هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.
د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده) لیکوال دی لیکي: د دې لپاره چې پر خپل ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی خپلې وړتیاوې وپېژنئ او په لازم وخت کې يې څرګندې کړئ.
خپل ځان په مثبت فکر کولو سره وپېژنئ!
پر خپل ځان مو باور زیات او بدبیني کمه کړئ. تاسې به ځلونو د یو چا په مقابل کې خپل فکر نه وي بیان کړی او د هغو په کړنو به د نقد کولو زړه نهلرئ، له همدې امله به تل له خپل ځان سره په کشمکش کې وئ.
هغه خلک چې د خپل فکر د څرګندولو لپاره پر ځان پوره باور نه لري مختلف عوامل لري، چې پیل يې د ځان کم ګڼل او پر ځان بې باوري ده. دغه خلک د ژوند له ښو کامیابیو استفاده نهشي کولی او په ژوند کې يې خپل مسوولیت نه دی پېژندلی. پر عادي ډول دغه خلک د نه ویلو توان نه لري؛ یعنې د ناوړه پېښو په مقابل کې ځواب نهشي ویلی او که له ناوړه کړنو سره مخ شي سترګې ترې پټوي. له همدې امله پر ځان غوسه کوي، چې څنګه مې د ناوړه کړنو ځواب ورنکړ او د هغه په مخ کې کم راغلم. دغه خلک تل د کمزورتیا، ضعف او ستړیا خبرې کوي او ځان نالایقه او کمزوری انځوروي. دغه خلکو ته ستره کوتنیونه داده چې له خپلو وړتیاوو څخه استفاده نه کوي، په عادي توګه په کم څه قانع کېږي.
برعکس هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري پر خپلو وړتیاوو ولاړ دي، په هر حال کې خپله وړتیا ښیي. د نامعقوله غوښتنو په مقابل کې په قاطع توګه نه وایي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان سربېره نورو ته هم ارزښت ورکوي. داسې خلک هم شته چې دروغجن غرور لري او مخ يې پر نقاب پوښلی وي، ترڅو خلک د ده پر ځان له بې باورۍ خبر نهشي. د نورو ذهنونو د اړولو لپاره کېدای ځینې کارونه هم وکړي؛ خو باید پوه شي چې دا یو نقاب دی؛ دوی په واقعي بحران کې بیا د مدیریت توان نه لري. دغه خلک د ناوړه پېښو پر وخت له سترس او اضطراب سره مخ کېږي او پرېکړه نهشي کولي.
د دې لپاره چې پر ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی باید خپلې وړتیاوې په ګوته کړئ او په لازمو ځایونو کې ښکاره کړئ.
خپل شخصیت باید په مثبت فکر سره وپېژنئ.
پر ځان مو باید باور زیات او بې باوري کمه کړئ. که په چا کې دغه حالات ښکاره شي پر ځان د باور او قوي کېدو حس پیدا کوي؛ ترڅو وکولی شي په یو ډول >خپل خر له اوبو پورې باسي< دغه خلک له نورو سره مینه کوي، په خبرو او عمل کې ښایسته خاطرې پرېږدي، د سختیو په مقابل کې سپر کېږي او د خپل درون د پیاوړتیا لپاره په لوړو او ژورو تېرېږي.
Related Articles
که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ
که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.په ورزشي او سپورټ...
د ګندنې روغتيايي ګټې!
ژباړه - ریاض مقامزی ګندنه سبزیو په ډله کې د ځانګړي ځای څخه برخمنه ده. خلک یې د مناسب قیمت او ښه خوند له کبله ډېر خوښوي. په بېلابېل ډول یې کاروي. د سبو، سلاد او بولاني په شکل ورڅخه ګټه اخلي. په دې لیکنه کې به یې پر روغتيايي ګټو هم پوه شئ. روغتياپالا...
خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟
لیکنه ـ ریاض مقامزی د امریکا د پخواني ولسمشر (بارک اوباما) مېرمنه مېشل اوباما وايي: "ستاسو د لاسته راوړنو لپاره وروستی حد د موخو ترلاسه کول دي." د نوموړې هدف دا دی، چې د موخو لپاره هېڅ خنډ نشته، کله چې خپله موخه ترلاسه کړئ خنډ ته ورسېدئ یعنې نور مخک...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...