په اميدوارۍ پورې اړوند شکر ناروغي

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 29, 2021
5 years ago
2,618 views
په اميدوارۍ پورې اړوند شکر ناروغي

لیکنه ـ نګین کرګر

د امیدوارۍ پر مهال په میندو کې د هورمونو جریان (سایکل) بدلون مومي. په وینه کې زیات ګُلوکوز د انسولینو په تولید باندې اغیز  کوي  اوپه وینه کې ګلوکوز زیاتېږي.

البته باید بیا هم یادونه وکړم، چې دا ډول شکر له زیږون څخه وروسته له منځه ځي.

پوهيدا يا تشخیص

په اميدوارۍ پورې اړوند شکر، د شکر هغه ډول دی، چې په امیدوارو (حامله) مېرمنو باندې معمولاً د حاملګۍ په دویم یا درېیم (ثلث) یا (Trimesters) کې اغیز کوي. هغه مېرمنې چې په دې ډول شکر مبتلا کېږي، تر اُمیدوارۍ مخکې شکر نه لري او له زیږون وروسته له منځه ځي. په ځینو مېرمنو کې دا ډول شکر ښايي د اُمیدوارۍآن په لومړيو درېیو میاشتو (لومړی ثلث) کې شخیص شي؛ په داسې مواردو کې ډېر احتمال لري، چې شکر له امیدوارۍ وړاندې موجود وي.

په امیدوارۍ پورې اړوند شکر معمولاً د امیدوارۍپه (۲۴ -۲۸) اونیو کې د وینې په معاینه کې تشخیص کیږي.

هغه مېرمنې چې پخوا یې دا ډول شکر درلودلي وي، باید وختي ځان معاینه کړي. که تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ښه  اداره  اوکنترول  شي، ډېر احتمال شته چې میندې ښه اُمیدواري او سالم طفل ولري.

 

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر د څه‌شي لامل کیږي؟

هغه هورمونونه چې د امیدوارۍپر مهال تولیدیږي، دا ستونزمنوي چې بدن په منظمه توګه انسولین وکاروي؛ مېرمنې د انسولینو د مقاومت له لوړ ګواښ سره مواجه کوي او څرنګه چې په حامله‌ګۍ کې په بدن زیات فشار ورځي (بدن باید زیاتې اړتیاوې پوره  کړي)، ځینې مېرمنې په سختۍ سره کولی شي چې ددغه مقاومت د له‌منځه وړلو لپاره کافي اندازه انسولین تولید کړي. په دې توګه دا چاره دا ستونزمنوي چې ګُلوکوز دې د انرژۍ لپاره وکارول شي، په دې ترتیب، ګُلوکوز په وینه کې پاتې کیږي، کچه یې زیاتیږي او بلاخره تر اُمیدواري پورې د شکر یا (gestational diabetes) لامل کیږي.

 

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ګواښ چاته متوجه دی؟

مېرمنې کولی شي چې د وزن د کنټرول، صحي خوراک او فعال پاتې کېدو په واسطه تر امیدوارۍپورې اړوند د شکر ناروغۍ له ګواښ څخه ځانونه وژغوري.

که له دا ډول شکر ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ و اوسۍ؛ نو پایله به یې دا وي:

وزن به مو زیات وي

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ناروغۍ باندې پخوا اخته شوي وۍ

ماشوم له زیات وزن سره پیدا کیږي او داسې امکان شته چې وروسته د شکر په ناروغۍ مبتلا شي.

په کورنۍ کې مو شکر ناروغي موجوده وي (والدینو، ورورانو یا خویندو کې)

 

 تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ناروغۍ چیک‌لېست

ددې لپاره چې د دا ډول شکر ناروغۍ په اړه دقیق معلومات او سمه پاملرنه ترلاسه کړئ، نو دا ډاډمن کړئ:

ددې ډول شکر ناروغۍ په اړه او د هغې د درملنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ

په وینه کې د ګُلوکوزو د اندازه کولو آله پیدا کړئ او په خپلو موخو موافقه وکړئ

د میندو د معافۍ تصدیق پاڼه یا کارت ترلاسه کړئ؛ ترڅو وړیا درملنه وکړی شئ (له خپلو روغتیا پالو ټیمونو څخه پوښتنه وکړئ)

د خپل روغتیاپال ټیم غړي وپیژنئ او له دوی وپوښتۍ چې له تاسې سره څه ډول مرستې کولی شي.

د خوراک، څښاک او فزیکي فعالیت په اړه له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ.

دا هم معلومه کړئ چې د اضافي مرستې د ترلاسه کولو لپاره له چا سره اړیکه ټینګه کړئ.

Related Articles

Mar 15, 2021
2,166 views

بالاخره

بالاخره مصطفی عمرزی بدترین نوع افغان ستیزی از جریانی راه افتاد که به نام «ستمی» می شناسیم. چند تن از بقایای ناقلین امارت نشین بخارا در فرصت های دهه ی دیموکراسی، به بهانه ی بی عدالتی های قومی، اما با انگیزه از مشی نادرست دولت با عمق تاریخی(تعمیم اید...

Mar 25, 2021
3,415 views

د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاريخچه:                                                                                                  کمال خان بند د اوبو زېرمه او مځکه خړوبولو په لحاظ د افغانستان یو مهم بند ګڼل کیږي. دغه بند د ۵۲ میلونو متره مکعب اوبو ذخیره کولو...

Apr 30, 2021
5,969 views

د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي، چې له چیچلو وروسته که طبي مرسته و نه شي انسان له مړینې سره مخ کوي. خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟ لومړی :-- پکار دي چې طـــبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,792 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,153 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,072 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...