډېرې خبرې کېدای شي.
 د روغتيا نړېوال سازمان د توصيې پر اساس ماشوم ته باید لومړی شپږ مياشتې یوازې د مور شيدې ورکړل شي او وروسته له یادې مودې کولای شئ نور خواړه هم ورکړئ.
 د مور د شیدو ارزښت دومره ډېر دی، چې پاپلې یې له ماشومتوبه نيولې بیا تر زړښته څرګندېږي. هغوی چې د مور شیدې يې په بشپړه توګه څښلي وي، نسبت هغوی ته چې د مور شيدې ورته په بشړ ډول نه وي رسېدلي ډېر صحتمند او له ښې روغتيا برخمن وي.

 د مور د شيدو ګټې
 ـ په شيدو کې شته معدني مواد د ماشوم بدن پياوړی کوي او د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن دفاعي ځواک ښه کوی. په دې توګه هغه ماشومان چې پوره شيدې ورته رسېږي د ناروغيو پر وړاندې ډېر قوي وي. همدارنګه هغه پروټينونه چې د مور په شيدو کې وي، له هغو پروټينونو ژر هضمېږي، چې د غوا په شيدو کې وي.

 ـ پوډري شيدې د یو ډول خوند لرونکی وي، مګر د مور په شيدو کې مختلف خوندونه وي. پر دې اساس وروسته له شپږو مياشتو ماشوم ته د جامدو خوړو د پيلېدو لاره هواره شوې وي.

 ـ د مور شیدې د شحمي، ويټاميني، پروټيني، قندي او منرالي موادو یوه بډايه سرچينه ده. که ماشوم په کافي اندازه شيدې څښي، په دې معنا چې د بدن د اړتيا وړ توکي یې ترلاسه کړي او داسې ماشومان ډېر ژر وده کوي. البته ددوی وده له روغتيا سره مل وي.

 ـ وړاندې له دې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه سریښناکه ماده تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ پروټين، کلسیم، پوتاشیم، منرالونه او میکروب ضد مواد لري.  تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د همدې مايع څو کاشوغو ته ضرورت لري تر څو صحتمند پاتې شي.

 ـ شیدې ماشوم ته انرژي ورکوي، تر څو د بدن د میتابولېزم پروسه پيل شي او د ماشوم اندامونه خپله وده پيل کړي.

 ـ څېړنو ښودلې ده، هغه ماشومان چې په کافي اندازه شيدې يې څښلي دي، نسبت هغوی ته چې کافي شيدې ورته نه وي رسېدلي، ډېر ذهين وي. دوی ژر زده کړې کوي او په فکري لحاظ سالم ماشومان و‍.

 خو دا هم باید هېر نه کړئ، چې د مور له خوا ماشوم ته شيدې ورکول یوازې ماشوم ته ګټه نه رسوې. بلکې د ماشوم مور ته هم ډېرې روغتيايي ګټې لري، چې په راتلونکي کې به پرې بحث وکړو.

Related Articles

پلان څه شی ده؟

پلان له وړاندي څخه  جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو. مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي. د پلان په وسیله کولی شو چې په منظم ډول فعالیتونه مالوم کړو تر څو چې د یوې پروژې یا ارګان مدیر د هغه پلان په وسیله خپل اهداف...

د مور شیدې کومې ګټې لري؟

لېکنه: شکېبا نادري، د مور شیدې کومې ګټې لري؟ اولاد د مور او پلار لپاره د خدایﷻ لخوا یوه ډالۍ او هغه نعمت دی چې دوی یې باید تل شکر ګذاره و اوسي. ځکه الله ﷻ دوی د اولاد په واسطه له راتلونکې محتاجۍ څخه ژغورلي، د دوی د خدمت لپاره یې ورته د ډالۍ په توګه اولاد ورکړی دی. مور او پلار پر اولاد ګڼ شمېر حقونه لري، همداسې اولاد هم پر خپل مور او پلار حق لري ی...

د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   تاسو چې خپل شاوخوا ته کوم بريالي کسان وينئ، هغوی هم ستاسو په څېر انسانان دي؛ خو توپير مو دومره دی، چې هغوی بریالي او تاسو افسوس کوونکي یئ. افسوس مکوئ! يوازې ځينې کوچني عادتونه خپل کړئ، ترڅو يوه ورځ د هغوی په څېر تاسو هم بریالي او کاميابه کسان اوسئ. که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...