To start downloading books

Please sign in or create an account.

خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د امریکا د پخواني ولسمشر (بارک اوباما) مېرمنه مېشل اوباما وايي: "ستاسو د لاسته راوړنو لپاره وروستی حد د موخو ترلاسه کول دي." د نوموړې هدف دا دی، چې د موخو لپاره هېڅ خنډ نشته، کله چې خپله موخه ترلاسه کړئ خنډ ته ورسېدئ یعنې نور مخکې نه شې تللای. حقیقت هم همدا دی. په لنډ ډول به یې ووایو تقریبا هېڅ څه نا ممکن نه دي.

که تاسو هم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوئ او یا یې له ترلاسه کولو لاس په سر شوي یئ، دا لیکنه درسره مرسته کولای شي، چې بیا پیل وکړئ او خپلو موخو ته ورسېږئ.

د موخو د ترلاسه کولو لارې چارې 

که څه هم موخو ته په کتو د ترلاسه کولو لارې چارې یې هم یو څه توپير لري، مګر بیا هم ځينې ګډ ټکي شته له تاسو سره مرسته کولای شي.

۱ ـ پر ځان باور ولرئ

که تاسو هر کار کوئ نو پر ځان باور "Self confidence" په کې اساسي رول لري. اکثره خلک پر ځان باور ته د "غرور" نوم ورکوي. باید ووایم، چې غرور او "Self confidence" سره توپير لري. مثلا که ووایې چې "زه یې کولای شم." دا "پر ځان باور" دی. خو که ووايې: "یوازې یې زه کولای شم." دا غرور دی. نو زموږ وړاندیز دا دی، چې تاسو پر ځان باور ولرئ نه غرور.

تاسو باید خپل ذهن او زړه په دې قانع کړئ چې تاسو هدف ترلاسه کولای شئ. کله چې هدف مو مشخص شو، نو لومړی کار مو همدا دی، چې باید ترسره یې کړئ. 

۲ ـ پلان جوړ کړئ

کله چې په ژوند کې هدف وټاکئ نو حتما باید پلان هم ولرئ. مثلا تاسو د انګلېسي ژبې زده کړه خپل هدف وټاکه. نو لومړی کار مو باید څه وي؟ پيل باید له کوم ځایه وشي؟ په کوم کورس کې داخله واخلئ؟ دا او دې ورته نورې ټولې هغه پوښتنې دي، چې د پلان برخې جوړوي. باید حل یې کړئ.

پرته له پلانه کار کول مو حتماً له ستونزو سره مخ کوي. نو غوره خبره دا ده، چې د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره یو ښه، منظم او هر اړخيز پلان ولرئ. 

۳ ـ مشوره وکړئ

په هر کار کې مشوره کول ګټور وي. تاسو له مختلفو لیدلورو خبرېږئ، یعنې ممکن په ځينو مسایلو نور خلک له تاسو ډېر ښه پوه شي. مثلا، که همدا د انګلېسي ژبې زده کړه ستاسو هدف وبولو، له هغو کسانو سره مشورې وکړئ، چې دغه ژبه یې زده کړې ده، همدارنګه ممکن هغوی درته ډېرې ښې تګلارې وښيي، ښه تعليمي مراکز ورته معلوم وي. خپلې تجربې به هم له تاسو سره شریکې کړي. 

۴ ـ بیا ـ بیا هڅه وکړئ

ځينې وګړي په خپل هدف ترلاسه کولو کې پاتې راشي نو بیا هڅه کوي. دا ډېر ناسم کار دی. ممکن په لومړي ځل تاسو ځينې نیمګړتیاوې درلودلي وي هغه حل کړئ او بیا هڅه وکړئ. 

پر له پسې هڅې ستاسو هدف حتمي کوي. خو دا په هغه صورت کې کېږي چې تاسو خپله انرژي په سمه توګه وکاروئ. 

۵ ـ پلان بدل کړئ

که په یوه پلان کې هم څو وارې ناکام شوئ نو بیا مو حتما پلان ناسم دی. پر خپل پلان کار وکړئ او یوه نوې تګلاره جوړه کړئ.

۶ ـ صبر ولرئ 

ځينې وخت زموږ هدف ډېر وخت ته اړتيا لري مګر موږ يې ژر غواړو او په دې توګه خپل اروايي سکون ننګوو. تاسو باید پوره حوصله ولرئ ترڅو هدف ترلاسه کړئ. ومنئ چې هر کار کېږي مګر پخپل وخت!

یوازې صبر ولرئ! بریا ستاسو ده.

Related Articles

ارواپوهنه وايي (۱)

ارواپوهنه وايي 🌿 • له یو چا سره هېڅکله دومره ښه مه کوئ، چې هغه مو دا کار مسؤلیت او دنده وبولي.   • هېڅکله یو څوک دویم ځلې مه بخښئ. • خلک مو پر شتون مه مطمئن کوئ. د خپل ځان په برخه کې د مړښت احساس مه ورکوه. • مه پرېږدئ چې پوه شي په بشپړ ډول د هغوی په لاس کې یئ. ځکه چې د انسان جوړښت او طبیعت داسې دی، چې وړیا (مفت) څيزونه ورته ارزښت نه لري او کله...

د حیواناتو غوصه

‏د اوښ ضد  وروره ډیره احتیاط کوه د اوښانو له منځه ددغه اوښ تر نظر لاندی یی ستا راتګ تعقیبوی !! یو عرب کیسه کوي چې ،یوه ورځ مې د اوښانو له منځ یو اوښ خرابي وکړه ، ورته په قهر سوم  سزا مې ورکړل او سخت مې تهدید کړ، د یو څو ورځو لپاره ارام و او هیڅ غلطې یې نه کوله…پهٔ همدي ‏ورځو کی می څو ملګری خواته رغلل چی داوښانو ساتنه يي کړي  وه او د اوښانو په حرک...

د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

پوهنوال مست علي ( نــيازى ) ښوونې او روزنې پوهــنځى تاريــــــــــــخ څانګې استاد  د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې ١٣٧٢ ل کب ٢٢ مه _ ١٣٥٢ ل کال د چنگاښ ٢٦ مه لنډيز محمد موسى شفېق د مولوي محمد ابراهيم کاوي زوى په ١٣١٠ ل ١٣٩١ ز کال د کابل په ښار کې زېږېدلى پلار يې يو ديني عالم و . لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ننگرهار پ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...