د کمال خان بند تاریخچه

i
imranghani
Author
Mar 25, 2021
4 years ago
3,402 views
د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاريخچه:                                                                                                 

کمال خان بند د اوبو زېرمه او مځکه خړوبولو په لحاظ د افغانستان یو مهم بند ګڼل کیږي. دغه بند د ۵۲ میلونو متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د ۹ میګاواټ برېښنا د تولید ترڅنګ د ۱۷۴۰۰۰  هکټاره وچو دښتونو د خړوبولو ظرفیت هم لري.

کمال خان بند د نیمروز د مرکز زرنج څخه ۹۵ کیلومیټره شرق لور چاربک اولسوالۍ ته څېرمه موقعیت لري. کمال خان بند نوم  د یو سیمیز بلوڅ مشر سردارکمال خان سنجراني په نامه شهورت پیدا کړی. دغه بند خورا اوږد تاریخ لري. د څرګندو لیکنو له مخي کمال خان بند په یولسمه مېلادي پېړۍ کي د وخت د حکمرانانو لخوا د پخو خښتو او د چونې  له مسالې څخه جوړ سوی وو. همداراز له نن څخه ۷۰۰ کاله وړاندي د کمال خان د بند سیمه د سیستان ایالت یوه برخه وه. په ۱۳۸۴ میلادي کال کي د سیمو خلکو د وخت د امپراطور ګوډ تېمور په وړاندي پاڅون وکړ. ګوډ تېمور په ډیر وحشانه ډول یوازي کمال خان بند نه، بلکي د اوبو کانالونه، کرهڼیز سیسټم، د زرنج تاریخي ښار او د تمدن ټول اثار له خاورو سره برابر کړل.

د نولسمي مېلادي پېړۍ په وروستیو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو او کمال خان بند پر سره اختلاف رامنځ ته سو. د موضوع د حل لپاره څو څو ځله، دواړو هیوادونو پلاوي تبادله کړل، خو یو دایمي حل لاره یې ونه موندل. بالاخر د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۱۳مه د افغانستان د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او ایراني سیال عباس هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک سو، چي په دې سره دغه اوږدې کشالې حل وموند. له همدې ځایه افغانستان د هلمند د اوبو مهارو لپاره د کمال خان بند جوړلو فرصت ترلاس کړ.

د کمال خان بند لومړي کارونه د سردارمحمد داودخان د جمهوري ریاست په دوران کي پیل سو، خو د ده تر شهادت وروسته د بند جوړولو چاري ودرېدې. په ۱۳۹۰ لمریز کال کي یې د رغولو کار بیرته پیل چي په درې فېزونو کي بشپړ او ګټي اخیستني ته چمتو سو. پر دغه بند ٨٧ میلونه ډالره لګښت راغلی. د کمال خان بند د کانالونو یوه اوږده سلسله لري چي اوږدوالي یې ۲۶۰ کیلومټره ته رسیږي. البته د کانالونو جوړولو چاري یې دوام لري. دغه کانالونه په دې ډول لاندي مځکي خړوبه کوي : د ترکو دښته او فضل قلعه کانال ۴۹۵۰۰ هکټاره، قلعه فتح او خوابګا کانال ۳۸۰۰۰ هکټاره، شیراباد او میران کانال ۶۰۰۰۰ هکټاره او سیخسرکانال ۴۶۵۰۰ هکټاره.

کمال خان بند د ډیرو ګټو ترڅنګ لاندي مهمي لاسته راوړني لري: 

۱: د اوبو لګولو لپاره د اوبو زیرمه کول 

۲: د نهه میګاواټه برېښنا تولیدول

۳: د موسمي سېلابونو کنټرول

۴: د سیمي د ابو لاندي ابخور رالوړول

۵: چاپېریال ساتنه کي مهم رول

 

Related Articles

Feb 22, 2022
2,143 views

اُکراین وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.   اُکراین وپېژنئ! دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې م...

Jan 04, 2021
2,596 views

څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی! که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده ک...

Apr 27, 2021
1,862 views

احیای اُبُهت

احیای اُبُهت (نیاز به اصلاحات سیاسی) مصطفی عمرزی بعضی هموطنان دلخور استند که چرا به گونه ی کامل، جلو فرهنگ سازی های مغرضانه و ضد افغان ها و پشتون ها گرفته نمی شود؛ اما آنان متوجه نیستند که تمام دشواری ها از طریق فرهنگ سازی، رفع نمی شوند. تا جایی ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...